هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
خواړه روغه سټه

۷ شیان چې له ویده کیدو مخکې یې هیڅکله مه خورئ

د شپې له خوا تر ویده کیدو مخکې وږي کیدل عام دي، په ځانګړې توګه کله چې تر ناوخته پورې ويښ کینئ.

تر خوب د مخه د خوړو لپاره زړه سولیدل سړی اړ کوي چې هر شی چې په مخه ورشي ویې خوري.

تر ویده کیدو مخکې وږي کیدل کومه ستونزه نه ده، خو ځینې خواړه شته که تر خوب لږ مخکې وخوړل شي، نه یوازې د شپې خوب مو ګډوډوي بلکې نورې ګڼې روغتیايي ستونزې پیدا کوي.

تر ویدو کیدو مخکې له لاندې ۷ خوړو څخه ځان وساتئ

غوړ لبنیات : تر خوب د مخه او ان د ماښامنۍ پر مهال د هغو لبنیاتو له خوړولو ځان وساتۍ چې ډیر غوړ لري او وجود ته زیاته کالوري ورکوي لکه پنیر، کوچ ، ملايي او نور. که چیرې دا شیان وخورئ نو د شپې له خوا به مو د هاضمي سیستم د غوړو لبنیاتو له هضمولو سره په لویه جګړه اخته وي، او ورسره به مو خوب هم ګډوډ وي.

کافین: په کافي تور چای او ځینو نوشابو کې شته کافین تاسو بیداروي. که د شپې له خوا داسې څه وخورئ چې په زیاته اندازه کافین ولري، نو بیا مو ټوله شپه په ويښه تیریږي .

مساله لرونکي او غوړ خواړه: مسالې ګاز پیدا کوي او غوړې د بدهاضمه ګۍ سبب کیږي. نو ماښامنۍ کې ډیر مساله لرونکي او غوړ خواړه نه یوازې ستاسو خوب ګډوډوي بلکې پر هاضمه مو ناوړه اغیز کوي او د معدې د تکلیفونو سبب کیږي.

سره غوښه: ماښمنۍ کې باید تل سپک خواړه وخوړل شي. که چیرې تاسو د شپې له خوا پر خپلې معدې درانه خواړه وربار کړئ نو ښه خوب نه شئ کولئ. سره یا غټه غوښه درنه او هضم یې مشکل دی، نو که د شپې په ارامه ویده کیدل غواړئ سره غوښه مه خورئ.

لوبیا: لوبیا ګټور خواړه دي خو په ساده ټکو که ووایو د شپې له خوا د لوبیا خوراک ستاسو د نس ګاز زیاتوي او هاضمه یې اوږد او سخت کار غواړي. نو د شپې له خوا ترې ځان ساتئ .

خواږه : خواږه له خوړولو وروسته تاسو ته د سمدستي انرژي درکوي. دا هغه څه دي چې تاسو ورته د ویده کیدو پر مهال اړتیا نه لرئ. که نه ډیر انرژي ستاسو خوب زیامنوي.

مشروبات او انرژي لرونکي څښاک: مشروبات لکه پیپسي، کوکاکولا، سپرایټ، فانټا او نور ډیره زیاته اندازه خواږه او کافین لري. دا دواړه شیان د خوب دښمنان دي. نو تر ویده کیدو مخکې له خپل خوب سره دښمني مه کوئ.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */