ټولنیز ژوند ژوند بڼه

د آزاروونکو ټوکو ټکالو او خلکو پر وړاندې څه ډول چلند وکړو؟

ژباړه: نسیمه محمدي

ځیني خلک شته چې د خپلو ځوروونکو ټوکو ټکالو او کړو وړو سره د شاوخوا خلکو د زړه بدۍ لامل کېږي. بې ادبي، ګستاخي او سپکاوی هغه څه دي، چې زغمل یې ګران دي. وړاندې د دې ډول کسانو سره د مخامخ کېدو او چلندونو په اړه ځیني ټکي درپېژنو.

د خلکو ځورونکو خبرو په وړاندې د چلند ډول ډېر مهم دی. تاسې ناچار د ژوند په اوږدو کې، د ګستاخ او بې ادبه خلکو سره مخ کېږئ. دا کسان کېدای شي په بشپړه توګه بېګانه، همصنفي یا حتی همکاران مو وي؛ تل یو کس وي چې ستاسې اعصاب خرابوي او غوسه کوي مو.

د بې ادبه کسانو سره د مخامخ کېدو پر وخت، بېلابېل چلندونه شته:

لومړۍ طریقه: په خپله شخض سره مقابله

۱: خپله چوپتیا وساتئ

که ډېر ژر غوسه او جنګ کوئ، د مقابل لوري سره اصلا ښه ټاکنه نده. که د بې ادبه کس، نظر تاسې خفه او نارامه کړئ، هغوی سره د مخامخ کېدو وړاندې څو ژورې نفسونهساه ګانې واخلئ. په کومه کچه چې تاسې قهرجن ښکاره شئ، هغوی کم ستاسې خبرو ته غوږ نیسي.

په مقابل لوري د چیغو وهلو پر ځای، لومړی څو شېبې د هغه څه په اړه چې غواړئ ووایئ، فکر وکړئ. که هغوی متوجه شي هغه سپکاوي چې تاسې پرېشانه نکړئ، ډېر لږ امکلن لري ستاسې د ځواب په وړاندې، شخړه پیل کړي.

لویه حوصله درلودل، د اعتماد په نفس او د احساساتو د کنترول په معنی ده.

له هغو خلکو سره چې تل رټونکی چلند کوي، هېڅکله فزیکي شخړه مه کوئ. دا کړنه شرایط او وضع لا بتروي. که اندېښمن یئ چې مقابل لوری به پر تاسې برید وکړي، حتما یو ملګری له ځانه سره یوسئ، تر څو په تاسو پام ولري او پرېنږدي د خپل چلند کنترول له لاسه ورکړئ.

۲: چالاک اوسئ

لنډ پاري او شرمېدونکي( هغه کس چې خپله دښمني په غېر مستقیم ډول بیان کړي لکه سپکاوی کوي او پېغورونه ورکوي) مه اوسئ. مستقیما له هغوی سره مخامخ شئ، د سترګو اړیکه ونیسئ او د هغه څه په اړه چې تاسې یې نارامه کړي یاست، خبرې وکړئ.

هغوی تر څو پوه نشي څه تېروتنې یې کړي، له خپلو تېروتنو زده کړه نه کوي. که چا په پلورنځي کې په قطار کې ستاسې نوبت ونیو، ساړه آسوېلي مه باسئ او سترګې مو د نارامۍ ښودلو لپاره ، مه څرخوئ. په مستقیمه توګه هغوی مخاطب کړئ او ورته ووایئ:« وبښئ، زه ستاسې څخه وړاندې وم» یا دا چې ووایئ« وبښئ د قطار پای هغه لورته دی».

۳: شوخ طبېعته اوسئ

که د رک او سپینو ویلو سره ښه اړیکه نه لرئ او نشئ کولای له ګستاخ کس سره جدي چلند وکړئ، د فشار او غوسې کمېدو لپاره، خپله موخه په شوخۍ سره ووایئ.

کله هم څوک مو تر څنګ ناست وي او په ځورونکي غږ سره برګر ژوي، مسکي شئ او په هماغه ډول په مسکا ووایئ« د دې برګر له خوړلو ډېر خوند اخلئ، کنه؟» که ستاسې په هدف پوه نشو، خپلو خبرو ته په دې ډول دوام ورکړئ کېدای شي په آرامه سره ډوډۍ وخورئ؟».

باید ستاسې دا شوخي په خوښۍ سره وي نه په غوسه او پېغور سره. دوستانه رفتار وکړئ او مسکي شئ. ستاسې خبرې باید د یوې ټوکې په ډول وي چې دواړه سره وخاندئ نه داسې چې بې ادبه خبره وي او ستاسې تر منځ تازه شخړه پیل کړي.

۴: مؤدب اوسئ

د نورو د بې ادبۍ او تمسخر پر وړاندې غوره لار، مهربان اوسېدل دي. تاسې د لوي عادتونو لرونکي اوسئ، خپل شخصیت د هغوی د شخصیت په اندازه مه کوچنی کوئ. د غږ کچه مو مؤدبه وساتئ او که له ګستاخئ ډډه وکړئ. مسکا وکړئ. د هیله کوم، او «مننه» کلمې وکاروئ.

دا کلمې کولای شي لار پرانستونکي اوسي. مثلا ووایئ( هیله کوم دوام مه ورکوئ. څه چې تاسې وایئ، بې ادبي او سپکاوی دی. زه ستاسې کړه وړه نشم درک کولای) یا داچې ووایئ« دې خبرو ته اړتیا( غوسه پاروونکي، بې ادبه، سپکوونکي او……نشته. مننه».

اکثرا دا ډول کسان چې نور د سپکاوي وړ بولي، له یو درکه ځورېدلي دي. دا بې ادبي او ګستاخي شاید د اورېدونکي او همدرد موندلو لپاره یو فریاد اوسي.

که د موخې کس په سمه توګه پېژنئ، له هغه وپوښتئ څه د دې آزار لامل شوي او مرستې ته اړتیا لري کنه؟. دا ویل مو باید د پېغور په ډول نه وي. هڅه وکړئ دې ته ورته جمله ووایئ.( زه وینم په دې وروستیو کې ډېر نارامه، پرېشان او عصبي یې. حالات ښه دي؟ کولای شم مرسته درسره وکړم؟؟؟).

دویمه طریقه: د مقابل کس نادیده نیول

۱: وچه او بې پروا څېره غوره کړئ

هېڅ احساس او عکس العمل مه څرګندوئ. حتی که احساسوئ ورو، ورو تحریک یا عصبي کېږئ، بې پروا اوسئ. په خپلو کړو وړو کې سپکاوی چې د مقابل لوري موخه رټل وي، هغه څه دي چې دقیقا هغوی یې غواړي.

خپله چوپتیا وساتئ او خونسرده اوسئ که احساس کوئ د غوسه کېدو په حال کې یې، سترګې مو پټې کړئ او ژوره ساه واخلئ. جدي څېره ونیسئ یا هڅه وکړئ چې څېره مو پوره بې پروایي وښايي. شخص په خپل حال پرېږدئ تر څو پوه شئ چې تاسې د هغوی د خبرو څخه ډېر با ارزښته یئ.

۲: د سترګو اړیکه پرې کړئ

کله چې د سترګو اړیکه نیسئ، په حقیقت کې تاسې، د مقابل کس کړه وړه تاییدوئ. خپل کاته ترې وسپموئ او یو ځه چې ډېر لرې واټن کې کې دي خیره شئ.

په هېڅ وجه ځمکې ته مه ګورئ پورته ثابت او استوار کتل، تاسې په خپل نفس او رفتار ډېر ډاډه ښکاروي.

۳: مخ واړوئ

تاسې کولای شئ یوازې د بدن په ژبه، ډېر پيغامونه نورو ته ولېږدوئ، لاسونه او پښې مو د موخې کس مخالف لور ته وڅرخوئ. بازو ګان مو د بدن مخ ته ونیسئ تر څو په خپله شخص او خبرو پر وړاندې بې پروا ښکاره شئ.

۴: مېدان پرېږدئ

که امکان لري، په مخالف طرف حرکت وکړئ او اصلا بېرته شاته مه ګورئ. د مېدان څخه د لرې کېدو پر وخت بدن لوړ او استوار وساتئ او خپل اعتماد په نفس څرګند کړئ. که له مقابل کس څخه خجالت یئ او د هېڅ ویلو پرته لرې ځئ، یوازې یو لنډ ځواب ورکړئ.

دا چاره څرګندوي چې تاسې د هغوی خبرو ته غوږ نیولی مګر موافق نه یئ.

کولای شئ له لرې تلو مخکې یوازې ووایئ( ښه) یا ( نه پوهېږم) مثلا که یو ټولګیوال مو د وروستۍ آزموینې ښو نمرو له امله پر تاسې ویاړ پلوري، فقط مسکا وکړئ او ووایئ( ډېره ښه ده) وروسته خلپه پاملرنه بل کس یا مهمو څیزونوته واړوئ.

که مو نېژدې ملګري دوستان یا همکاران دا ډول وي د څو شېبو لرې کېدو سره هغه ته وخت ورکړئ تر څو آرام شي هیله مند اوسئ د بېرته ستنېدو پر وخت، یې کړو وړو بدلون کړی وي.

۵: له بې ادبه کس لرې والی وټاکئ

تل د بې ادبه او ګستاخ کس چې منفي حالت یې ستاسې د غوسې وړ ګرځي لری اوسئ. که دا کس بېګانه اوسي، دا چاره ساده ده؛ کېدای شي نور یې هېڅ ونه وینئ.

که رشتیا هم نشئ کولای دا ډول خلک وزغمئ او احتمال لري هره ورځ یې ووینئ، هڅه وکړئ خپله اړیکه حد اقل ته ورسوئ. د امکان په صورت کې، خپل دفتر بدل کړئ یا نور بدلونونه راوړئ تر ‎څو له هغه سره کم مخامخ شئ. دا اقدام د دې لام ګرځي هغوی سره کم ووینئ او په پای کې کم وځورول شئ.

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.