ټولنیز ژوند

په مېندو پورې تړلیو نارینه وو سره باید څه وکړو؟

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي له دغي مقالې مو هدف د هغو نارينه وو سره د روش او کړنلارو انتخابول دي چي په مېندو پوري تړلي يا وابسته دي. زموږ په افغاني ټولنه کي لا هم له دغه مشکله ډېري ماینې ګاني ځورېږي. دمخه تر دې چي ماینې ګاني د خپلو زړونو غوټي خلاصي کړي او د ارمان و فغان ساړه آهونه وباسي او ووايي: له ګذارې او صبر و تحمله پرته نو بله کومه … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

څه وخت باید له خپلې نامزادۍ (کوزدې) تېر شئ؟

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي نامزادي د شناخت او پېژندګلوۍ دوره ده او په دغه دوره کي هره نجلۍ او هر هلک فرصت لري پوه سي چي څوندي یو د بل په درد دوا کېږي او څوندي یو او بل ته سره نژدې دي او کولای سي چي د نامزادۍ دغه اړیکه په رسمي واده بدله کړي یا ئې بدله نه کړي. خو څنګه پوهېدلای سو چي زموږ نامزادي له ماتي سره مخامخ ده او … نور ولولئ

کلتور او هنر

ولي په واده کې فرهنګي یوشان والی او برابروالی مهم دی؟

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي له شک پرته واده د هر انسان په ژوند کي له خورا لویو او مهمو پېښو څخه دئ او د واده بریالیتوب یا ماتې پکښي ټاکونکی او سرنوشت سازه رول لري. واده او ګډ ژوند هاله مثمر، ګټور او پایداره وي چي پکښي دوه طرفه روحیات، غریزې او طرز تفکرات ئې یو و بل ته سره نژدې وي. ګنې نو، د یوځای والي او وحدت رسۍ ئې کمزورې کېږي او … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

په ګډ ژوند کې د صداقت دلایل او د بې صداقتۍ پایلي!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي په ګډ ژوند کي رښتینواله او صداقت خورا مهم رکن دئ. په ګډ ژوند کي د صداقت دوه مهم دلایل عبارت دي له: اول، د مېړه او ماینې ترمنځ د تفاهم او توافق له پاره لاره مساعدوي او دوهم، مېړه او ماینې ته نېکمرغي او خوشحالي ور په برخه کوي. صداقت سبب کېږي کله چي مېړه يا ماینه د کومي مسئلې یا موضوع په اړه تفاهم نه لري په صادقانه … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

ولې ځیني خلک ډېر بريالي وي؟

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي بريالیتوب او کاميابي هغه څه دي چي په ژوند کې هر انسان هیله لري. خو آیا تر اوسه مو پر دغه موضوع فکر کړی دئ چي ولي ځیني کسان هر څوندي چي هم کوښښ کوي څو خپل هدف او هغه څه ته چي په خپلو ذهنو کې تصور کړي دي نه رسېږي، خو په مقابل کې ځیني داسي کسان هم سته چي په هره برخه کي چي فعالیت کوي بریالیتوب … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

په اعدادو کې د خوشحالۍ پر راز پوهیدلي یاست؟!

او راټولونه: نوراحمد فضلي آیا خوښېږي مو چي خوشحاله اوسئ؟ دغه هدف په آسانۍ سره ۲، ۵، ۱۱، ۱۵، ۲۰، او ۴۳ دئ! کله چي ژوند درباندي سختېږي، فقط پر یادو اعدادو تکیه وکړئ. آیا درته سخت سوي دي چي د روغتیا، کار، او شخصي علاقمندیو اړوند اهداف مو په يوه ورځ کي ځای کړئ؟ کله چي ژوند درباندي سختېږي، یوازي د خپل چانس پر اعدادو تکیه وکړئ. زه تاسي د اعدادو کومي ذهني لوبي … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د مېړه او میرمنې ترمنځ د سوء تفاهمونو د لېري کولو له پاره ۷ مهم ټکي

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي پروانې او زعفران له دوو کلونو راهیسي واده سره کړی دئ. د پروانې وظیفه داسي ده چي د اونۍ شپږ ورځي باید په سفر وزي او یوازي د اونۍ په وروستنۍ ورځ کي کور ته راځي، او خورا ډېره استراحت ته اړتیا لري. هغه له خپلو منفردو کارونو لکه د کتاب مطالعه او ځغاستي څخه ډېر خوند آخلي. خو زعفران د اونۍ تر پایه بېخي ډېر په پروانې پسي دیغېږي … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

څنګه یو همدله غوږ نیوونکي اوسئ؟ ۸ حللارې دلته ولولئ!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي ډېری کسان فکر کوي چي دوئ ښه غوږ نیوونکي دي خو په حقیقت کي دوئ ښه غوږ نیوونکي نه وي. څېړونو ښوولې ده چي افراد یوازي ۱۷ ثانیې د نورو خبرو ته غوږ ږدي… دا د ټولو انسانانو مشترکه فطري اړتیا ده چي د خپلو خبرو ور اورولو ته ښه غوږ نیوونکي ولري. ښه غوږ نیول هنر دئ. په حقیقت کي غوږ کېدل د خبرو کولو په نسبت دوه چنده … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

هېره؛ لاملونه او د درملني حل لارې یې!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي تر اوسه مو پام کړی دئ چي څوندي په آسانۍ سره د ۲۰ کلونو په هاخوا غزله یا د شعر متن در په یادوئ، خو د یوه خاص کس نوم مو له تېري اونۍ څخه تر اوسه هېر دئ؟ د ماشومتوب او ځوانۍ د وخت غزلي او شعرونه له احساساتو سره زموږ په حافظو پسي نښلېدلي دي او نه بېلېدونکي دي. پخواني یادوونه په خورا عمیق ډول زموږ مغزو ته … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

څومره د خپل ژوند په ملګري پوري تړلي ياست؟

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي که تاسي هم له هغو کسانو څخه ياست چي ګډ ژوند يو روح او دوه جسمه بولي دغه لیکنه ستاسي له پاره ده. تاسي یو ګډ ژوند لرئ او تر کومه چي د دوو کسانو په اړیکه او تعامل پوري اړوند وي مشترک او ګډ ژوند شمېرل کېږي. له دې هاخوا، تاسي هر یو/ه د متفاوتو غوښتنو، علاقمندیو او ځانګړو روحیاتو درلودونکي ياست چي لزوماً ستاسي د ژوند د ملګري … نور ولولئ