په آیا صوفیه جومات کې نن د جمعې لمونځ اداء کیږي

د راپورونو له مخې نن د جمعې په ورځ په آیا صوفیه جومات کې له ۸۶ کلونو وروسته د جمعې لمونځ اداء کیږي، چې د ترکیې د مسلمانانو ترڅنګ د نړۍ ټولو مسلمانانو ته یو په زړه پوري خبر بلل کیږي.
آیا صوفیه جومات د ترکیې په استانبول ښار کې موقعیت لري، چې دوه نیم زره کاله مخکې یې ودانۍ جوړه شوې ده.
دا ودانۍ لومړی د کلیسا په موخه، بیا جومات شو، بیا په موزیم بدل شو او اوس یو ځلې بیا په جومات بدل شو، چې له ۸۶ کلونو وروسته نن جمعه په لومړي ځل پکې د جمعې لمونځ اداء کیږي.

د راپورونه له مخې نن د ترکیې په ۸۱ ولایتونو کې د سهار د لمانځه نه وروسته په ټولو جوماتونو کې په دې تړاو د شکرانې دعا هم وشوه.
دا جومات ۸۶ کلونه مخکې د ترکیې د یوه پاچا مصطفی کمال اتاتورک لخوا په موزیم بدل شو او له هغه وروسته دوې اونۍ مخکې د ترکیې سترې محکمې د یوه حکم له مخې بیا جومات کړ.

پر دې پرېکړې په وړاندې د عیسویانو ګڼو مشرانو اندېښنې وښودلې، خو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یې په وړاندي کلک دریځ ونیوی او دا یې د ترکیې داخلې مسئله وبلله.

ژباړه او راټولونه: محمدصابر حمیدي

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.