بابراعظم: نړیواله درجه بندي کې یو ځلې بیا لومړی ځای خپلوو!

د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې مخکښ توپوهونکې بابراعظم په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې د شل اوریزه سیالیو په نړیواله درجه بندي کې هڅه کوو بیرته خپل پخوانی ځای ونیسو.
د بابر اعظم په خبره، څو میاشتې مخکې پاکستانۍ لوبډلې ځکه څو شل اوریزه لوبې وبایللې، چې پاکستاني بورډ یو شمېر لوبغاړې ازمایل.
د بابر اعظم په خبره:

«موږ د کورونا ویروس له امله څو شل اوریزه لوبې له لاسه ورکړې او د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې بدبختانه شاه تګ وکړ. خو زموږ سره په لوبډله کې چې کوم ځوان لوبغاړي مل دي، په مټ یې کولای شو، چې د انګلستان په وړاندې دریو شل اوریزه سیالیو کې ښه ولوبیږو او درجه بندي کې پرمختګ وکړو.»

پاکستان کرکټ ملې لوبډله انګلستان ته تللې، تر څو د انګلستان کرکټ ملې لوبډلې سره درې ټیسټ او درې بیا شل اوریزه لوبې ترسره کړې.
بابر اعظم په داسې مهال دا څرګندونې کوې، چې د کرکټ نړیوالې شورا څو اونۍ مخکې د لوبډلو ترمنځ درجه بندۍ اعلان کړل. د یادي درجه بندۍ په اساس پاکستانۍ لوبډله په شل اوریزه سیالیو کې له لومړي ځای نه څلورم ځای ته کښته شوه.
د شل اوریزه سیالیو په نړیواله درجه بندي کې اوس اسټرالیا لومړی، انګلستان دوهم، هندوستان درېیم، پاکستان څلورم، سویلې افریقا پنځم، نیوزیلینډ شپږم، سریلانکا اووم، بنګله دېش اتم، ویسټ انډیز نهم او افغانستان بیا لسم مقام لري.
خو اوس تازه د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې لوبډلمشر وايې، چي راتلونکو شل اوریزه سیالیو کې که پاکستان ښه وځلیږي، نو خپل پخوانی ځای نیولای شي.
د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې دا مخکښ توپوهونکی د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ټیسټ سیالیو په درجه بندي کې ۵م ځای، د یو ورځنیو سیالیو په درجه بندي کې درېیم ځای او د شل اوریزه سیالیو په درجه بندي کې بیا لومړی ځای لري.

هغه د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره ۲۶ ټیسټ، ۷۴ یو ورځنۍ، ۳۸ شل اوریزه او ۶۱ بیا فرسټ کلاس لوبې ترسره کړې دي.
بابر اعظم ټیسټ لوبو کې ۱۸۵۰ منډې، یو ورځنیو لوبو کې ۳۳۵۹ منډې، شل اوریزه لوبو کې ۱۴۷۱ منډې او فرسټ کلاس لوبو کې یې بیا ۳۸۰۵ منډې جوړې کړې دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب

نوین‌الحق: ارمان مي دی، چې IPL کې د ډوهني تر رهبرۍ لاندي ولوبېږم

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې چټک توپ‌اچونکي نوین‌الحق په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، ارمان یې دادی، ترڅو د هند کرکټ ملې لوبډلې پخواني لوبډلمشر او په آی پي ایل سیالیو کې د چینای ... نور ولولئ