د کرکټ ملي لوبډلې کپټان د دویم ځل لپاره خپل نوم بدل کړ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر محمد اضغر ستانکزي د هېواد د ملي هویت په پار خپل تخلص یا دویم نوم بدل کړ.
د افغانستان د کرکټ بورډ رسمي پاڼې څخه په خپرو شویو معلوماتو کې ویل شوي، د کرکټ ملي لوبډلې رسمي لوبډلمشر، چې په محمد اضغر ستانکزي سره مشهور و، د الکترونیکي تذکرې د نوم لیکنې پر مهال یې پریکړه وکړه، چې د مشهوره پخواني تخلص ستانکزي پر ځای به له دې ورسته د محمد اضغر افغان په نوم سره یادیږي.
د معلوماتو له مخې ویل شوي، اضغر ستانکزي دغه پریکړه په دې موخه کړې، تر څو د خپل هویت څخه دفاع وکړي او په نړیواله کچه په دغه نوم سره یاد شي.
باید وویل شي دا دویم ځل دی، چې نوموړی خپل نوم بدلوي، تر اصغر ستانکزي وړاندې هغه د اصغر سلام خېل تخلص درلوده، چې بیا اصغر ستانکزی شو او اوس یې نوم محمد اصغر افغان ته واړاوه.
څو ورځې وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې زیات شمیر لوبغاړي د الیکترونیکي تذکرې د اخیستو په موخه د نوم لیکنې لپاره په مرکز کابل کې سره را ټول شوي و او خپل نومونه یې ثبت کړل.
کرکټ په افغانستان کې هغه څه دي، چې  ډیری هېوادوالو ته یې د خوښۍ څو لحظې وربښلې دي او په ورستیو نږدې ۱۰ کلونو کې په نړیواله کچه د کرکټ د ملي لوبغاړو له برکته د افغانستان زرغون بیرغ رپانده دی.

سریلانکا؛ د هند څخه یې سریز وګاټه، بورډ یې یولک ډالر انعام ورکړ

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

هند او سریلانکا کرکټ ملې لوبډلو د سریلانکا هیواد په کوربتوب د دریو یوورځنیو او دریو شل اوریزه سیالیو لړۍ ترسره کړه، چې د یوورځنیو لوبو لړۍ هند او د شل اوریزه سیالیو لړۍ بیا ... نور ولولئ