افغانستان

ولسمشر کندهار ته؛ د څلورو لویو پروژو پرانیستل او د خلګو سره یې مخامخ لیدني.

د افغانستان اسلامي دولت جمهور رئیس محمداشرف غني تېره اونۍ کندهار ولایت ته په دوو ورځو کي د لاسته راوړونو ډک سفر وکړ او په ۲۰۵ اتل قول اردو کي یې د کندهار د مختلفو طبقو خلګو سره مخامخ لیدني او کتني وکړې. ولسمشر په لومړۍ ورځ د ټولګټو څلور پروژې پرانیستلې، د سترغازي احمدشاه بابا د زیارت ترڅنګ یې  د غازي نوم د کندهار پر هوايي ډګر و نوموئ او د کندهاریانو سره یې … نور ولولئ

سپورټ

تېره ورځ امریکا د فوټبال د نړیوال جام اتله سوه.

د امریکا د ښځو فوټبال لوبډلي د ۲۰۱۹ کال د ښځینه وو فوټبال نړیوال جام اتلولي ترلاسه کړل. پرون په فرانسه کي د ښځو د نړیوال جام په پایلوبه کي هالینډ (نیدرلینډ) د امریکايي لوبډلي څخه ۲ پر صفر ماته وخوړه او د جام دوهم مقام لوبډله سوه. په نیمه پایلوبو کي له امریکايي او هالینډ لوبډلو څخه د سویډن او انګلینډ لوبډلو ماتې وخوړې. د پایلوبي څخه مخکي د سویډن او انګلینډ د لوبډلو … نور ولولئ

سپورټ

لیونل میسي په تېرو ۱۴ کلنو کي د خپل هیواد لپاره ۱۳ ګولونه لګولي.

نړیوال مشهور فوټبال لوبغاړی لیونل میسي د خپل هیواد ارجنټاین لپاره په تېرو ۲۴ کلنو او اوو جامونو کي ۱۳ ګولونه وهلي دي او یو جام یې هم خپلي لوبډلي ته نه دئ ګټلئ. لیونل میسي د ۲۰۱۹م کال په کوپا امریکا سیالو کي هم ارجنټاین لوبډله مخکي نه بوتله او په نیمه پایلوبه کي یې د کوربه برازیل څخه ۲ پر صفر ماته وخوړه. میسي په ۲۰۰۶، ۲۰۱۰، ۲۰۱۴ او ۲۰۱۸ میلادي کلنو کي … نور ولولئ

سپورټ

کرکیټ؛ د افغانستان غوره لیګ یا APL د دوهم ځل لپاره ترسره کیږي.

د افغانستان کرکیټ بورډ خبر ورکوي، چي د افغانستان شل اوریز غوره لیګ یا APL به د دوهم ځل لپاره پیل سي. د کرکیټ بورډ لخوا په خپاره سوي، خبر کي راغلي چي دا لیګ به د روان عیسوي کال د اکتوبر په میاشت کي پیل سي. په خبر کي راغلي چي په لیګ کي به د مخکي په څېر پنځه لوبډلي او ترمنځ به یې ۲۴ لوبي وي، خو د ځای په اړه یې … نور ولولئ

رسنۍ

کرکیټ؛ د نړیوال جام وروسته، د افغانستان راتلونکي نړیوالي لوبي معلومي سوې.

د افغانستان کرکیټ بورډ تازه خبر ورکوي، چي ملي لوبډله به د روان عیسوی کال د سپټمبر په میاشت کي بنګله دېش ته ولاړه سي او هلته به د مثلث په نامه د شل اوریزو لوبو درې اړخیز سریز کي ونډه واخلي. په دې درې اړخیز سریز کي به بنګله دېش کوربه وي او د زیمبابوې ترڅنګ به درې سره لوبډلي یو د بل پر وړاندي شل اوریز سریز ترسره کړي. په یاد سریز کي … نور ولولئ

سپورټ

جالیبه نه ده؟ په کرکیټ نړیوال جام کي یوازي یو لوبډلمشر توپ اچوونکئ دئ.

کرکیټ د فوټبال په پرتله یو د ښه ذهن او ښه فکر کڼترولوونکې لوبه ده، چي تر ډېره دا کار په کرکیټ کي د توپ وهونکو په برخه وي. په کرکیټ لوبډله کي دا مسؤلیت ځکه د توپ وهونکي او یا الراونډر وي، چي هغه د توپ اچوونکي په پرتله جسماً په لوبه کي هوسا وي او لوبه ښه کنټرولولای سي او رهبري کوي یې. لوبډلمشري یو ډېر سخت کار دئ، چي د لوبي په … نور ولولئ

سپورټ

شپږيزه کرکیټ لیګ د افغانستان د آزادۍ د بیرته اخیستلو د لمانځني په ورځ بیا پیلیږي.

د افغانستان کرکیټ بورډ خبر ورکوي، چي د شپږم پړاو شپږیزه کرکیټ لیګ به د روان عيسوي کال د اګسټ په میاشت کي پیل سي. د بورډ د خبر پر اساس چي په دي لیګ به شپږ لوبډلي ولوبیږي. دا لوبډلي به د تېر په څېر د کابل بازان، سپین غر زمریان، بندامیرښاماران، د بست ساتونکي، میس عینک اتلان او د امو نهنګان په نومونو وي. د افغانستان کرکيټ بورډ د شپږیزي لیګ کمېټې غړي … نور ولولئ

سپورټ

فوټسال؛ چاپان ایران ته سخته ماته ورکړه او د افغانستان سره پایلوبي ته ووتئ.

د آسیا ۲۰ کلنو فوټسال جام په لړ کي نن دوې لوبډلي چاپان او افغانستان پایلوبي ته ووتلې. نن دوې نیمه پایلوبي ترسره سوې، چي په لومړۍ لوبه کي افغانستان اندونیزیا ته ۴ پر ۳ ماتي ورکولو سره د یاد جام پایلوبي ته په لومړي ځل لاره پیدا کړه. په دوهمه نیمه پایلوبه کي د چاپان ۲۰ کلني فوټسال لوبډلي ایرانۍ لوبډلي ته ۸ پر ۴ سخته او ستره ماته ورکړه او د افغان ۲۰ … نور ولولئ

سپورټ

فوټسال؛ افغان ۲۰ کلنه ملي لوبډله د آسیا جام نیمه پای لوبو ته ووتل.

افغان فوټسال ۲۰ کلني ملي لوبډلي نن په دوهم پړاو کي ټایلینډ فوټسال ۲۰ کلني ملي لوبډلي ته ۳ پر ۲ ماتي ورکولو سره د آسیا جام نیمه پای لوبي ته ووتل. افغان لوبډله راتلونکې پنج شنبه په نیمه پای لوبه کي د اندونیزیا پر وړاندي لوبیږي. افغان لوبډلي په ګروپي لوبو کي هانکانګ ته ماته ورکړه، خو له ایران فوټسال لوبډلي څخه یې ماته وخوړه. په دوهم پړاو لوبه کي یې نن ټايلینډ مات … نور ولولئ

سپورټ

کرکیټ؛ د نړیوال جام تر ټولو ستره سیالي، هند او پاکستان.

د سږ فصل پنځوس اوریز کرکیټ نړیوال ۲۲مه لوبه د هند او پاکستان ترمنځ د انګلینډ په مانچسټر ښار کي ترسره کیږي. ددې لوبي جالیبوالی: ددې لوبي لومړی جالیبوالی دادئ، چي دا لوبه په یکشنبه (سبا) ترسره کیږي، چي د اونۍ دا ورځ په دواړو هیوادونو کي عمومي رخصتي ده، لکه دلته چي د جمعې ورځ ده. ۲- د دې لوبي لپاره د لوبغالي ټکټونه ټوله خرڅ سوي دي، خو د تور بازار له لاري … نور ولولئ