اپریل 17, 2021

پر بابراعظم د جنسي تیري تور؛ هغه او کرکټ بورډ یې کیسه کې هم نه دي !

د پاکستان مشهور کرېکټر او د نړۍ مهم لوبغاړی چې په شل اوریزو لوبو کې بریالی بلل کېږي، چې د یوې پنجابۍ لخوا پرې د جنسي تېري تور لګول شوی دی.
نوموړې جینۍ چې یو خبري کنفرانس یې ورکړی ویلي، چې د ښوونځي له دورې څخه بابراعظم دې ته د ملګرتیا وړاندیزونه کول، کله چې دا هم ورسره ملګرې شوه، نو مختلفو ځایونو ته یې چکرې وهلې او بالاخره سره بلد شول.
دغه ښځه چې خاتون حمزه نومېږي، د پاکستان د پنجاب ایالت اوسېدونکې ده.
هغې زیاته کړې، چې دوی سره یو ځای هوټلونو ته تللي، ورځې او شپې یې تېرې کړي او له دې سره د وخت تېرولو سربېره پر دې جنسي تېري هم کړي دي.
هغه په دې ویډیو کې ژړه غونې شوې هم ده او ویډیو یې د جیو تلویزیون لخوا خپره شوې ده.

اوس دا ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خورا زیاته خپره شوې ده او مېرمن خاتون له پاکستاني ژورنالېستانو غوښتي، چې له دې سره په انصاف تامینولو کې مرسته وکړي.
د بابراعظم غبرګون څه دی؟
بابراعظم تر اوسه په دې مسئله هیڅ سره نه دی ګرولی او هغه له لوبډلې سره په خپل سفر بوخت دی.
د پاکستان کرکټ لوبډله اوس په نیوزیلېنډ کې ده او هلته به له یادې لوبډلې سره خپلې لوبې نندارې ته وړاندې کړي.
بابراعظم اوسمهال د پاکستانۍ لوبډلې لوبډلمشر هم دی.
هغه په خپله ټوېټر پاڼه خپل انځورونه او د لوبډلې انځورونه خپاره کړي دي او ویلي یې دي، چې د دوی هغه لوبغاړي چې نیوزیلېنډ ته ځي.
نوموړي دا ټویټ د نومبر په ۲۳ مه کړی دی، خو په هغه د تور ویډیو د نومبر په ۲۹ مه رسنیو کې خورا ګرمه شوه.

د پاکستاني کرکټ بورډ غبرګون
د پاکستان کرکټ بورډ به په دې اړه خامخا غبرګون ښيي او د مسئلې د څېړلو امر به کوي، که چېري په هغه دا موضوع ثابته شي او په قضیه کې ښکېل وبلل شي، له بندیز سره مخ کېدای شي.
او که بابراعظم له بندیز سره مخ شوي، نو په ټولو فارمټونو لوبو کې پاکستان د توپوهنې برخه کې له سترو ستونزو سره مخ کېدای شي.
ځکه بابر اعظم په توپوهنه کې د پاکستانۍ لوبډلې د ملا تیر دی.
د پاکستان کرکټ بورډ هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او پر ټويټرپاڼه یې په دې اړه هیڅ ټویټ نه ترسترګو کېږي.
خو ښایي نږدې ورځو کې په دې اړه غبرکون وښيي.
د کرکټ نړیواله شورا
که د دغې جینۍ غږ تر کرکټ نړیوالې شورا ورسېږي، خامخا به خبره د عدالت تر مېزه رسېږي، جینۍ به هم خپل دلیل وايي او بابراعظم به هم خپل دلایل وړاندې کوي.
خو ښایي له هغې وړاندې بابراعظم له جینۍ سره خبره بشپړه کړي.
 
 
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي