بریا او پرمختګ

ګټوره مطالعه

لیکنه: ملیحه ناصري مطالعه کتنې او لوستلو ته وایي. د یو شي, یو کار, یو شخص او یوه ځای د وضعیت د څرنګوالي کتنه, د کتاب, چاپی یا ناچاپه اثارو لوستلو ته مطالعه وایي. کله چې د یوه شي په اړه سوچ کېږي , په غور او ځیر ورته کتل کېږي, د هغه د اصلي محتوا او پیغام په اړه تفکر ته هم مطالعه وایي؛ مثلا:  پلانی مې ښه مطالعه کړی, خورا بد خویه دی … نور ولولئ

خواړه

د ګازلرونکو څښاکو تاوانونه

لیکنه: ملیحه ناصري ګاز لرونکي څښاک ( نوشابه ) ډېری له مصنوعي ویټامینو, خوراکي رنګونو, خوږو او نورو موادو جوړېږي . ناطبیعي خواړه ( مصنوعي)  او انرژۍ انسان ته تاوان لري. که دا ډول څښاک وڅښل شي تر یو دوه ساعتونو پورې سړي ته کاذبه ( دروغجنه ) انرژي ورکوي. وروسته یې یوازې زیانونه پر ځای پاتې وي او بس. دلته به څو ټکو کې دا زیانونه ولیکو: یو / د وینې فشار لوړوي : … نور ولولئ

ټیکنالوژي

پر ماشوم د ځیرک مبایل ناوړه اغېز

ژباړه او راټولونه: ملیحه ناصري د ماشومانو په اړه د مور و پلار لویه اندېښنه دا ده, کله چې ځیرک مبایلونه ماشوم ته ورکوو ؛ نو ایا د دې توکو یا وسایلو شعاوې به د ماشوم روغتیا له خطر سره مخ کړي ؟ د سویس څېړنیز ټیم اووه دېرش کسه د همدې مسالې د ثابتولو په پار مطالعه کړل. اووه ویشت کسانو ځیرک مبایل کاراوه , پاتې نورو عادي بټنې والا. دوی په دغه موده … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د کلیمو تر شا احساسات 

لیکنه: ملیحه ناصري ژبه هغه سیستم دی چې له احساساتو او عواطفو سره مستقیمه اړیکه لري. عواطف پر ذهنیت , ذهن پر ژبه او ژبه بېرته پر احساساتو اغېز کوي. مانا دا شوه چې ژبه لکه یو دوراني سیستم, لومړي ټکي ته راګرځي. که موږ جګړې ته جګړه, غم ته غم, خوښۍ ته خوښي وایو ؛ نو ښکاره ده چې د هرې یوې کلیمې تر شا فردي احساسات پراته دي. که چېرې دوه کسان خپلو … نور ولولئ

په زړه پورې

زه یو اویغور یم – ملیحه ناصري

د یوه اویغور وینا چې مور او پلار یې د اجباري کارونو په کمپ کې دي. هلمداد هري ایغور زه یو اویغور یم , له سیاست سره زما د کورنۍ اړیکه تل دردوونکې ده . له پلرونو مې رانیولې چې د ځایي حاکمانو د جبران غوښتونکو کړنو له امله مهاجرت ته اړ شول – تر نیکه پورې مې چې د فرهنګي انقلاب پر وخت د جبري کارونو کمپ ته واستول شو . مور او پلار … نور ولولئ

ادبیات

خیال یا تصور 

لیکنه: ملیحه ناصري د هرې ادبي پنځونې په ځانګړي ډول د شعر اساسي توکی او بنسټ خیال دی. که چېرې,ټوله ادبي پنځونه پر خیال بناء هم نه وي ؛ خو د ادبي پنځونې په رامینځته کولو کې ستر رول لوبوي. ځکه خیال له یوې خوا ادب پنځګر له تقلیده ساتي او له بلې خوا د همدغې خیال په مرسته کولی شي نوښتګر ذهن ولري. حقیقتونه په یوې بلې یا داسې بڼه وړاندې کړي چې هم … نور ولولئ