د ټرمپ لور او زوم ملي خزانې ته تاوان اړولی

په “ایوانکا”، د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لور ، او “جیئرډ کشنر” زوم یې، د ملي خزانې ته د ۱۴۴،۰۰۰ ډالرو زیان رسولو تور پورې شوی.
د واشنګټن پوسټ په حواله، د ولسمشر ټرمپ لور ایوانکا او زوم “کشنر” خپلو امنیتي اجنټانو ته اجازه نه ورکوي، چې په خپل عصري کور کې د لومړني انساني اړتیاوو لپاره واش روم (تشناب) وکاروي.

د راپور په حواله، “جيئرډ کشنر” په ۲۰۱۷ کال په واشنګټن ډي سي کې ۵ زره مربع فټ پراخ او لوکس ودانۍ په کرایه نيولې وه، چې شپږ لوی او یو کوچنی تشناب يې درلود، خو ایوانکا او کیشنر د جاسوسي ادارو کارکوونکو ته له هغو د استفادې اجازه نه ورکوله، ځکه نو هغوی مجبور وو چې له پیاده رو، د هوټلونو له تشنابونو، عامه تشنابونو او نورو نږدې ځايونو د قضاء حاجت له پاره استفاده وکړي.
د واشنګټن پوسټ په حواله، کله چې ګاونډیانو شکايت وکړ، نو جاسوسي کارکوونکو به د پخواني ولسمشر باراک اوباما د ګاراژ له تشناب استفاده کوله خو وروسته ورته د ایوانکا او کشنر د ودانۍ ترڅنګ يو اپارتمان په ۳ زره ډالر میاشتنۍ کرايه وموندل شو. په همدې حساب، له ۲۰۱۷ کال څخه تر اوسه ۴۴ زره ډالر یوازې د جاسوسي ادارو د کارکوونکو د تشناب کرایه ورکړل شوې او دا پیسې د امریکایي مالیه ورکوونکو له جېبه ورکړل شوي.
بل لوری د سپینې ماڼۍ یوۀ ویاند دا تورونه رد کړي ، او ویلي یې دي، چې ” پټ جاسوسان د تشناب له کارولو څخه منع شوي نه دي.”

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




کوچنی اختر او د افغانانو دود

لیکوال: عایشه حیدري ، کابل - برخه : افغانستان

اخترونه په افغانستان او نورې اسلامي نړۍ کې د خوښۍ ورځې ګڼل کېږي، او مسلمانان يې په خورا ولولو لمانځي، د اسلام د مبارک دين وړاندې په بشري ټولنو کې د خوښې ځينې ځانګړې ورځې ... نور ولولئ