لیکنه: محمدصابر حمیدي
د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې ځوان الراونډر لوبغاړي عظمت الله عمرزي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې ملې ټیم ته یې راتګ یو خوب و.
هغه د وي اوو اې پښتو څانګې سره په یوې ځانګړې مرکه کې زیاته کړه، چې د کورنۍ، دوستانو، مور او پلار د دعاوو په برکت یې پرمختګ وکړ او ملې لوبډله کې شامل شو.
هغه زیاته کړه:
‹‹ډېر د خوشحالۍ احساس کوم، چې په ملې لوبډله کې شامل شوم. ملې لوبډلې ته راتګ مې یو خوب و. د کورنۍ، دوستانو، مور او پلار د دعاوو په مټ دې ځای ته ورسېدم. امید شته د ایرلنډ په وړاندې چانس راکړل شي او زه به له خپل چانس څخه په سمه توګه استفاده وکړم.››
د VOA Pashto سره د ښاغلي عمرزي مرکه
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي