اسټرالیا د ویسټ انډیز پر وړاندې لوبو ته لوبډله اعلان کړه

د اسټرالیا کرکټ بورډ د دوشنبې په ورځ د مې په ۱۷مه ۲۳ کسیزه لوبډله اعلان کړه او د جولای په میاشت کې به د په سېنټ لوشیا او باربادوس کې د ویسټ انډیز پر وړاندې شل اوریزې او یو ورځنۍ لوبې وکړي.

په لوبډله کې اته هغه لوبغاړي هم شامل دي، چې په مارچ میاشت کې په نیوزیلېنډ کې د نیوزیلېنډ پر وړاندې لوبلړۍ کې نه وو لوبېدلي.

اسټرالیا به له ویسټ انډیز سره پنځه شل اوریزې او درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي.

د اسټرالیا ټېسټ لوبو لوبډله

سټېف سمېت، ډېوېډ وارنر، پټ کمېنس، مېچل سټارک، جاش هزل ووډ، مایسیس هېنرېکېز، الېکس کېري، مېچل سوېپسن.

د دې سربېره ځېنې نور لوبغاړي هم د ټېسټ لوبو لپاره غوره کېږي.

دوی د ټېسټ لوبو لپاره انتخاب شوي دي.

ښایي اسټرالیا له افریقا سره ټېسټ لوبې ترسره کړي.

د ویسټ انډیز لوبو ته د اسټرالیا سکواډ

اېرون فېنچ لوبډلمشر، اشټن اګر، جېسن بهرېنډورف، الېکس کېري، پټ کمېنس، جاش هزل ووډ، مایسیس هېنرېکېز، مېچل مارش، ګلېن مکسوېل، رایلي مېرېدېت، جاش فېلېپی، جای ریچارډسن، کېن ریچارډسن، تنویر سنګا، ډارشي شارټ، سټېف سمېت، مېچل سټارک، مارکس سټاینېس، مېچل سوېپسن، انډریو ټای، متیو وېډ، ډېوېډ وارنر او اډم زمپا.

سوېپسن، اډم زمپا او تنویرسنګا تېره مارچ میاشت کې نیوزیلېنډ ته د لوبو لپاره تللي وو، خو بیا په لوبو کې ونه لوبېدل.

د ویسټ انډیز او اسټرالیا یو ورځنیو لوبو حال

ویسټ انډیز او اسټرالیا ۱۳۹ یو ورځنۍ لوبې کړي، چې ۷۳ اسټرالیا ګټلي، ۶۰ ویسټ انډیز، ۳ لوبې مساوي شوي او درې بې پایلې شوي دي.

دواړو لوبډلو ۲۲ شل اوریزې لوبې هم کړي، چې ۱۰ اسټرالیا او ۱۲ ویسټ انډیز ګټلي دي.

 




سبا د ټیست نړیوالې اتلولۍ پایلوبه پيلیږي

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د ټیسټ نړیوالې اتلولې پایلوبې ته هند او نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلو لاره پيداکړې، چې د یادو هیوادونو کرکټ بورډونو یادي پایلوبې ته خپلې لوبډلې اعلان کړې.  د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه د کرکټ نړیوالې ... نور ولولئ