فبروري 24, 2021

اضطراب (پټه وېره) پېژنئ؟ په اړه یې دلته ولولئ

  • مرکه: صدیقه پوپلزۍ

موږ ټولو په مکتب او پوهنتون کې ازموينې ورکړې، خو ځينې محصلين د ازموينې پر وخت ډېر ډارېږي چې همدا پټه وېره او اضطراب يې د ناکامۍ سبب کېږي. يو خو عادي وېره ده چې له موږ ټولو سره ده او هغه وېره زموږ په گټه هم ده، خو که دا وېره ډېره شي، نو موږ ته د ژوند په هره برخه کې زيان رسوي.  په ښوونځي کې زموږ يوه ملگرې وه ښه لايقه نجلۍ وه او تل به یې د ازموینې لپاره ډېر درس وایه، خو کله چې ازموينې پايلې اعلانېدې، نو دې به تل ښکته نمرې اخیستې، نو اوس به په دې مرکه کې د اضطراب په هکله ووايو چې څه دى.
اضطراب د اروایي ناروغیو په کتار کې یوه مشهوره اروايي ګډوډي ده، چې ګڼ شمېر انسانان په نړۍ او افغانستان کې پرې اخته دي، ارواپوهان وايي چې اضطراب د ډېرې اروايي ناروغیو لامل او دلیل دی. دا چې اضطراب څه دی؟ څنګه رامنځته کېږي؟ پایلې یې څه دي؟ او څنګه یې درملنه وکړو؟ پر همدې اړوند مو د هېواد له وتلي ارواپوه استاد شرف الدین عظیمي سره مرکه کړې، چې تاسې یې لوستلو ته رابولم. هیله ده تر پایه یې راسره ولولئ چې په خپلو او د کورنیو د غړو پر اروایي ستونزو پوه، او مرسته ورسره وکړئ.
صدیقه پوپلزۍ: استاد په سر کې به یې د اضطراب یا پټې وېرې له تعریفه پیل کړو، تاسو اضطراب څه ته وایئ؟
شرف الدین عظیمي: زه د اضطراب په اړوند غواړم دا ووایم چې اضطراب هغه پټه او له واقعیته لرې وېره، اندېښنه او خواشینې ده، چې د انسان پر عادي ژوند، جسمي روغتیا، ټولنیزو اړیکو، زده‌کړو او تحصیل باندې ژور منفي اغېز شیندي او له ستونزو سره یې مخ کوي، البته باید وویل شي چې عادي وېره او اضطراب توپیر لري عادي وېره له ټولو انسانانو سره مل وي خو ددې وېرې لامل څرګند وي. مثلاً له سپي څخه وېره عادي ده، ځکه موږ وینو چې سپی شته او کېدای شي موږ وداړوي، خو دا چې موږ له دې وېرېږو چې که په مجلس کې خبرې وکړو، ښایي نور راباندې وخاندي دلته مالومه نه ده چې نور به راباندې وخاندي او که نه، خو موږ وړاندوینه کوو، چې وبه خاندي، نو دې ته اضطراب ویلای شو.
پوپلزۍ: استاد د دې ګډوډۍ په اړوند څېړنې څه وایي؟
استاد عظیمي: زموږ د مرکز د څېړنو او د مشاورې د ګډون کوونکو پر بنسټ په افغانستان کې ډېری ځوانان دا اروایي ګډوډي لري، ځکه هغه کسان چې نوي پوهنتون ته بریالي کېږي، په هغوی کې دا ګډوډي له ورایه ښکاري، ډېری یې په ټولګي کې خبرې نشي کولای، پوښتنه نه کوي او آن کله کله خو له خپل حق څخه دفاع هم نشي کولای او دا پر دې دلالت کوي چې یاد ځوانان ټولنیز اضطراب لري او په ټوله کې له خبرو کولو وېرېږي همدارنګه هغه کسان چې پر دې ګډوډۍ اخته شي، ښایي پر نورو ګډوډیو د اخته کېدو چمتوالی هم ولري، ځکه پر ځان ټیټ باور د اضطراب پایله ده. هرکله چې پر ځان باور راټیټېږي ورسره کرار کراره انسان د ګوښه‌والي پر لور ځي چې ژور خپګان او نورو اروایي ګډوډیو ته لاره هواروي، آن دا هم ویلای شم چې زموږ ټولنه یوه اضطرابي ټولنه ده، ځکه دلته ډېر داسې څه شته چې موږ ته وېرې پیدا کولای شي په نړۍ کې هم کیسه همداسې روانه ده ویل کېږي چې ۴۰ میلونه امریکایان اضطراب لري او ورځ تر بلې په ډېرېدو ده او پراخوالی مومي، د امریکا د ارواپوهانو ټولنه (APA) وايي، چې په ۱۹۸۰ کلونو کې ۴ سلنه وګړو اضطراب درلوده، خو اوس د نویو څېړنو پر بنسټ ۱۵ په سلو کې وګړي اضطراب لري.
پوپلزۍ: استاد که راته ووایئ چې د دې ګډوډۍ نښې څه دي؟
استاد عظیمي: په انسانانو کې د دې ګډوډۍ نښې توپیر کوي او بله دا چې موږ څو ډوله اضطراب لرو چې هر ډول ځانته نښې لري، خو عمومي نښې یې له کچې ډېره اندېښنه، فوبیا، وېره او ټولنیز ډار دي، همدارنګه بدني ستونزې، لکه د زړه‌ بدوالی، د سر درد، د بدن دردونه او لړزه هم شته، ټولنیزې او وینایي ستونزې هم لیدل کېږي، ډېری هغه کسان چې اضطراب لري تر څنګ یې د ژبې بندېدل یا په جملو کې ګډوډي هم ورسره مله وي، همدارنګه د خوب ګډوډېدل هم د اضطراب په نښو کې ښایي د دې ګډوډۍ نښې له نورو ګډوډیو سره هم ورته وي، خو په اضطراب کې همدا پورتنۍ نښې ډېرې لیدل کېږي.
پوپلزۍ: استاد په پوښتنو کې یې لاملونو ته راځو، د دې ګډوډۍ لاملونه به څۀ وي؟
استاد عظیمي: لومړی لامل یې چې غواړم ګوته ورته ونیسم کورنۍ ده، کورنۍ ډېر ځله په خپلو اولادونو کې اضطراب روزي، مثلاً د کورنۍ په چارو کې د اولاد نظر ته ارزښت نه ورکول د دې لامل ګرځي چې دوی د خپلې کورنۍ د غړو دا ناسمه چاره عامه کړي او په هر ځای کې له پوښتنې، نظر ورکولو او خبرو نه وېره پیدا کړي همدارنګه د کورنۍ له لوري وهل، ټکول، تهدید، رټل او پرتله کول هم په ځوانو نجونو او هلکانو کې اضطراب روزلای او منځته راوړلای شي. بل دا چې ډېری کسان د نورو له قضاوته وېره لري هغوی وېره لري چې، که کوم کار خراب کړي یا کومه ناسمه خبره وکړي، نور به ملنډې پرې ووهي یا به ناسمې خبرې او چلند ورسره وکړي او یا به هم پرې وخاندي چې دا وېره هم انسان د اضطراب په لور بیایي.
یو لامل یې دا هم دی چې ډېری کسان د خپلو چارو له پایلو نه په وېره کې وي د بېلګې په ډول که د ټولګي تر مخ سیمینار ورکړم یا درس تشرېح کړم او په یو ځای کې بند شم بیا، یا که چېری مې د دندې په راپور کې ستونزه وي او د دفتر مشر په غوسه شي بیا، دا ټول هغه لاملونه دي چې په یوه ډول اضطراب ته لاره هواروي نور ګڼ لاملونه هم لري، خو زموږ په ټولنه کې یې همدا لاملونه منځته راوړلای شي.
پوپلزۍ: استاد اضطراب انسان ته څه پایلې لرلای شي؟
استاد عظیمي: بدني دردونه، ستړیا، د ځینو ځایونو پر وړاندې حساسیت، د خبرو پر مهال د خولې یا ستوني وچېدل، د زده‌کړو پرېښودل، له پرمختګ نه ناهیلیتوب، خلکو سره له مخامخ خبرو وېره، د ملګرو په موندلو کې ستونزې، له وینا څخه وېره، په پرېکړو کې ستونزې، د ژبې بندېدل او نورې کلامي ګډوډۍ هغه پایلې دي، چې نېغ په نېغه له اضطراب څخه سرچینه اخلي، خو ښایي پر انسان باندې نورې اغېزې هم ولري.
پوپلزۍ: استاد له اضطراب څخه څنګه مخنیوی کولای شو؟
استاد عظیمي: ډېری کسان فکري تېروتنې لري چې دا تېروتنې ورځ پر ورځ ډېرېږي او یو مهال پر انسان غلبه کوي او اضطراب منځته راوړي، مثلاً هغوی فکر کوي، چې که خبرې وکړي، نور به ورپورې وخاندي دا پخپله فکري تېروتنه ده او د ده فکر تېروتی، که یو څوک وکولای شي خپلو دې تېروتنو ته پام وکړي او له وړاندې یې مدیریت کړي، نو پر اضطراب د اخته کېدو چانس به یې بېخي لږ وي، همدارنګه که انسان وکولای شي خپل منفي فکرونه راکم یا له منځه یوسي، نو دا د اضطراب په مخنیوي کې ډېره مرسته کوي.
سپورټ، بدني فعالیت او پر خپلو وړتیاوو باور هم د اضطراب مخه نیسي هره ورځ منظم ورزش یاني ۱۵ دقیقې منډه، آزاد خوځښتونه او آن جیم ته تلل هم مرسته کوي، زه نه وایم چې ضرور جیم ته ولاړ شئ، خو دا وایم چې هره ورځ منظم سپورټ وکړئ.
پوپلزۍ: استاد د وروستۍ پوښتنې په توګه که راته ووایئ چې څنګه د دې ګډوډۍ درملنه وکړو؟
استاد عظیمي: د درملنې په برخه کې غواړم لومړی دا ووایم چې درملنه یې د ارواپوهانو کار دی، خو که موږ غواړو خپل ځان یا نورو سره مرسته وکړو، نو موخې ته اشاره کولی شم هرکله چې یو کس پر اضطراب اخته کېږي، نو ښکاره ده چې د ژوند موخه ورڅخه ورکېږي، نو که چېرې یاد انسان له سره پر خپلو موخو فکر وکړي او د ژوند لپاره یوه د لاسته راوړلو وړ، موخه وټاکي او پر لور یې حرکت وکړي نو بوخت به شي او دا به یې تر ډېره اضطراب راکم کړي او که یې اضطراب ختم نشي د ژوند چارې به یې د سمون خوا ته لاړې شي. همدارنګه د نویو ملګرو موندل، خوب ته پاملرنه، نظم، کیفیت او کمیت ورکول، له وېروونکو موقعیتونو سره مخامخ کېدل البته په احتیاط، خوښي او خوشالي، ښه عطر کارول، د خوړیز ریژیم رغول، سپورټ او چکر هم د اضطراب په له منځه وړلو او درملنه کې خورا مرسته کولای شي. یوه بله اړینه موضوع چې غواړم اشاره ورته وکړم، کورنۍ ده که کورنۍ خپل محدودیتونه راکم کړي د اولاد روغې غوښتنې پوره کړي د هغوی له تهدید رټلو، وهلو او ډبولو نه لاس په سر شي دا به تر ډېره د ځوانانو او نویو ځوانانو ترمنځ د اضطراب کچه راټیټه کړي.
پوپلزۍ: استاد له تاسو یوه نړۍ مننه چې تل مو په ژورو مسایلو په تفصیلي ډول خبرې راسره کړي او وخت مو راکړی او د یاران لوستونکو ته باید ووایم چې تاسو کولای شئ دلته خپله له استاده د خپګان په اړوند نور موارد هم ووینئ او وګورئ:

استاد عظیمي: له تاسو هم یوه نړۍ مننه ښاد او اباد اوسئ، د یوه روغ، آباد او سوولیز افغانستان په هیله خدای مو مل شه.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*