کلتور او هنر

په افغانستان کې د افغاني جامو دود څه ډول دی؟

په افغانستان ګې د نورو جامو په پرتله افغاني ګنډ خاص دود لري. بيلا بېلو مراسمو کې لکه: واده، کوژده، تخت جمعي،پايوازي، اوسياسي مراسمو کې یې سياست والې اغوندي. د واده دنکريزو شپه د ناوې او شاه لپاره له افغاني ګنډ پرته نامکمل دی. افغاني جامې ځانګړی اهميت و ارزښت په درلودلو سره ډیر مینه وال لري.چې بهر هېوادونو کې مېشت افغانان يې له افغانستان څخه له ځانه سره وړي. افغانستان ته له بهر هېوادونو … نور ولولئ

ژوند بڼه

ښځه او د پښتنو کورنی نظام

پښتنه ټولنه کې یو دروند بوج د نجلۍ ودول دي، او دا خو یې بېخي پېچلې مسئله ده، چې یوه جینۍ څنګه کور او څرنګه خاوند ته ودېږي. هسې خو په پښتنو کې کې یو متل دی چې وایي،(ښځه یا د کورده، یا د ګور) خو څنګه کور؟ دا ډېره پراخ مفهومه پوښتنه ده، ځکه په اکثره پښتنو کورنیو کې د ښځو هغه حقوق چې د اسلام مبارک دين ورکړي سلب شوي دي، خدای مه … نور ولولئ

کلتور او هنر

د اختر شپه او د نجونو نکریزې

اخترونه د مسلمانانو د خوښۍ او مېلو لپاره د قدرت له لوري ځانګړي شوي، خو په اخترونو ډېره برخه خوشحالي د ماشومانو او نجونو ده؛ چې دوی یې په ډېره مینه نمانځي او پرېمانه تیاریانې ورته نیسي. لکه په لنډۍ کې چې وايي: اختر د پېغلو مبارک شه ځوانان د بل وطن مارغان دي لاړ به شينه پښتنې نجونې یا په ټوله کې ښځې د اخترونو لپاره د وخت او رواج مطابق تیاری نیسي، او … نور ولولئ

ژوند بڼه

بن هغه نوم چې په اورېدو يې هره ښځه ټکان خوري

په پښتنه ټولنه کې د یو سړي د ښځو شمېر چې لۀ یوې ډېر شي نو بنې یې بولي او د بنو تر منځ اکثره وخت جنجال وي؛ یانې ښځه هیڅکله دا نشي منلی چې د ژوند ملګری یې لۀ کومې بلې ښځې سره شریک وي؛ او دا بن پۀ پښتنو ښځو هغه وخت راځي چې یاخو یې اولاد هیڅ نه وي او یا یې نارینه اولاد نۀ وي. یا کم وي. ځینو ته یې … نور ولولئ

ځوانان او زده کړې

د نجونو هيلې او آرمانونه مه وژنئ

هر ځوان، او هره پېغله، په خپل ژوند کې لوی، لوی آرمامونه لري چې يو يې هم خوښ ژوند ښه کورنۍ درلودل دي. هره پېغله ارمان لري تر څو يوه ښه کورنۍ کې واده شي. خاوند نيک انسان دښه خوی څښتن او باسواده وي. تر څو آينده ژوند يې خوښ او آرامه وي. چې زياتره وخت د جينکو دغه ارمانونه نيمګړي پاتې کيږي او دشخړو لانجو په بدل کې قرباني کيږي. کلونه کېږي، چې افغانې … نور ولولئ

ځوانان او زده کړې

افغان نجونې اوس له کومو ستونزو سره مخ دي؟

که څه له نړۍ سره د سیلۍ کونجي (کیلي) علم او ښوونیز جریان دی خو بیا هم زموږ د ټولنې لویه کچه اوسېدونکي له تعلیم محروم او د جهالت د بلا تر سیوري لاندې ساه اخلي. د هرې ټولنې نیمه برخه ښځینه تکمیلوي او د انساني ژوند یو لوی اړخ دوی دي مګر له دوی څخه د نورو حقونو په څېر د تعلیم کولو حق هم سلب شوی ، زموږ ټولنه خو یې ژوندی مثال … نور ولولئ

کلتور او هنر

د پښتنې ټولنې دودونه کومې ګټې لري؟

کېداى شي دود او دستور بد نه وي او په ډېرو برخو کې په زړه پوری او ګټور هم وي، خو د پښتنې ټولنې ځینې دودونه ناوړه ځانګړتياوې هم لري چې په ټولنه کې ښې پايلې نه لري. دود دستور هم ښې او هم بدې پايلې لرلاى شي، تر هغه ځايه چې په افغاني ټولنې پورې اړه لري،تر ټولو ډيره بده برخه يې د نارينه د د بې ځایه واکمنۍ دود دى، چې دا دود … نور ولولئ

ځوانان او زده کړې

د ښځینه ژوند تاریخ

ښځه په يوه لاس جهان زنګوي په بل زانګو او ماشومان زنګوي ښځه ښادي او خوشحالي ده د ژوند ښځه ډيوه ده رڼايي ده په ژوند کې ښځه د اخلاص او درڼا نښه ده ښځه په ژوند کې دوفانښه ده ښځه هوا وه چې جنت کې ګرځي هوا د ادم په محبت کې ګرځي ښځه مريم ده چې عيسی زيږوي عيسی مړ جسم لره ساه ورکوي ښځه اسيه وه دفرعون په کور کې دخپل پاک … نور ولولئ

ژوند بڼه

نوې څېړنه: په ناخوښۍ واده کول د نارينه په پرتله ډېری ښځې د زړه په ناروغیو اخته کوي

څيړنو ښودلې ده، چې که ښځې په خپله خوښه واده ونه کړي ، نو د نارینه وو په پرتله به تر ډېره پورې د زړه له ناروغیو سره مخ شي. په دغه څيړنه کې، چې په امریکا کې ترسره شوې دا هم ویل شوي، چې د ښځې او میړه ترمنځ به هره ورځ په عادي مسلو لفظي برخورد راځي او دا په نارینه او ښځینه دواړو کې د روحي تکلیفونو باعث ګرځي. دغه راز ویل … نور ولولئ

ځوانان او زده کړې

ښځې د فرهنګ په دودولو کې کې څه کولای شي؟

فرهنګ یا په لاتیني اصطلاح کلتور د انساني ټولنې د ورځني ژوند د ټولو کړو وړو، عقایدو، افکارو او راکړې ورکړې مجموعه ده چې موږ ته هویت راکوي. یعنې دا فرهنګ دی چې موږ پرې یو بل پېژنو. فرهنګ لکه دوه اړخیزه توره د انسان په لاس جوړېږي یا تولیدېږي او بیا بېرته انسان جوړوي. په بل ساده عبارت انسان د فرهنګ هم خالق دی او هم مخلوق. مثلاً د «کلتور» یا کلچر د لاتیني … نور ولولئ