Advertisements
ژوند بڼه له نړۍ

زه یو اویغور یم – ملیحه ناصري

د یوه اویغور وینا چې مور او پلار یې د اجباري کارونو په کمپ کې دي.

هلمداد هري ایغور

زه یو اویغور یم , له سیاست سره زما د کورنۍ اړیکه تل دردوونکې ده . له پلرونو مې رانیولې چې د ځایي حاکمانو د جبران غوښتونکو کړنو له امله مهاجرت ته اړ شول – تر نیکه پورې مې چې د فرهنګي انقلاب پر وخت د جبري کارونو کمپ ته واستول شو .

مور او پلار مې- چې تر تقاعده د دولت کارکوونکی و – دواړو هیله لرله چې زه بله دنده وټاکم. ښوونځی مې چې پای ته ورساوه, دوې لارې مې لرلې ؛ یا به مې ادبپوهنځی لوست یا طب.

پلار مې طبابت ته وهڅولم. ما فکر وکړ چې په دې سره به له سیاسته کورنیزه کرکه له مینځه یوسم او له سیاسي ژونده هاخوا,  دولتي دنده پیدا کړم . د ملګرو ملتونو د سازمان په وینا لږ تر لږه یو میلیون اویغوریان او مسلمانان په دې کمپ کې بندیان دي.

خو په خواشینۍ سره کله مې چې مور او پلار د شین جیانګ ایالت د زندانیانو کمپ ته ولېږل شول, برخلیک مې بدل شو . پکن وایي چې دا کمپ د تروریزم پر ضد د مبارزې په پار د داوطلبانه زدکړو مرکز دی ؛ خو په اصل کې پر بېګناوو خلکو د ظلم ځای دی.

نو د مور او پلار د خلاصون په پار , په یوه سیاسي فعال بدل شوم.

داسې اټکل کېږي چې له یوه تر درېیو میلیونو کسانو پورې به په دې کمپونو کې بندیان وي. په هغو کې زما مور و پلار او نور دولتي متقاعدین هم دي چې هېڅ ډول سیاسي مقام نه غواړي , د بل هېڅ مذهب فعال لارویان هم نه دي.

اویغوریان ځورول شوي خلک دي. هغوی چې په کمپونو کې بندیان دي ډېر ځورول کېږي. آن خپلوان یې چې په اروپا کې ژوند کوي له تشویش او اندېښنې نه بېغمه نه دي.

زما کیسه یوازې ما پورې نه ده محدوده. ډېری اویغوریان غواړي چې له سیاسته لرې شي ؛ خو د چین سیاستونو له مقاومت پرته موږ ته بله لاره نه ده پریښې. په (           ) ز کې مې چې مور ورکه شوه, بل کال ته پلار مې هم ؛ تر هغې وروسته مې د ناقانونه نیولو ( دستګیرولو)  پر وړاندې مبارزه پیل کړه.  موخه مې د هغوی د ازادولو په پار د چین دولت تر فشار لاندې راوستل و.

هیله مې دا وه چې هغه اویغوریان هم وهڅوم چې د دې کار پر وړاندې چوپه خوله ناست دي.

خو د مور و پلار تر خلاصون وروسته دې سختو شرایطو کې ګیر شوی یم چې اوس دا کار پرېږدم ؛ که د هغوی د بیا زنداني کېدو له وېرې دوام ورکړم.

پایله دا شوه چې هغه کسان زما مرستې ته اړتیا لري چې لا تر اوسه هم له خپلو کورنیو ناخبره دي. پوهېږم تر هغو چې دا ځپونې دوام کوي تر هغو به مې مور و پلار په امن نه وي.

کوم اسناد چې تازه افشاء شوي , د هغو خبرو ښکارندویي کوي چې دا دوه کاله موږ ویلې. دا اسناد د اویغوري ټولنې پر وړاندې د چیني مقاماتو له بې رحمه کړنو پرده پورته کوي.

د چین دولت نو د اویغوریانو په مخکې له مخکې او ځورونکي ځپلو کې دوه زړی کېږي نه.

د سیاستمدارانو او څېړونکو تر مینځ د چین د نادودو د ټولیزې وژنې یا نسل وژنې په نومولو کې اختلاف دی ؛ خو زما په اند توجیه شوی دی .

نوي شواهد ښیي چې د بشریت پر ضد جنایت مستقیماً د چین د کمونست حزب د لوړپوړو له خوا رهبري کېږي.

داسې ښکاري چې چیني دولت د اویغوریانو ځپل له هغوی سره تر جوړجاړي غوره ګڼي. آن هغه منځلاري غږونه هم غلي شوي ؛ لکه ښاغلی ( الهام توهتي) اویغوري اقتصادپوه چې په پیکن کې,  د اویغوریانو لپاره په کار کولو باندې په ابدي حبس محکوم شو.

اویغوري ټولنه په یوازیتوب سره نشي کولی له دې جنایت سره مقابله وکړي. موږ باید د حق اخیستو, بشري حیثیت, خلکو او خپلوانو لپاره هڅه وکړو. کمزوري یو ؛ خو تسلیم نه.  ما د نړۍ د شلو ډېرو هېوادونو ته سفر کړی , په سلهاوو ځایونو ته تللی یم , په پوهنتونونو, کلیساوو,  کنفرانسونو,  سړکونو او نورو خصوصي غونډو کې مې ویناوې کړي. سره له دې هم ,سترو بنسټونو زما وړوکي سازمان سره هېڅ ډول مالي مرسته نه ده کړې.

ما مې کورنۍ, واده,  ژوند,  مور و پلار او خپلو خلکو د ازادۍ په پار له خطر سره مخ کړي دي. زه د هغو کسانو له ډلې یم چې هر څه مې د دیني عقیدې او هغو ارزښتونو د ساتلو په پار له خطر سره مخ کړي چې دوی یې دموکراسي بولي.

د اویغوریانو د ټولنې د مصیبتونو لپاره مبارزه باید یوازې اویغوریان ونه کړي. ټول بشریت باید د هغه هېواد پر وړاندې خپل رول ولوبوي چې د نړۍ د ستر ځواک کېدا په لور روان دی , خپله بیا د بشریت د بنسټیز حق پر وړاندې چې ازادي او دموکراسي ده , جنایت ته دوام ورکوي.

دا کړنه د ټولو لپاره ده , ګوښي کېږئ مه . ښایي د اویغور نننۍ تراژیدۍ سره بلاخره ټوله نړۍ مخ شي.

زه دا نه پټوم چې اوس هم د بشري حقوقو فعال یم. د یوه اویغور په توګه هیله لرم چې خلک مې بیا ازاد شي. په اصل کې زما د کورنۍ کیسه د اویغوري ټولنې د تېرو سلو کلونو د تاریخ ښکارندوویي کوي.  موږ هغه خلک یو چې غوښتل مو له ژونده خوند واخلو. کورنۍ مې تل هڅه کوله چې له سیاسته ځان لرې کړي ؛ عادي ژوند, له قامپالنې,  تبعیض او تر ټولو مهم له کمپ پرته خوشحاله وو . زه داسې فکر نه کوم چې زما مور و پلار دې سیاسي مقام غوښتونکي وي.  هغوی معمولي وګړي دي له محدودو هیلو سره. زه یې هم په همدې فکر لوی کړی یم . له ښکلې مېرمنې او ماشومانو سره مې ارامه ژوند کاوه. هېڅکله مې دا هوډ نه و چې سیاسي فعال دې شم . د دې لپاره چې د چیني مقاماتو موخه نشم, په فنلنډ کې اوسم. ما غوښتل چې ماشومان مې هلته لوی کړم . وکولی شم چې د مور و پلار احوال واخلم, په زړتوب کې یې پالنه وکړم ؛ خو داسې انګېرم چې اوس هم د هغو کسانو په نوملړ کې یم چې پیکن یې فعالیتونه څاري. ښایي هېڅکله مې مور و پلار ونه وینم او د هغوی پالنه وکړم. دا کار مې داسې ځوروي چې ان خوب مې له سترګو تښتي.

خو له دې کاره مې پښېمانه نه یم ؛ ځکه پوهېږم هغه څه چې کوم سم دي.

څوک چې سم کار کوي باید په یوازیتوب سره مبارزه ونه کړي ؛ یووالی موږ ځواکمن کوي.  د نړۍ غبرګون سست دی ؛ خو همدا یې وخت دی . که په واقعیت هم د بشر حقونو ته ارزښت ورکوو, نو همدا یې وخت دی . تر دې زیات صبر نشو کولی.

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.