بابراعظم د ویراټ کوهلي څخه مخکې او د نړۍ لومړی نمبر لوبغاړی شو

آی سي سي یا د کرکټ نړیوالې شورا تازه په یو ورځنیو لوبو کې د توپوهونکو نړیواله درجه بندي اعلان کړه، چې پکې پاکستانی بابراعظم له دویم ځای څخه لومړي ځای ته پورته شوی او له ویراټ کوهلي څخه یې لومړی ځای خپل کړ.

بابراعظم اوس د ۸۶۵ نمرو په درلودلو سره په یو ورځنیو لوبو کې د نړۍ لومړی نمبر توپوهونکی دی.

 

 

ویراټ کوهلي بیا له لومړي ځای څخه دویم ځای ته راکښته شوی.

د راپورونو له مخې ویراټ کوهلي د ۲۰۱۷م کال راهیسي ( درې کاله او ۱۶۳ ورځې) د یو ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې لومړی مقام درلود.

 

په یو ورځنیو لوبو کې د توپوهونکو تازه اعلان شوې درجه بندي

 

۱ـ بابر اعظم، پاکستان، ۸۶۵ نمرې، یو قدم پرمختګ یې وکړ.

۲ـ ویراټ کوهلي، هندوستان، ۸۵۷ نمرې، یو قدم شاتګ یې وکړ.

۳ـ روهیت شرما، هندوستان ۸۲۵ نمرې، پر خپل پخوانی ځای شتون لري.

۴ـ روس ټایلر، نیوزیلینډ، ۸۰۱ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

۵ـ ایرون پینچ، اسټرالیا، ۷۹۱ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

۶ـ جوني بریسټو، انګلستان، ۷۸۵ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

۷ـ ډو پلېسیس، سویلي افریقا، ۷۷۸ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

۸ـ فخر زمان، پاکستان، ۷۷۸ نمرې، پنځه قدمه پرمختګ یې کړی.

۹ـ ډیویډ وارنر، اسټرالیا، ۷۷۳، یو قدم شاتګ یې وکړ.

۱۰ـ شې هوپ، ویسټ انډیز، ۷۷۳ نمرې، یو قدم شاتګ یې وکړ.

 

وروستي مطالب