
لیکنه: بهار سمسور
د وخت دغه پیاوړي توپ اچونکي رسنیو ته تائید کړې ده چې ډاکټرانو ورته ویلي ستا صحت نور د دې جوګه نه دی تر څو کرکیټ ته ادامه ورکړې. ویل کیږي چې هسټيېنګ د پښتورګو پر ناروغۍ اخته دی.
هسټېنګ سیډني مارنېنګ ( سیډني سهار) رسنۍ ته ویلي زه تر پرونه د ډاکټرانو د معاینې وروسته هو او نه ځواب ته په تمه وم او دا ډېره سخته ده چې ماته يې منفي ځواب راکړ.
جهان هسټېنګ د اسټرالیا په تجاراتي لوبو بي بي اېل کې د میلبرن سټارز لپاره اووه پړاونه لوبولي او د ۲۰۱۷/۱۸ کلونو په پړاونو کې د دغې لوبډلې لوبډله مشر هم و.
باید وویل شي چې په دې وروستیو ډیرو نورو پیاوړو لوبغاړو هم له کرکټ سره مخه ښه وکړه، خو د هسټېنګ توپیر دا دی چې دی د مجبورۍ چې ناروغي ده، نور کرکټ نه شي کولی.
د جنوبي افریقا پیاوړی توپوهونکی اې بي ډیویلرز هم هغه مشهور لوبغاړی دی چې په دې وروستیو کې یې له نړیوال کرکټ سره مخه ښه کړې.