رسنۍ

انجلينا حولي په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعيت په اړه اندېښنه څزګنده کړه

انجلينا جولي، پېژندل شوې امريکايۍ اداکاره چې د هنري مخينې پرته، د بشر دوستانه فعاليتونو له امله په ټوله نړۍ کې ځانګړى محبوبيت لري، د افغانستان د وروستيو بدلونونو او او د ښځو/ نجونو په راتلونکې د اغېز له امله اندېښنه ښکاره کړه. پر افغانستان د طالب وسله والو واکمن کېدو سره، چې وړاندې تر دې هم د واک ترلاسه کولو سره د ښځو او نجونو لپاره هم توره دوره وه، د افغانستان د اوسېدونکو … نور ولولئ

سینما او موسیقي

د احمد ظاهر ۴۵م تلین؛ څنګه ووژل شو او سالنګ کې څه وشول؟

احمد ظاهر په ۱۳۲۵ ل ل کال کې وزېږېد. سندرې یې له ښوونځي پیل کړې وې. لومړنۍ سندره یې د ضیا قاري زاده د شعر( ای بلبل شوریده) وه چې د مکتب پر دریځ یې وویله، دا وخت دی ۱۵ کلن او د حبیبیې لیسې زده‌کوونکی و. د ښه استعداد له امله یې افغانستان راډیو ته لاره ومونده. مېرمن هنګامه او ښاغلی صدیق قیام د احمد ظاهر هممهاله کسان و. مېرمن هنګامه وايي: «زه چې … نور ولولئ

په زړه پورې

عامرخان د اردوغان میرمن سره لیدلي، هندو ملتپال پرې غوسه دي

د بالیوډ سینما وتلی ستوری عامر خان، د ترکیې د لومړۍ میرمن ایمن اردوغان سره تر لیدنې وروسته د ټویټر په ټاپ موضوعاتو کې و. د اګست په 15 مه نیټه د ترکیې لومړۍ میرمن ایمن اردوغان د بالیوډ له نامتو ستوري عامرخان سره خپل عکسونه په ټویټر خپاره کړل چې په ټولنیزو رسنیو کې په چټکۍ خپاره شول. ایمن اردوغان له عامر خان سره چې د ” لال سینګ چډه “ فلم د شوټینګ … نور ولولئ

ځوانان او زده کړې

یو څوک باید ولرې (د لړۍ تحلیل و تاثر)؛ زموږ ژوند او پیغام

لیکنه: سعید خان صایم څو میاشتي کېږي په یاران وېب پاڼه کې داغلې مهر تاج د لیکنو یوه نوې لړۍ پیل شوې ده. دا لړۍ چې عنوان یې دی (یو څوک باید ولرې) د ډیریو پیغلو او ځوانانو د خوښې وړ ګرځېدلي. ما دا ټولې لیکنې له لومړۍ برخې تر اوسه له کمنټونو او د هېوادوالو له نظریاتو سره لوستي، غواړم دلته یې په لنډو کې له خپل لیدلوري تحلیل کړم. دا لیکني د یوې … نور ولولئ

ادبیات

« ژوند چې شین شي له خندا نه» شعري ټولګه چاپ شوه

د عزت الله شمسزي د شعرونو درېیمه ټولګه ( ژوند چې شین شي له خندا نه) د افغانستان د ملي تحریک په مرسته له چاپه راووته. دا کتاب چې ټولټال دوه سوه مخه دی، ګڼ شمېرغزلونه، نظمونه او ازاد شعرونه په کې ځای کړل شوي دي.‌ پر کتاب سریزه د هېواد تکړه شاعر او کره کتونکي مصطفی سالک لیکلې ده. ښاغلي سالک لیکلی “شمسزی صیب د غزل استاد شاعر دی دده په غزل کې هم … نور ولولئ

ادبیات

د کرن خان ”مینه او مننه“ شعري ټولګه خپره شوه

له پښتو شاعرۍ سره زموږ وتلي او خوږ ژبی سندرغاړي کرن خان اشنايي پخوانۍ ده . خو کرن خان په لر و بر کې پر خپلو خوږو سندرو دومره مشهور دی چې دده د خوږه شاعري یې تر سیوري لاندې راوستې. اوس کرن خان ” د مینې او مننه“ په نوم خپله شعري ټولګه خپره کړې. په دې شعري ټولګه د کرن خان راټول شوي شعرونه دده د سندرو او ټپه ایزو په څېر خواږه … نور ولولئ

ادبیات

د «اړخونه سرلیکونه» په نامه کتاب چاپ شو

په دې کې کتاب کې د ژوند له بېلابېلو اړخونو پرده شوې او ټولنیز مسایل پکې په یوه ځانګړي طرز او نوي فورم کې بیان شوي، چې په راتلونکي کې به ډېر لوستونکي پیدا کړي. دا کتاب هغو ځوانانو چې په ژوند له پټو ستونزو او سرګردانیو سرټکوي، لا ډیر مهم او ضرور دی. په «اړخونه سرلیکونه» کې ۸۹ مکالمې راغلې، چې په یوه ټولنه کې د بېلابېلو پېښو له بیان سربېره د لیکوالۍ یو … نور ولولئ

رسنۍ

د خندا استازی( اصف جلالي ) وکوچېده

افغانستان او کومیډې سره ډیر جوړ نه راځي. اصلا د ویر نه په ډک کلي کې د خلکو په خوله خندا راوستل، جرات، مهارت او ظرافت ټول غواړي. اصف جلالي د همدې لمبه لمبه وطن د خندا استازی و او دا ټول مهارتونه یې درلودل. یو چیرې مې ولوستل، کله ښه ده چې خپلو ستونزو او کړمو ته د ټوکو او طنز له لیدلوري وګورئ او پرې وخاندئ. په دې توګه به یې ستاسو پر … نور ولولئ

سینما او موسیقي

په هغه هندي فلم کې چې ګڼو افغانانو یې په اړه اندېښنه لرله، ريښتیا څه دي؟

د جعفر هاند لیکنه په فلم کې له مرهټانو سره د احمد شاه دراني په مشرۍ د پاني پت درېیمه تاریخي‌جګړه په هنري او داستاني بڼه تصویر شوې ده. تر تاریخي فلم ښه ده چې هنري فلم یې وبولو. کله چې مرهټان هڅه کوي‌چې خپله واکمني پراخه کړي او د هند نور ایالتونه او سیمې هم ونیسي، د (روهیلکنډ) نجیب الدوله خبریږي چې مرهټان پر دوی هم یرغل کوي، دی کندهار ته ځي او له … نور ولولئ

ادبیات

ژوند او فن ته یې کتنه؛ د پښتو ادب یوه مخکښه ( غوټۍ) (خاورې) شوه!

لیکنه: صادق طارق د افغانستان مشهوره څېړونکې، لیکواله او سیاسي فعاله غوټۍ خاورې د سختې ناروغۍ له کبله په هندوستان کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې. آغلې غوټۍ ته نیږدې سرچینو یاران وېب پاڼې ته ویلي، چې نوموړې هندوستان ته د درملنې لپاره تللې وه. هغه په وروستیو کې د سرطان له ناروغۍ سخته کړیده. غوټۍ خاورې څوک وه؟ غوټۍ خاور په کال ۱۳۴۰م لمریز کال د کب په میاشت کې د ننگرهار د … نور ولولئ