سپورټ

د بیګ باش پای لوبه سبا ترسره کیږي !

په اسټرالیا کې د بیګ باش په نوم ۲۰ اوریزه کرکټ لیګ سوداګریزو سیالیو کې د ملبرن سټارز لوبډلې وروسته ملبرن رینیګیډز لوبډله هم پرون د اتم پړاو پای لوبې ته ولاړه.  د دغه ۲۰ اوریزه لیګ سیالیو د څه باندي دوه میاشتي انتظار وروسته ۴ لوبډلې نیمه پای لوبو ته ورسیدې، چې په لمړۍ نیمه پای لوبه کې ملبرن سټارز لوبډلې د هوبرټ هریکنز خلاف د بریا په خپلولو سره د سږ کال پای لوبې ته … نور ولولئ

سپورټ

له اسلام اباد وروسته کراچۍ او کویټې لوبډلو لمړۍ بریاوې خپلې کړې !

د پاکستان سوپر لیګ ۴ م پړاو ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو د لمړۍ لوبې وروسته، چې پکې د تیر کال اتلې اسلام آباد یونایټیډ لوبډلې د لاهور قلندرز خلاف بریا خپله کړه؛ ورپسې په دویمه سیالۍ کې کراچې کینګز د ملطان سلطانز او کویټې ګلیډ ایټرزد پیښور زلمي  لوبډلې ته ماته ورکړه.  د (PSL) په نوم پاکستان سوپر لیګ سیالیو څلورم پړاو لوبې دوه ورځې وړاندې د جمعې په شپه د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې پیل شوې، … نور ولولئ

سپورټ

پي سي ایل: د تیرکال اتلې لوبډلې، لیګ په خپله بریا پرانیست

اسلام اباد یونایټیډ په لمړۍ سیالۍ کې د لاهور قلندرز خلاف بریا خپله کړه ! د پاکستان سوپر لیګ ۴ م پړاو ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو په لمړۍ لوبه کې د تیر کال دفاعي اتلې اسلام آباد یونایټیډ لوبډلې بریا خپله کړه.  د (PSL) یا پاکستان سوپر لیګ سیالیو څلورم پړاو لوبې بیګا شپه په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې، چې په لمړۍ لوبه کې یې اسلام اباد یونایټید د لاهور قلندرز لوبډلې سره … نور ولولئ

سپورټ

ملبرن رینیګیډز او سډني سیکرز لوبډلې په برخلیک ټاکونکې سیالۍ کې مخ دي !

په اسټرالیا کې د بیګ باش ۲۰ اوریزه کرکټ لوبو په روانه لړۍ کې نن دوه لوبډلې پای لوبې ته د رسیدو پریکړه کونکې لوبې کې مخامخ دي.  د هوبرټ هریکنز او ملبرن سټارز لوبډلو ترمنځ د لمړۍ نیمه پای لوبې وروسته نن په دویمه نیمه پای لوبه کې ملبرن رینیګیډز لوبډله د سډني سیکسرز خلاف د سیالۍ ډګر ته ځي، چې ترې ګټونکې لوبډله د سږ کال بیګ باش سیالیو پای لوبې ته رسیږي. … نور ولولئ

سپورټ

د اسټرالیا بیګ باش لوبې نن په لمړۍ نیمه پای لوبې بیا پیل شوې !

 د اسټرالیا د کورني کرکټ (BBL) یا بیګ باش ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالۍ ، چې د تیرې ډیسمبر میاشتې په ۱۹ مه نیټه د اسټرالیا په ملبرن کې پیل شوې دي؛ اوس مهال ورستۍ مرحلې ته رسیدلې دي.  د سیالیو ۸ ګډون کونکو لوبډلې (آډلایډ سټرایکرز، بریسبان هیټ، هوبرټ هریکنز، ملبرن رینګیډز، ملبرن سټارز، پیرت سکارتچرز، سډني سیکسرز او سډني تندرز) د روانې فیبرورۍ میاشتې تر ۱۰ مې نیټې پورې دوه ځل یو بل سره … نور ولولئ

سپورټ

د کرکټ بې رحمه توپ وهونکی دوبۍ ته رسیدلی دی !

د نړیوال کرکټ مشهوره څهره آبراهم بینجیمن ډیویلیرز پاکستان سوپر لیګ ۴ م پړاو ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو کې د لوبیدو په موخه متحده عربي امارتو ته رسیدلی دی.  د جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې دغه پخوانی لوبغاړی، چې نږدې ۹ میاشتې وړاندې یې په حیرانونکې توګه له نړیوال کرکټ څخه استعفاء کړه؛ له هم په تجارتي لیګ سیالیو کې لوبیږي.  ای بي ډیویلیرز تازه د بنګله دیش ۲۰ اوریزه لیګ سیالیو څخه ستون … نور ولولئ

سپورټ

نن د PSL د لومړۍ لوبه ده، د پاکستان پرځای به دوبۍ کې ترسره شي

«PSL» یا د پاکستان سوپرلیګ: اسلام اباد یونایټیډ د لاهور قلندرز لوبډلې خلاف نن په لمړۍ سیالۍ کې مخ ده ! د پاکستان د کورني کرکټ ۲۰ اوریزه تجارتي (PSL) یا پاکستان سوپر لیګ سیالیو څلورم پړاو لوبې نن د تیر کال دفاعي اتلې اسلام اباد یونایټید او لاهور قلندرز لوبډلو ترمنځ په لمړۍ سیالۍ سره پيلیږي.  دغه لوبې په پاکستان کې د امنیتي ستونزو د شتون له کبله د څلورم ځل لپاره په متحده عربي … نور ولولئ

سپورټ

له نیوزیلینډ سره د بنګلدیش لوبې په ماتې پيل شوې

د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډله په څه باندې یو میاشتني سفر نیوزیلینډ ته تللې، چیرته چې به د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ درې ۵۰ اوریزه او ۳ ټیسټ لوبې ترسره شي.  د دغه سفر د لوبو پیل په یوې تمریناتي سیالۍ سره شوی و، چې پکې نیوزیلینډ د ۲ ویکټو په توپیر بنګله دیش ته ماتې ورکړې وه، خو د پرون ورځ په لمړۍ رسمي یو ورځینۍ سیالۍ کې هم بنګله دیشۍ لوبډلې … نور ولولئ

سپورټ

ددغه 7 کلن افغان ماشوم توپ اچوونه د څو نړیوالو بالرانو په څیر ده

په ننګرهار کې یو کمکی ماشوم، چې نوی د کرکټ ډګر ته راغلی، د نړیوالو بالران په څیر حیرانونکې توپ اچوونه ترسره کوي.  دغه ماشوم میرویس نومیږي او ۷ کاله عمر لري، خو د کرکټ نړۍ مشهوره لیګ بریک، اف بریک او تیز بالرانو په انداز توپ اچوونه ترسره کوي. د میرویس د کورنۍ غړي وايي، اوس مهال په لمړۍ ټولګي کې زده کړې کوي، چې په خپل ښوونځي کې عمومي اول نمره دی، خو … نور ولولئ

سپورټ

د نړیوال جام له امله د انګلستان ویټالیټي سیالۍ وځنډول شوې

  د انګلستان د کورني کرکټ ویټالیټي بلاسټ ۲۰ اوریزه تجارتي سیالۍ، چې تیر پړاو یې د ورسیسټر شایر لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته رسیدلی و، په راتلونکې جولاي میاشت کې بیا پیلیږي.  تیر ځل دغه ۲۰ اوریزه لوبې د جون میاشتې په ۴ مه نیټه پیل او د سیپټمبر په ۱۵ مه نیټه پای ته رسیدلې وې، خو سږ کال به په انګلستان کې د کرکټ نړیوال جام سیالیو له کبله د جولای په ۱۸ مه نیټه پیل او د سیپټمبر ۲۱ … نور ولولئ