مارچ 5, 2021

بابراعظم: ما له ویراټ کولي نه، بلکې پاکستاني لوبغاړو سره پرتله کړئ!

د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نوموتي توپوهونکې او لوبډلمشر بابراعظم په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې ما له ویراټ کولي او یا هم بل هندي لوبغاړي سره مه پرتله کوی؛ بلکې له پاکستاني لوبغاړو سره پرتله کړئ.
بابر اعظم د هند له کپتان ویراټ کولي سره د پرله پسې پرتله کولو له امله ستړی شوی او وايي؛ ښه داده، چې له کورنیو لوبغاړو سره پرتله شي.
هغه زیاته کړه:

«زه به ډېر خوښ شم که تاسو زما سره جاوید میانداد، محم یوسف او یا هم یونس خان پرتله کړی. ما ولې هر ځلې د کولي او یا هم نورو هندي لوبغاړو سره پرتله کوی؟»

پاکستان کرکټ ملې لوبډله انګلستان ته تللې، تر څو د انګلستان کرکټ ملې لوبډلې سره درې ټیسټ او درې بیا شل اوریزه لوبې ترسره کړې.
بابر اعظم یې په اړه په خپلو تازه څرګندونو کې وویل، چې هیڅ انګلستانی توپ اچونکی به په نښه کړي او وخت ته په کتو به ښه لوبه ترسره کوي.
د بابر اعظم په خبره:

« زه نه وینم چې توپ وهونکی څوک دی یا څه شهرت لري. زه یوازې د خپلې وړتیا په مټ هر بال ګورم او لوبوم یې. انګلستان بې له شکه په بالینګ کې خورا بډایه لوبډله ده او دوی په کور کې لوبې ګټي، خو دا زموږ په وړاندې یوه سخته ننګونه ده او زه غواړم منډې وکړم.»

د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې دا مخکښ توپوهونکی د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ټیسټ سیالیو په درجه بندي کې ۵م ځای، د یو ورځنیو سیالیو په درجه بندي کې درېیم ځای او د شل اوریزه سیالیو په درجه بندي کې بیا لومړی ځای لري.
هغه د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره ۲۶ ټیسټ، ۷۴ یو ورځنۍ، ۳۸ شل اوریزه او ۶۱ بیا فرسټ کلاس لوبې ترسره کړې دي.
بابر اعظم ټیسټ لوبو کې ۱۸۵۰ منډې، یو ورځنیو لوبو کې ۳۳۵۹ منډې، شل اوریزه لوبو کې ۱۴۷۱ منډې او فرسټ کلاس لوبو کې یې بیا ۳۸۰۵ منډې جوړې کړې دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي