Advertisements
سپورټ نړیوال کرکټ

د اسټراليا کريکټ بورډ د کال غوره لوبغاړي په ايوارډونو وستايله!

لیکنه: مدثر دعوت

ليکنه: مدثر دعوت

د اسټراليا کريکټ بورډ هغو اسټرالياوي کريکټرانو ته ايوارډونه او مډالونه ورکړه چي تر نورو ښه ځليدلي.

تيره ورځ د کريکټ نړيوالي شورا اړوند کريک انفو څانګي هم په نړيواله سطحه کريکټرانو ته ايوارډونه ورکړه.

ډيويډ وارنر د دريم ځل لپاره د الن بارډر او ايلايز پيري د دويم ځل لپاره د بلينډا کلارک په نوم د اسټراليا د کريکټ بورډ له لوري معتبر ميډالونه وګټله.

د اسټراليا د کريکټ کلني ايوارډونو ننداره چي په ميلبورن کي جوړه سوې وه وارنر د ميډال اخيستلو پر وخت چي د سټيو سميت له لوري ورکول کيدی خپله ژړا پټوله .

ايلايز پيري هم تعجب اووره وه،ځکه ددې د لوبډلي بلي ملګري اليزا هيلي ته د يو ورځنيو او او شل اووريزو لوبو د غوره ښځينه لوبغاړي ايوارډونه لا له وړاندي ورکول سوي وه.

د ۲۰۲۰ز کال غوره جايزو ګټوونکو کريکټرانو نوملړ په لاندي ډول دي:

۱_ د يو ورځنيو لوبو د کال غوره کريکټر جايزه اررون فينچ ته ورکول سوه.

۲_ د يو ورځنيو لوبو د کال غوره ښځينه کريکټري ايوارډ اليزا هيلي ته ورکړل سو.

۳_ د هال اف فام د غوره روزونکي جايزه شارون ټريډريا ته ورکړل سوه.

۴_ د بيټي ويلسن په نوم د ځوان کريکټر ايوارډ تايلا ولایمینک ته ورکړل سو.

۵_ د براډمن په نوم د ځوان کريکټر جايزه ويس اګار ته ورکړل سوه.

۶_ د ټيسټ کريکټ غوره لوبغاړي ايوارډ مارنوس لابوشاني ته ورکړل سو.

۷_ د کورني کريکټ غوره لوبغاړي ايوارډ شاون مارش ته ورکړل سو.

۸_ د شل اووريزو لوبو غوره ښځينه کريکټري ايوارډ اليزا هيلي ته ورکړل سو.

۹_ د شل اووريزو لوبو د غوره نارينه کريکټر ايوارډ ډيوډيد وارنر ته ورکړل سو.

۱۰_ د بلينډا کلارک په نوم ايوارډ ايلايز پيري ته ورکړل سو.

۱۱_ د الن بارډر په نوم مډال ډيويډ وارنر ته ورکړل سو.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ