خبريال: مدثر دعوت
وروسته له څلورو کلونو اسټرالياوۍ لوبډله د بنګلديش هيواد ته د لوبو لپاره ځي.
تر ۲۰۱۷ز را وروسته به دا لومړی ځل وي چې بنګلدېش کريکټ لوبډله د اسټراليا کوربتوب کوي.
د کريک انفو د خبر له مخې د روان کال تر وروستيو پورې اسټراليا ټيسټ لوبه نلري او نه هم بنګلدېش ته د ټيسټ لوبو لپاره ځي بلکې غواړي د شل اووريز نړيوال جام لپاره د بنګلدېش سره شل اووريزي او تمريناتي لوبې ترسره کړي.
دا لنډ سفر شايد ددې لپاره وي چې د ۲۰۲۰ز ځنډول سوی شل اووريز نړيوال جام چې بايد اسټراليا يې کوربه وای خو په هندوستان ترسره کيږي او اوس اسټراليا غواړي د هند په ګاونډ کې د بنګلدېش سره لوبي وکړي تر څو د هوا او پيچونو سره لاهم عادت سي.
دا لوبي د سږکال په وروستيو کې تر شل اووريز نړيوال جام مخکي ترسره کېږي خو لايې هم دقيقه نېټه نده مالومه.
تر شل اووريز نړيوال جام مخکي بنګلديش د انګلستان سره هم څلور شل اووريز لوبي لري چې بنګلدېش به يې کوربه وي.
اسټراليا تر راتلونکي ګرمۍ موسم پوري ټيسټ لوبې نلري خو داسي ښکاري چې تر اشيز لوبو وړاندي به پخپل کوربتوب يوازنۍ ټيسټ لوبه ترسره کړي کوم چې د افغانستان کريکټ بورډ ويلي وه چې شايد په راتلونکي نومبر مياشت کې ترسره سي.