بریا او پرمختګ

دا ۱۷ خبرې خپل ریس(د کارځای مشر) ته مه کوئ

لیکوال: ډیف کرفین، د نیوز کم ای یو اجرائیه مشر – ژباړه: شاهین  “ما یوازې پریږده”! کلونه مخکې مې همدا خبره د دندې پر مهال د راډیو مشر ته وکړه. زه ځوان وم؛ باانرژي وم. خپلې ادارې ته مې ښه کار کاوه او په خپله دنده کې مې ښې لاس ته راوړنې هم درلودلې. خو؛ خو زه به هر سهار ناوخته دفتر ته راتلم او څنګه به چې د خپل ریس له خونې تیریدم، هغه … نور ولولئ

پوهنه

هغه فلم چې یو ځل يې باید افغان ښوونکي وګوري

د هندي سینما د نوموتې ستورې راني مکرجي فلم (هیټکۍ یا هیچکي) لیدل د ښوونکو او زده کوونکو لپاره ګټور دي. دا فلم چې په ۲۰۱۸ کال کې خپور شوی، په ۱.۷ میلونه ډالره جوړ شوی او بیرته يې ۳۶ میلونه ډالر ګټلي دي. د هندي سینما په تاریخ کې د یوې میرمن لپاره دا دریمه درجه فلم دی، چې ډیرې پیسې يې ګټلي دي. دا فلم د یو امریکايي لیکوال، ویناوال، استاد او د … نور ولولئ

سیاست

ایران او پاکستان په پوله ګډ سرحدي ځواک جوړوي او ټرمپ وايي د ایران د تیلو صادرات صفر کوي

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ایران ته په خپل رسمي سفر کې د ایران له ولسمشر حسن روحاني او یو شمیر لوړ رتبه چارواکو سره لیدلي. عمران خان ایران ته په داسې مهال سفر کوي، چې د دواړه هیوادونو ترمینځ دعوو دنګلو زور اخیستی. تیره اوونۍ په بلوچستان کې د پاکستان د پوځ ۱۴ ملیشه سرتیري په یو کمین کې ووژل شول. د پاکستان حکومت ایران تورن کړ، چې په پيښه کې ښکیله وسله … نور ولولئ

ادبیات

هالینډ کې چې کتاب درسره وي؛ اورګاډی کرایه نه اخلي

هغه هالینډیان چې د کتاب مینوال وي، هر کال د دوه ورځو لپاره په ټول هیواد کې وړیا سفر کوي. د هالینډ د اورګاډي مشهوره کمپنۍ (ان ایس) هر کال د کتاب د اوونۍ په مناسبت د دوه ورځو (شنبې او یکشنبې) لپاره د خپلو ټولو هغه مسافرو څخه کرایه نه اخلي، چې کتاب لولي. هر هغه څوک چې د اورګاډي د ټکټ په ځای کتاب وروښيي، دوې يې له کرایې معاف کوي. هالینډ د … نور ولولئ

سیاست

مودي، پوځ ته امر کړی چې په "شرغوښتونکي" پاکستان د برید لپاره چمتو شي

د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي خپلو ځواکونو ته امر کړی، چې په پاکستان د ځوابي برید لپاره چمتوالی ونیسي. نوموړي ویلي، پاکستان لویه تېروتنه کړې او بیه به يې پرې کړي. د هندوستان د کابینې اکثریت غړي په پاکستان د ورته برید په اړه سره یوه خوله دي. د هند حکومت وايي، چې د خپلو څلویښتو (۴۰) وژل شویو سرتیرو بدله به د پاکستان د استخبارتي ادارې له ملاتړه برخمنې، جیش ی محمد څخه … نور ولولئ

اقتصاد

د نړۍ لس ځوان میلیاردران، چې عمرونه يې له ۲۰ تر ۳۰ کلونو دي

په نړۍ کې د ځوانو میلیاردرو کچه په لوړیدو ده. ځینو ته له پلاره پاتې دي، ځینو يې د ټیکنالوژۍ نوي سیستمونه او پروګرامونه جوړ کړي، او ځینو نورو بیا په خپل محنت یو کوچنی کاروبار تر میلیاردونو ګټې رسولی. د فوربیز مجلې د ۲۰۱۸ کال د وروستیو معلوماتو په اساس، په نړۍ کې د ۴۰ کلنې څخه کم عمره یا Under40 میلیاردران تر ۶۳ اوړي. په دوی کې ټاپ لس ځوان میلیارداران له ۲۲ … نور ولولئ

اقتصاد

د کاري مرکې لپاره دا ۱۱ مهم ټکي په پام کې ونیسئ

د کاري فرصتونو په نه موجویت کې، د دندې موندل د سړي د سر وينې پښو ته راولي. که تاسې په نژدې وخت کې کاري مرکه لرۍ او د شارټ لیست او ازموینې له پړاو څخه تېر شوي یۍ، نو بختور يۍ. په دې ليکنه کې موږ تاسې ته یوولس هغه مهمې خبرې لرو، چې په پام کې نیولو سره يې، ستاسې د بریالیتوب احتمال لوړیږي: ۱ـ منظم لباس د کاري مرکې پر مهال رسمي … نور ولولئ

کلتور او هنر

پرینکا خپل سپي ته په ۳.۷ میلونه هندۍ روپۍ جاکټ اخیستی

د هندي سینما مشهورې ستورې پرینکا چوپړا خپل سپي (ډیانا چوپړا) ته یو ژمنی جاکټ په ۵۱،۶۵۴ امریکايي ډالر اخیستي، چې څه کم ۳.۷ میلونه هندي روپۍ کیږي. پرینکا چوپړا تېر ډیسمبر د خپل ملګري، امریکايي سندرغاړي نیک جونز سره واده وکړ. اوس يې سینمايي کارونه او ټلویزوني خپرونې د لنډې مودې لپاره پریښي، او د خپل خاوند سره له چکر وروسته په لاس انجلس کې ده. نوموړې تازه په خپل انستګرام د خپل سپي … نور ولولئ

سیاست

له سماواره تر صدارته؛ مودي یو وخت له انسانانو په ځنګل کې پټېده

د هندوستان لومړي وزیر نریندار مودي په اړه ویل کیږي، چې چای پلورونکی (سماوارچي) و، او د بي جي پي سره له یو ځای کیدو وروسته سیاسي ډګر ته راووت. نوموړي په یوه تازه مرکه کې د خپل ژوند له ځینو لوړو ژورو پرده پورته کړې. دده د ماشومتوب په اړه ویل کیږي، چې له کور څخه ددې له امله تښتیدلې و، چې پلار يې ورته دده له رضایت پرته واده کړی و. ښاغلی مودي … نور ولولئ

په زړه پورې

سعودي د خپل یو لوی شتمن د تښتیدلې لور د ستنولو هڅې کوي

اتلس کلنه رهف محمد القنون د سعودي د لوی شتمن محمد متلق القنون لور ده، چې له کويت څخه اسټرلیا ته تښتیدله؛ خو په بنکاک کې نیول شوې، پاسپورت يې ضبط شوی او اوس بې برخلیکه ده. بنکاک کې د سعودي د کونسلګرۍ چارواکي غواړي، دا جلۍ بیرته خپلې کورنۍ ته ستنه کړي؛ خو اغلې رهف وايي، چې که کورنۍ ته يې د بیرته ستنولو کوښښ وشي، ځان وژنه به وکړي. رهف د خپلې تیښتې … نور ولولئ