سپورټ

افغان غوره لیګ؛ د سیمرغ البرز لوبډلي لپاره د غوراوي سیالۍ پیل سوې.

د افغانستان فوټبال فدراسیون خبر ورکړئ، چي ډېر ژر به د افغان فوټبال غوره لیګ اتم فصل پیل سي. ددې لیګ لپاره د لوبډلو د غوراوي سیاليو په لړ کي بلخ دریم زون سو، چي د سیمرغ البرز د لوبډلي لپاره یې د غوره لوبغاړو د انتخاب سیالۍ پیل کړې. په دې سیالیو کي د سمنګان، جوزجان، او سرپل ولایتونو ترڅنګ د بلخ څخه دوې لوبډلي لوبیږي. له دې مخکي د میوند اتلانو لوبډلي لپاره … نور ولولئ

سپورټ

افغان تنکي فوټبال لوبغاړو د مرکزي آسیا سیالیو لپاره تمرینات پیل کړي دي.

افغان ۱۶کلنه فوټبال ملي لوبډلي تاجکستان هیواد ته په خپل نوي سفر کي د مرکزي آسیا په سیالیو کي برخه اخلي. دا سیالي د رواني جولای میاشتۍ په وروستیو کي پیليږي، چي د کوربه تاجکستان ترڅنګ پکښي قرغزستان، ازبکستان، ایران، افغانستان او ترکمنستان ۱۶ کلني ملي لوبډلي لوبیږي. افغان ۱۶کلنه لوبډله خپله لومړۍ لوبه د جولای میاشتي پر ۲۶مه نېټه د ترکمنستان خلاف ترسره کوي. ددې سیالیو څخه به غوره سوي لوبډلي د آسیا ۱۶کلنو … نور ولولئ

سپورټ

د پایلوبي لومړۍ پاڼۍ؛ نیوزلینډ د جام لپاره انګلینډ ته پوره توپ وهنه وکړه.

د پنځوس اوریز کرکیټ نړیوال جام په پایلوبه کي نیوزلینډ د ټولو اورونو په لوبولو او د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره انګلیستان ته ۲۴۲ د منډو هدف ورکړ. د لوبي ټاس نیوزلینډ وګټئ او انګلینډي لوبغاړي یې توپ وهني ته راوبلل. د نیوزلینډ لپاره په توپ وهنه نیکالس ۵۵، لټهم ۴۷، لوبډلمشر ویلیمسن ۳۰، ګبټیل او نیشام ۱۹،۱۹، ګرینډهم ۱۶، ټایلر ۱۵، سنټنر ۵، هینري ۴ او بولټ یوه منډه ترسره کړه. ددې منډو … نور ولولئ

سپورټ

داځل داسي یو هیواد نړیوال جام ګټي، چي تراوسه یې دا جام نه دئ وړئ.

انګلینډ او نیوزلینډ هغه هیوادونه چي تراوسه یې پنځوس اوریز نړیوال جام نه دئ ګټلئ، خو دا ځل به یو هیواد خپل تاریخ جوړوي. که څه هم کرکیټ لوبه په انګلینډ کي اختراع سوې ده، خو له ۲۷ کلنو وروسته انګلیستان د پنځوس اوریز جام پایلوبي ته وتلئ، خو د یوداسي لوبډلي سره چي هغې هم دا نړیوال جام نه دئ ګټلئ. انګلینډ د روان نړیوال جام دریمه او نیوزلینډ څلورمه لوبډله ده، چي دواړو … نور ولولئ

سپورټ

په کندهار کي د خپلواکۍ د سلمي کلیزي په ویاړ د فوټسال سیالۍ پیل سوې.

په کندهار ولایت کي د فوټسال لوبي د غوره تنکي لوبغاړو څخه د ۸ منتخبو لوبډلو ترمنځ د یادي لوبي لیګ پیل سو. د کندهار د فوټسال کمېټې مسؤلین وايي چي په ورته وخت کي د ۶۵ نورو لوبډلو ترمنځ هم د یادي لوبي سیالۍ پیل سوي دي. د دوی په وینا چي د دواړو ټورنمنټونو څخه یې هدف د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو د سلمي کلیزي ښه لمانځل دي. دوی زیاتوي، چي … نور ولولئ

افغانستان

ولسمشر غني: د کرکیټ بورډ د ستونزو په اړه دي جدي او ژر اقدامات وسي.

نن د هیواد ولسمشر محمداشرف غني په ارګ ماڼۍ کي د کرکیټ بورډ له غړو سره وکتل او د کرکیټ بورډ د روان وضعیت په اړه یې له غړو څخه راپور وارېدئ. د کرکیټ بورډ غړو ولسمشر ته وویل چي د د ۲۰۱۹م کال د پنځوس اوریز نړیوال جام په جریان کي او وروسته تر هغه د لوبډلي وضعیت وارزول سو. دوی زیاته کړه، چي د ملي لوبډلي د ښه کېدو لپاره یو لړ اقدامات … نور ولولئ

سپورټ

ګلبدین نایب هم غواړي، چي د کرکیټ بورډ ناخوالي ووايي.

د افغانستان کرکیټ بورډ ناندرۍ او ناخوالي هغه وخت پیل سوې، له کومي چي اصغر له لوبډلمشرۍ لیري او پر ځای یې ګلبدین نایب وټاکل سو. نن ګلبدین نایب په ټویټر کي لیکلي چي لوبډلمشري یو لوی مسؤلیت دئ او زه به د کرکیټ بورډ هغه ناخوالي چي رامنځ ته سوي د حل لارو سره یې بیان کړم. نوموړي داسي ټویټ کړئ: تېره ورځ د بورډ د اجرائیه ریاست لپاره د کرکیټ بورډ نویو ټاکل … نور ولولئ

سپورټ

د افغان غوره لیګ ۸ فصل به ډېر ژر پیل سي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون خبر ورکوي، چي د افغان فوټبال غوره لیګ به ډېر ژر پیل سي. د فدراسیون د معلوماتو پر اساس اوس مهال د یاد لیګ د اتو لوبډلو د ترتیبونو لپاره په مختلفو ولایاتو کي د غوراوي لوبي شروع دي. د افغان غوره لیګ چي په ۱۳۹۱ لمریز کال کي رامنځ ته سو، تر اوسه پکښي د هیواد د اتو زونونو څخه شاهین آسمايي، د میوند اتلان، د آباسین څپې، طوفان … نور ولولئ

سپورټ

کرکیټ بورډ افتاب عالم ته سزا واورول، خو افتاب یې نه مني.

د افغانستان کرکیټ بورډ خبر ورکوي، چي افتاب عالم یو کال د کرکیټ د ټولو لوبو څخه محروم سو. د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي دا ځوان تېز توپ اچوونکی د پنځوس اوریز نړیوال جام پر مهال د کرکیټ بورډ او کرکیټ نړیوالي شورا د اصولو او مقرراتو څخه پښه اړولې او له دې بندیز سره مخ سو. خو افتاب عالم پر خپل فېسبوک پاڼي لیکي، چي بورډ ورسره ظلم کړئ او دده په مخکي … نور ولولئ

سپورټ

د کوپا امریکا جام برازیل وګټئ.

نن د امریکا د لويي وچي په سطحه د کوپا امریکا فوټبال جام اتلولي کوربه برازیل وګټل. ددې جام په پای لوبه کي د برازیل فوټبال ملي لوبډلي د پیرو هیواد ملي لوبډلي ته ۳ پر یو ماته ورکړه او پایلوبه یې ځیني وګټل. پیرو هیواد وروسته له ۴۴ کلنو د یاد جام پایلوبي ته وتلی وو، خو اتلولي یې ترلاسه نه کړه. د کوپا امریکا جام په نیمه پایلوبو کي برازیل ارجنټاین ۲ پر … نور ولولئ