عزیزالله فضلي: شپږیزه کې لوبډله اخلم، نوي ځوانان پکې لوبوم

د افغانستان د کرکټ بورډ پخواني مشر او د سولي په چارو کي د دولت وزارت ستر سلاکار عزیز‌الله فضلي په خپلو تازه څرګندونو کي ویلې، غواړي د افغانستان شپږیزه کرکټ لیګ کې یوه لوبډله سپانسر کړي.

هغه پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې ویلې ددې کار څخه یې یوازینۍ موخه د کورني کرکټ پیاوړتیا او د نویو ځوانو لوبغاړو موندل دي او ددې ترڅنګ یې په خپلو خبرو کې ویلې، هغه وړ کسان، چي په شپږیزه لیګ کې د لوبېدو وړتیا لري، خو ورته حق نه دی ورکړل شوی، وبه یې لوبوي.

فضلي ویلې، هغه لوبغاړي په خپله لوبډله کې اخلم، چي حق یې خوړل شوی.

د کرکټ بورډ پخواني رئیس لیکلي:

«روان کال کې د افغانستان شپږيزې کرکټ ليګ کې لوبډله اخلم، د کورني کرکټ د پرمختګ لپاره او د دې لپاره چې تکړه او نوي ستوري د کرکټ نړۍ ته راووځي . هغه مستحق لوبغاړي چې دغو سياليو وړتياوې يې درلودې خو حق نه ده ورکړل شوی هغوی پخپلې لوبډله کې واخلم. ان‌شاالله چې يوه پياوړې لوبډله به تاسو دا ځل په شپږيزه کرکټ ليګ کې وګوری.»

 

 

 




وروستي مطالب