سپورټ کرکټ

د اسټرالیا ښځینه بېګ لیګ مهم پړاو ته نږدې شوی

 

د اسټرالیا ښځينه بېګ باش کرکټ لیګ چې د اکټوبر په ۲۵ مه د اته لوبډلو په ګډون پیل شوی دی، مهم پړاو ته نږدې شوی دی.

یاد لیګ د نومبر په ۲۸ مه پای ته رسېږي.

په دې لیګ کې د یکشنبې په ورځ د نومبر په ۱۵ مه اته لوبډلې ولوبېږي، چې څلور پکې بریالۍ شوې او څلور نورې مغلوبې شوې.

په ۳۷ مه لوبه کې اډیلایډ سټرایکرز، سېډني سېکسرز ته په ۱۴ منډو ماته ورکړه، ۳۸ مه لوبه کې برېسبېن هیټ هوبرټ هرېکېنز ته په ۱۰ وېکټو ماته ورکړه، په ۳۹ مه لوبه کې پېرت سکارچرز، سېډني تندر ته په ۳۴ منډو ماته ورکړه او ۴۰ مه لوبه کې د مېلبورن رېنېګېډز او مېلبورن سټارز منډې مساوي شوې او لوبه سوپر اوور ته ووته.

په سوپر اوور کې مېلبورن رېنېګېډز بریا خپله کړه.

د دوشنبې په ورځ یاد لیګ کې لوبې نشته؛ خو د سه شنبې په ورځ پکې اته لوبډلې یو ځل بیا د یو بل پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

راتلونکې چهارشنبه هم اته واړه لوبډلې لوبه کوي.

د نومرو جدول او د لوبډلو مقامونه:

مېلبورن سټارز کرکټ لوبډله د ۱۵ نومرو په لرلو سره لومړي مقام کې ده، پېرت سکارچرز د ۱۲ نومرو لرولو سره دویم ده، برېسبین هیټ لوبډله د ۱۰ نومرو په لرلو سره درېیم ده، سېډني تندر د لس نومرو په اخېستلو سره څلورم ده، سېډني سېکسرز د لس نومرو په ترلاسه کولو سره پنځم ده، اډیلایډ سټرایکرز د ۹ نومرو په لرلو سره شپږم ده، هوبرټ هرېکېنز ۸ نومرو په لرلو سره اووم مقام کې ده او مېلبورن رېنېګېډز د ۴ نومرو په اخېستلو سره اتم ځای کې ده.

د بېګ باش ښځينه لیګ پړاوونه او اتلې لوبډلې

۲۰۱۵ کې یې لومړی پړاو سېډني تندر وګاټه او پایلوبه کې یې سېډني سېکسرز ته په درې وېکټو ماته ورکړه.

۲۰۱۶ کې یې اتلولي سېډني سېکسرز وګټله او پایلوبه کې یې پېرت سکارچرز ته په ۷ منډو ماته ورکړه.

۲۰۱۷ کې هم سېډني سېکسرز اتلولي وګټله او پایلوبه کې یې پېرت سکارچرز ته په ۹ وېکټو ماته ورکړه.

۲۰۱۸ کې یې اتلولي برېسبین هیټ لوبډلې وګټله او په درې وېکټو یې سېډني سېکسرز ته ماته ورکړه.

۲۰۱۹ کې یې هم اتلولي برېسبین هیټ وګټله او په ۶ وېکټو یې اډیلایډ سټرایکرز ته ماته ورکړه.

سږ کال یې شپږم پړاو دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ