جاش هزل ووډ د اسټرالیا غوراوي کمېټې نه ګېله من دی

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د اسټرالیا چټک توپ اچوونکی جاش هزل ووډ، چې له کابو څلورو میاشتو راهیسې اسټرالیا لپآره نه دی لوبېدلی اوس د اسټرالیا غوراوي کمېټې څخه ګیله من دی او وایي دی یې د نړیوال جام لپآره په نوملړ کې دوه ځلې له پامه وغورځاوه.
هزل ووډ د جنوري په میاشت کې د اسټرالیا او هندوستان د لوبو پرمهال د ملا په برخه کې ټپي شوی و او پوره ۴ میاشتې یې کرکټ ونه کړ؛ خو اوس هغه بېرته روغ رمټ دی او د اسټرالیا په سکواډ کې نه دی شامل شوی.
دی وایي یو ځل یې د پوره نوملړ څخه ډراپ کړ او بیا یې د جای ریچارډسن له ټپي کېدو وروسته هم زما کیسه راجوړه نه کړه.
جای ریچارډسن هم چټک اسټرالیایي توپ اچوونکی دی، څه موده وړاندې ټپي شو او د نړیوال جام له نوملړ څخه لرې کړل شو؛ خو د هغه پرځای کېن ریچارډسن په نوملړکې شامل کړل شو.
جاش هزل ووډ ویلي دي، باید د جای ریچارډسن پرځای یې دی اخېستی وای؛ خو بیا هم دی له پامه وغورځول شو.
3333 جاش هزل ووډ د اسټرالیا غوراوي کمېټې نه ګېله من دی
د اسټرالیا کرکټ بورډ ویلي هغه باید ملي لوبې ولوبوي او د نړیوال جام څخه وروسته د اشېز په نوم تاریخي ټېسټ لوبې چې له انګلستان سره پېلېږي، باید د هغو لوبو لپاره چمتووالی ونیسي.
بل پلو جاش هزل ووډ وایي دی پوره چمتو دی، چې نړیوال جام کې د اسټرالیا ملا وروتړي.
نوموړي ویلي چې د اسټرالیا په دې ناسمه پرېکړه مایوسه دی.
هزل ووډ ۲۸ کاله عمر لري او فسټ بالردی، چې تر ۱۵۰ پورې سپیډ ویشتلی شي او په پنځوس اوریزو لوبوکې هر مهال د اوپننګ وېکټ غورځوونکی بالر همدا وي.
جاش هزل ووډ د اسټرالیا لپاره ۴۴ یو ورځنۍ لوبې کړي او په دې لوبوکې یې ۷۲ وېکټې اخېستي دي، په یوه لوبه کې یې د ۵۲ منډو په ورکولو سره ۶ وېکټې اخېستل بیسټ یا غوره توپ اچونه ده.
دا ګېلې دلته په افغانستان کې هم شته او شاپور ځدران بیا د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې له خوا نه دی اخېستل شوی، چې وخت نا وخت پر ټولنیزو رسنیو خپلې ګېلې خپروي.