فبروري 25, 2021

پخوانی هندی لوبغاړی اظهار الدین: ډوني باید کریکټ ته دوام ورکړي

لیکنه: بهار سمسور

روان ۲۰۱۹ کال د اېم اېس دوني د کریکټ د پای ته رسیدو په نوم پیل شوی،داسې چې هندي کریکټ مینوال په دوه ډلو ویشل شوي دي؛ځینې وایي دوني دې نور رخصت واخلي،خو نور بیا وایي دوني باید خپل کریکټ ته دوام ورکړي.

د کریکټ مبصرین،هغوی چې دوني له نیږدې څاري،هم په دوه ډلو ویشل شوي،خو په خپله د نړۍ بهترین،خاموش او د نیمې نړۍ په زړونو راج چلونکی لوبغاړی دوني هم غلی دی.

اوس تر نړیوال جام وروسته خلک د دې خبر اوریدو ته غوږ دي،چې دوني کله له نړیوال کریکټ سره رخصت اخلي او یا هم د لوبې د جاري ساتلو ته دوام ورکوي.


اوس د هند پخواني کریکټ لوبغاړي/لوبډلمشر اظهارالدین ویلي دوني دې خپل کریکټ ته دوام ورکړي او خپل مینوال دې داسې نه پریږدي.
هغه وایي:

«دا موږ نه شو ویلی،چې دوني دې یا استعفا ورکړي،یا دې خپلې لوبې ته دوام ورکړي،دوني په خپله دا کار کولی شي،زما نظر دا دی،چې اېم اېس دوني دې لوبې ته دوام ورکړي،خو دا مهمه ده،که دوني فېټ وي،پر ځان باوري وي او کولی شي.»

دا هندی پخوانی پیاوړی لوبغاړی وایي:

“زه دوني ته دا عرض وړاندې کوم،که هغه ته سل فیصده کریکټ کول او میدان ته ښکته کیدل خوند ورکوي او دماغي امادګي ولري،د مینوالو لپاره دې کریکټ دوامدار وساتي.”

د ده په خبره؛ ډوني یو پوه انسان دی، یو څه وخت دې له کریکټ سره فاصله واخلي،په ارامو دماغو دې فکر وکړي او خپل راتلونکي ته په کتو دې پرېکړه وکړي.


تر ۲۰۱۹ کال نړیوال جام مخکې خبرونه دا و،چې د نړیوال جام په پای ته رسیدو سره به دوني هم نړیوال کریکټ پای ته ورسوي، خو یو شک دا کیدای شي،چې ممکن دوني ځکه په نړیوال جام کې خپله استعفا نه وي اعلان کړې،چې هندوستان له پای لوبې لوبولو مخکې له ټورنمېنټ رخصت کړل شو.

اوس چې د ویسټینډیز سفر لپاره هندوستان خپله لوبډله اعلان کړې،دوني پکې شتون نه لري،خو د استعفا په اعلانولو کې د زیاتو مینوالو درلودونکی هندی پخوانی لوبډلمشر اېم اېس دوني داسې خاموش پاتې شوی،لکه څنګه چې نوموړی د لوبې پر وخت په لوبغالي کې خاموش وي.