images 1584079615712 ipl د IPL بولي او توپیرونه؛ لوبډلې کوم ډول لوبغاړو ته اړتیا لري؟
سپورټ

د IPL بولي او توپیرونه؛ لوبډلې کوم ډول لوبغاړو ته اړتیا لري؟

له ۲۰۰۸ کال راهیسې د هندوستان سوداګریزو کرکټ لوبو لپاره بولي ترسره کېږي او لوبغاړي اخیستل کېږي. په دې لیګ کې په دې وروستیو کې د بولي په چارو هم سیوری غوړېدلی دی. په ۲۰۰۸ کال کې له افغان لوبغاړو پرته د نړۍ بېلابېل لوبغاړي په دې لیګ کې واخېستل شول، چې د پاکستانیانو برخه هم پکې بارزه وه. ورپسې په نورو کلونو کې هم هر کال تر درې سوو پورې لوبغاړي اخېستل کېدل او … نور ولولئ

سپورټ

 انګلستانی لوبغاړی د افغانستان خلاف سلیزه کې ناکام شو

د کرکټ په نړۍ کې ډېرې عجیبه پېښې رامنځته کېږي، دلته هم په ۹۹ منډو د لوبغاړو بهر کېدل وړاندې کوو، چې یو په کې د انګلستان کرکټ لوبډلې تکړه توپوهونکی هم شامل دی، چې د افغانستان خلاف په شل اوریزه لوبه کې په ۹۹ منډو له مېدان بهر شو او په سلیزې وهلو بریالی نشو. ۲۰۱۲ کال نړیوال جام کې څه پېښ شول؟ په ۲۰۱۲ کې نړیوال شل اوریز جام ترسره شو، په دې … نور ولولئ

سپورټ

۲۰۲۱م کې تر دې دمه دغو لوبغاړو سلیزې وهلي دي

  رحمان الله ګربز د ایرلېنډ پر وړاندې د ۲۰۲۱م کال په لومړۍ میاشت کې سلیزه ووهله او ۱۲۷ منډې یې وکړې. رحمت شاه زرمتي په ۲۰۲۱م کې د ایرلېنډ پر وړاندې سلیزه ووهله. پال سټېرلېنګ د افغانستان خلاف سلیزه ووهله. کېن ویلیمسن د پاکستان پر وړاندې ټېسټ لوبو کې سلیزه ووهله. هېنري نیکولس چې د نیوزیلېنډ لوبغاړی د پاکستان پر وړاندې یې ټېسټ لوبه کې سلیزه ثبت کړه. ډاریل مېچل چې د نیوزیلېنډ لوبغاړی … نور ولولئ

سپورټ

کرېس ګېل کرکټ کې د پاتې کېدو ثبوت ورکړ!

کرېس ګېل چې ۴۱ کاله عمر لري د ۲۰۲۰ کال په وروستۍ میاشت کې یې ویلي وو، چې هغه پنځه کاله نور کرکټ هم کولای شي. که وګورو کرېس ګېل له ډېرو توپوهونکو ښه ځلېږي او خورا ښه توپوهنه کوي. په ۲۰۲۰ آی پي اېل کې یې د پنجاب لوبډلې لپاره په وروستیو کې د اوړو پوزه کېښوده او جالبې لوبې یې نندارې ته وړاندې کړې. یوه یې سلیزه ووهله، یو ځل په ۹۹ منډو … نور ولولئ

سپورټ

د کرکټ غوره ډګر ساتونکي؛ یو افغان لوبغاړی هم پکې دی

د کرکټ په برخه کې ډګر ساتنه مهمه برخه ده، چې لوبغاړي باید د توپ اچونې او توپوهنې سره سره ښه فیلډر یا ډګر ساتونکی هم وي. په هره لوبډله کې چې کوم لوبغاړی توپوهونکی او یا هم ښه توپ اچوونکی وي، خو چې د ډګر ساتنې برخه کې کمزوری وي، نو بیا د غوراوي کمېټه د لوبو انتخاب لپاره د ډګر ساتنې برخه کې د کمزوري لوبغاړي په اخېستلو کې دلسچپي نه ښيي. په … نور ولولئ

سپورټ

د زِمبابوې او افغانستان لوبو ته د افغانانو غبرګون

کرکټ بورډ اعلان کړی، چې راتلونکې مارچ میاشت کې له زِمبابوې سره دوه ټېسټ او درې شل اوریزې لوبې کوي. دوی د چهارشنبې په ورځ د فبروري په ۴ مه د لوبو د سپانسر لپاره هم په خپله رسمي فیسبوک پاڼه اعلان کړی، چې که کوم شرکت یا سوداګر دلچسپي لري، چې د افغانستان او زِمبابوې لوبلړۍ سپانسر کړي، کولای شي خپل غوښتنلیکونه کرکټ بورډ ته وسپاري. دغه پوسټ ته د چهارشنبې تر مازیګره نږدې … نور ولولئ

سپورټ

د افغانستان راتلونکې لوبې

د کرېک سکېجول په نامه وېب پاڼې د افغانستان د راتلونکو لوبو مهالوېش داسې خپور کړی دی. د مارچ میاشت کې دوه ټېسټ او درې شل اوریزې لوبې له زِمبابوې سره، له مارچ وروسته په اپرېل کې له هندوستان سره درې یو ورځنۍ لوبې لري. د جون په میاشت کې اسیا جام پیلیږي، چې یا به پاکستان او یا به هم سریلانکا کې وشي. جولای میاشت کې چې د عیسوي کال اوومه میاشت ده، افغان … نور ولولئ

سپورټ

کریم جنت د نیکولاس پوران د ریکارډ مخه ونیوله

د لس اوریز کرکټ په دوام ۱۱ مه لوبه کې نارترن ورېئرز او بنګله ټایګرز لوبډلې مخ شوې، په دې لوبه کې نارترن ورېئرز لوبډلې لومړی توپوهنه پیل کړه، که څه هم په دې لوبه کې اوپنر توپوهونکي لېنډل سېمونس خطرناکه لوبه پیل کړې وه او له نیکولاس پوران سره یې ملګرتیا غځوله، خو د کریم جنت پرې ملګرتیا ونه لورېده او لېنډل سېمونس یې د لوبې حساسو شېبوکې له مخې لرې کړ او په … نور ولولئ

سپورټ

لس اوریز کرکټ لیګ د بالرانو د ټکېدو لیګ؛ د توپ اچوونکو پر مورال څه اغیز لري؟

د جنوري په ۲۸ مه د پنجشنبې په ورځ د عربي متحده اماراتو لس اوریز کرکټ لیګ پیل شو، په دې لیګ کې اته لوبډلې دي، چې افغان لوبغاړي هم پکې اخېستل شوي دي. له افغانستان څخه د بالېنګ برخه کې مجیب الرحمن، نوین الحق او قیس احمد لوبېږي، عظمت الله عمرزی، محمد نبي عیسی خېل او کریم جنت الراونډران دي. شهزاد محمدي، رحمان الله ګربز، جاوېد احمدي او دروېش رسولي پکې بیا توپوهونکي دي. … نور ولولئ

سپورټ

بېګ باش کې د راشد دې لوبډله بهر شوه

د اسټرالیا سوداګریزې کرکټ لوبې چې د ۲۰۲۰ کال د ډېسمبر په لسمه د اته لوبډلو په ګډون د ۵ افغان لوبغاړو په شتون کې پیل شوې وې، نږدې ۷ ورځې وروسته پای ته رسېږي. په دې لیګ کې د محمدنبي دې اړوند لوبډله مېلبورن رېنېګېډز د لوبو لومړي پړاو کې بهر شوې ده او د جمعې په ورځ پکې د راشدخان دې اړوند لوبډله اډیلایډ سټرایکرز هم بهر شوه. د جمعې ورځې لوبه او … نور ولولئ