افغانستان

ښوراب ته ځانمرګي څنګه ننوتل؟

لیکنه: سلیم محمد هلمندی د روان 2019 کال د مارچ د مياشتې لومړۍ نېټه وه چې د جمعې له ورځې سره يې سر خواړه. د سهار شپږ بجې وې چې د ښوراب پر پوځي اډې د طالبانو د بريد خبر راته ورسېد. د خبر جزيات ډېر وارخطاکوونکي ول. برېښېده چې يوه ډله ځانمرګي د ښوراب پوځي مرکز ته چې د 215 ميوند قول اردو هم پکې پرته ده ور داخل شوي. دا پر دې اډې … نور ولولئ

سیاست

عمران خان: زه د نوبل جایزې حقدار نه یم

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان نن (دوشنبه) په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې دی د سولې د نوبل جایزې ارزښت نلري. له تېرو څو ورځو راهیسې، یو شمیر پاکستانیانو په ټولنیزو رسنیو کې کمپاین پیل کړی، چې پکې د سولې نوبل جایزې له ورکوونکې کمېټې غوښتنه شوې، څو د سږ کال د سولې نوبل جایزه عمران خان ته ورکړي. د عمران خان پلوي پاکستانیانو وروسته له هغې لومړي وزیر ته د سولې نوبل جایزې … نور ولولئ

سیاست

امریکا: هند په پاکستان نه؛ په ترهګرو برید کړی

د امریکا متحده ایالاتو په پاکستان غږ کړی، چې ژر تر ژره په خپله خاوره کې د ترهګرو پناه ځایونه له مینځه یوسي. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي سره خبرو کې، د پاکستان له حکومته په جدي ډول غوښتي، چې د ترهګرو پټنځایونه په باوري ډول له مینځه یوسي. د پمپيو په ټکو، شامحمود قریشي ته يې ټيلفون کړی او ورته يې ویلي، … نور ولولئ

سیاست

هندوستان کې د کشمیر مسلمانانو پر وړاندې کرکه زیاته شوې

د هندوستان په کشمیر کې په هندي نیمه پوځي ملیشې له ځانمرګي برید وروسته، په دغه هیواد کې د کشمیري مسلمانانو په وړاندې د هندوانو کرکه زیاته شوې ده. په تیرو دریو لسیزو کې دا په هندي پولیسو تر ټولو مرګونی تروریستي برید و، چې پکې لږ تر لږه د هند ۴۰ ملیشه سرتیري ووژل شول، او یو شمیر نور ټپيان شول. پاکستان میشتې جیش محمد ډلې د برید مسؤلیت په غاړه واخیست. په کشمیر … نور ولولئ

سیاست

هندوستان د کشمیر د پیښې پاکستانی طراح وواژه

هندي پوځیانو د پاکستان سره کرښې ته څیرمه د جیش ی محمد ډلې مشهور قومندان عبدالرشید غازي نن وواژه. غازي د پاکستان تبعه و، او د جیش محمد ډلې باوري او مهم قومندان و. د هندي رسنیو په وینا؛ عبدالرشید غازي په افغانستان کې د جګړې تجربه، او د پرمختللو چاودیدونکو توکو په جوړښت او سمبالښت کې تحصص درلوده. نوموړی په هندي کشمیر کې د وروستي برید، چې پکې لږ تر لږه ۴۰ هندي نیمه … نور ولولئ

افغانستان

مرتضوي: طلوع تلویزون په قصدي توګه د لاجوردو د پروژې په خلاف پروګرام پیل کړی

د ولسمشر محمد اشرف غني د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي، د ارمان راډیو سره په مرکه کې ددې راډیو او د ورسره تړلي طلوع تلویزن چلوونکې تورن کړل چې د لاجوردو د لارې د پرانیستو پروژه کې یې د ملي ګټو خلاف لوری نیولی. او ددې پروژې د تخریب لپاره په قصدي توګه کار کوي. د ولسمشر دا ویاند وروسته له هغې په طلوع تلویزون او ورسره تړلو رسنیو توندې نیوکې کوي چې دې … نور ولولئ

ځوانان او زده کړې

نوې ژبه څنګه زده کړئ؟ له ژباړونکو ۷ لارښونې

لیکواله: کریسټین اپارټا ژباړه: هېواد له یو څخه پر زیاتو ژبو پوهیدل نه یوازې دا چې ټولنیزې ګټې لري بلکې څیړنو ثابته کړې چې په ډیرو ژبو پوهیدل ستاسو ذهن هم پیاوړی کوي. خو هغه کومې لارې دي چې تاسو پرې نوې ژبې په اسانۍ زده کولی شئ؟ د تیډ په نوم د معلوماتو د شریکولو شبکې د پرانیستې ژباړې په پروژه کې د نویو ژبو د زده کړې په برخه کې دا ۷ لارښوونې … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

دیني علماء: ملا رسول سنګساروو

د هیواد په شمالي څنډه، فاریاب کې د ملا رسول په نوم یو تعویذګر په لسګونو هغه ښځو جنسي تیری کړی، چې ورته د دم و دعا لپاره ورغلې وې. ملا رسول له ټولو هغه میرمنو پټې ویډوګانې هم اخیستي چې نوموړی ورسره څملاستلی. په ویډیو اخیستلو يې، دا میرمنې بلک میل کړي او ګمان دا دی، چې څو ځلې يې د خپلې عریضې د اشباع لپاره ورغوښتې وي. ځینې خلک خو ګومان کوي، چې … نور ولولئ

اقتصاد

د خبریال په مرسته؛ د فاضله موادو د کارګر کورنۍ ۴۴ زره ډالر پيدا کړل

په هند کې د فاضله موادو د یوه مړ شوي پاکوونکي عکس د هغه زوی ته د ۴۴ زره ډالرو مرستې د ټولیدو سبب شو. دغه عکس په ټولنیزو رسنیو کې په داسې ډول خپور شو، چې ماشوم زوی د مړ پلار سر ته په ډېر مظلومانه انداز ولاړ دی. په یوه بل عکس کې دغه ماشوم د خپل پلار( آنیل) د سوزول کیدو ځای سره په چېغو ژاړي او د هغه نوم اخلي. آنیل … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د ښځو دا کارونه، نارینه دوی نه زړه توري کوي!

نارینه معمولاً له ښځو سره ډېره علاقه لري، خو د ښځو ځينې عادتونه له دوی څخه د نارینه وو د زړه توري کیدو سبب ګرځي. په دې مطلب کې به دغه عادتونه در وپېژنو: تروش مزاجي انسانان ټول په تروش مزاجۍ کې بد ښکاري، خو ښځې په ځانګړي ډول نارینه عادتاً هغه مېرمنې خوښوي، چې تل خوشاله او خوله یې له خندا ډکه وي. خپله ښځينه هم که د ځان په اړه قضاوت کول غواړي، … نور ولولئ