افغانستان بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې ژوند بڼه کورنی ژوند

ماشومان او دروغ – ګټوره مرکه

له استاد شرف الدین عظیمي سره د یاران د همکارې صدیقې پوپلزۍ مرکه 

درنو کورنیو او لوستونکو دروغ هغه ستونزه ده، چې په ورځني ژوند کې موږ ټول ورسره مخ شوي یو، ښایي هر چا یو ځل تجربه کړي وي، خو نن دا مساله په علمي ډول زه صدیقه پوپلزۍ له استاد شرف الدین عظيمي سره شاربم په دې هیله چې، تر پایه راسره اوسئ.

پوپلزۍ: استاد دورغ څه دي او دروغجن څوک دی؟
استاد عظیمي: دروغ د ارواپوهنې له نظره یو منفي عادت او د ریښتیا او واقعیت بدلون ته وايي او دروغ ویونکی یا دروغجن بیا هغه چا ته ویل کیږي، چې د نورو د تېر اېستلو لپاره د ریښتیا خلاف یو څه بیان او څرګند کړي.

پوپلزۍ: استاد دروغ ذاتي دي که زده کېږي؟
استاد عظیمي: د څېړنو له مخې په ماشومانو کې د مانا او مفهوم بدلون او پوره کېدل له یوه منطیقي بهیر څخه تېریږي او دا مسله له هوښ او زده کړې څخه بېله نده نو پر دې بنسټ ویلی شو چې ماشومان دروغ زده کوي او دا کومه فطري مسله نه ده.

پوپلزۍ: استاد ماشوم پوهیږي چې دروغ او ریښتیا څه دي؟
استاد عظیمي: نه ماشوم دروغ وایي، خو په مانا یې نه پوهیږي نو په ماشومتوب کې دروغ ویل دروغ نه بلکې تېروتنه کڼل کیږي ځکه موخه یې د نورو بېلارې کول نه دي نو ستاسو د دواړو پوښتنو په ځواب کې باید ووایم چې میندې او پلرونه باید ډېر دې ستونزې ته پام وکړي.

پوپلزۍ: استاد تاسې وړاندې وویل چې دروغ عادت دی دا عادت تر کوم مهاله غزیږي؟
استاد عظیمي: په ټولیز ډول عادت د بدلون او له منځه وړو وړ دی او دروغ هم د پوهې او منطق په پراخېدو سره له مینځه ځي خو ډېر ځله په لویوالي کې هم پاتې کیږي ځکه د ماشوم باورونه ورځ تر بلې وده کوي له همدې امله که دروغ دوام وکړي ماشوم یې کرار کراره د یوه باور په توګه مني، د ژوند برخه یې ګرځوي او په پایله کې یو حرفوي دروغجن ترې جوړیږي.

پوپلزۍ: استاد ماشوم ولې دروغ وايي؟
استاد عظیمي: تر کومه ځایه چې ما د دروغجنو ماشومان درملنه کړې او له دوی سره د کار تجربه لرم د دروغ ویلو لوی لامل ډار دی، زموږ ماشومان له دې چې ډارېږي حقیقت او ریښتیا نه شي ویلی، خو خبره تر همدې ځایه نه شوو را لنډولی ځکه چې دروغ ګڼ چاپیریالي لاملونه هم لري، زما په اند ماشوم له موره دروغجن نړۍ ته نه راځي بلکې دروغ له چاپېریال نه زده کوي که چېرې مور ماشوم غولوي خو وروسته ماشوم په ریښتیا پوهیږي دا په اصل کې ماشوم ته دروغ زده کول دي او په همدې بڼه پلار او د پلار چلند هم ماشوم دروغجن کولی شي.

پوپلزۍ: استاد آیا ټول ماشومان دروغ وایي؟
استاد عظیمي: دا ښکاره او څرګنده خبره ده، چې ټول ماشومان دروغ نه وایي بلکې هغه ماشومان چې میندې او پلرونه یې هغوی دروغجن روزي دورغ وايي، ماشوم ته دروغ ویل نن سبا په کورنیو کې عادي خبره ده او ډېرځله دوی خپل ماشومان په شعوري او لاشعوري ډول په دروغو روږدی کوي همدارنګه ماشوم له بهر چاپېریال، ملګرو، همزولو او نورو څخه هم دروغ زده کوي نو پر دې بنسټ ویلی شو، هغه ماشومان چې په ناوړه چاپېریال کې ژوند کوي دروغجن روزل کیږي.

پوپلزۍ: څنګه پوه شوو چې، ماشوم دروغ وايي یا یې دروغ راته وویل؟
استاد عظیمي: د دروغو لپاره ځانګړې نښې نشته خو د زړه ډبېدل، ژر ژر ساه اخیستل، د رنګ الوتل، خولۀ وچېدل (په داسې بڼه چې ژبه په سختۍ حرکت کوي)، کله کله د ژبې بندېدل، د خبرو ګډوډي، د بدن د غړو کنټرول له لاسه ورکول، شرم، په خپلو خبرو ټينګار، خپلو خبرو ته بدلون ورکول او داسې نورې نښې چې ځينې ارواپوهان یې د دروغو نښې ګڼي، مګر ډېرې مسلکي ندي ځکه پورتنۍ نښې د نورو ستونزو لکه اضطراب، استرس، پر ځان ټیټ باور او ډار نښې هم دي.

پوپلزۍ: دا ستونزه ماشوم ته په اوږد مهال کې څه ستونزې پیدا کوي؟
استاد عظیمي: دروغ او د دروغو دوام د دې لامل ګرځي، چې ماشوم ورځ تر بلې دوکه باز او تېر اېستونکی وروزل شي او د دروغو تر څنګ نورو بېلاریو ته هم مخه کړي یاني جنسي تېری وکړي او یا جنسي تېری پرې وشي.

پوپلزۍ: استاد دروغ ماشوم ته څه ګټه کوي؟
استاد عظیمي: ښايي دروغ ماشوم له فشار نه وژغوري، له رټلو یې په امان کړي، ملګرتیا یې وغزیږي، د نورو پام ځان ته راواړوي، له وهلو خلاص شي، خپله کینه سړه کړي، ځان ښودنه وکړي او له مادي اړخه مرسته لاسته راوړي خو له دې ګټو نه یوه یې هم سالمه نده او ماشوم باید د ناوړه ټولنیز چاپېریال له امله دروغو ته اړ نشي.

پوپلزۍ: استاد د حل لار څه ده؟
استاد عظیمي: موږ په ډېره اسانه او څو ساده کړنو دا ستونزه حل کولی شو که چېرې په لومړیو کې د دې ستونزې لامل پیدا کړو او له مینځه یوسو ستونزه به پخپله له مینځه لاړه شي، همدارنګه که خپل اولاد ته دا وروښیو چې دروغ او رښتیا په ذات کې څه دي او څه ګټې لري، چاپېریال سم او روغ کړو، له خپلو ماشومانو سره مو اړیکې خوږې او نیږدې کړو، جزا او وهل ټکول ژر تر ژر ودروو، خپل ماشوم ومنو او مینه ورسره وکړو، د ماشوم دنیا ته ورننوزو او خپل رازونه سره شریک کړو، ځیني دروغ یې وبښو، ماشوم سره له وړو دروغو پریښودو پيل وکړو او بیا یې لویو دروغو پرېښودو ته اړ کړو، هیلې او غوښتنې یې کنټرول کړو او ډېره پیروي یې ونه کړو، خبرداری ورکړو چې بیا یې تکرار نه کړي او په سالم ډول یې بوخت کړو ښه پایله ورکوي او د ماشوم دروغ ویل به تر ډېره راکم او ودریږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.