د اسټرالیا کريکټ بورډ، هندي لوبغاړو ته اخطار ورکړی

د هندوستان کريکټ لوبډلې د اسټرالیا کريکټ بورډ لخوا سخت او شدید اخطار ترلاسه کړی.
د اسټرالیا او هندوستان درېیمه ټېسټ لوبه په سېډني ښار کې ترسره کېږي او د جنوري په ۷ مه نېټه پیلیېږي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ وروستۍ او څلورمه ټېسټ لوبه په برېسبېن سیمه کې پلان شوې ده.
د اسټرالیا د کوینزلېنډ سیمې د قانون جوړونې اسمبلي یا ټولنه وایي، که چېري هندوستانی اړخ ټول قوانین او اصول پر ځای نه کړي، نو د لوبېدو اجازه به ورنه کړي.
دوی وایي د هندوستان لوبغاړو قرنطین نه دی مراعت کړی او کوم عهد چې شوی، چې باید اړوند تدابیر مراعت شي، په هغې د هندوستان لوبډلې سر نه دی ګروولی.
د هندوستان په لوبډله کې هم یوې سرچینې ویلي، چې د دوی عادي روغتیا د بې احتیاطۍ له وجې له خطر سره مخ کېدای شي.
هره لوبډله مکلفه ده، چې د لوبېدو په سیمه کې د قرنطین مرحله تېره کړي، د هند او اسټرالیا ترمنځ دویمه ټېسټ لوبه د ډېسمبر په ۲۸ مه پای ته ورسېده او بله لوبه د جنوري په ۲۷ مه کوي، په دې وقفې وخت کې باید دواړه لوري له اضافه ګرځېدلو او د تمرین پرمهال د عادي نږدې کېدلو څخه ډډه وکړي.
دوی باید له لوبو وړاندې د کرونا ټېسټونه وکړي، ترڅو یې پایله منفي شي.
د اسټرالیا د برېسبین او کوینز لېنډ سیمې مقننه چارواکې اغلې راس بېټس ویلي، که هندوستانی اړخ د اصولو او پروتوکول مطابق لوبه نه کوي، نو بیا دې د لوبو لپاره نه راځي.
هغې وویل، چې « ما د هندوستان ټیم ته خبر ورکړ، چې قرنطین مراعت کړي او د محدودیتونو په شتون کې لوبې مخته یوسي».
د اسټرالیا د کوینزلېنډ سیمې د ورزش وزیر ټېم مانډر ویلي، چې اصول په هره لوبډله تطبیقيږي، د اسټرالیا لوبډله هم دا اصول مراعتوي او د هندوستان لوبډله هم باید شکایت ونه وکړي.
څه موده وړاندې د هندوستان د جدیجا او رېشاب پنټ د ناسمې روغتیا په اړه خبرونه خپاره شول.
جدیجا کې د کرونا مشکوکې نښې لیدل شوې وې.
خو د هندوستان د کرکټ بورډ چارواکي وایي، چې د دوی هر لوبغاړی اصول مراعتوي او پر ټولو لوبغاړو له تېرو شپږو میاشتو راهیسې قرنطین تطبیقیږي.
د اسټرالیا او هندوستان دوه پاتې ټېسټ لوبې او برخلیک
دواړو لوبډلو لومړۍ دوه لوبې ترسره کړي، لومړۍ لوبه اسټرالیا په ۸ وېکټو وګټله او دویمه ټېسټ لوبه هندوستان په اته وېکټو خپله کړه.
هره لوبډله چې درېیمه ټېسټ لوبه کې بری خپل کړي، نو وروستۍ لوبه برخلیک ټاکونکې کېږي، که هندوستان درېیمه لوبه وګټي، بیا هم د سیریز ګټونکې نه بلل کېږي او که اسټرالیا یې وګټي، هغه هم د لوبلړۍ ګټونکې نه بلل کېږي.
نو په څلورو لوبو کې باید یوه لوبډله درې وګټي، ترڅو یې سیریز په بري حساب شي.
که هندوستان دوه لوبې وګټي او وروستۍ لوبه باران لغوه کړي، نو بیا لوبلړۍ د هندوستان په ګټه حسابېږي، په ۲۰۱۸ کې همداسې وشول، چې په څلورو لوبو کې دوه هندوستان وګټلې، یوه استرالیا وګټله او وروستۍ لوبه بې پایلې شوه، نو سیریز د هند په ګټه شو.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي