سپورټ نړیوال کرکټ

ډیوېډ وارنر د لوبې په جریان کې نندارچیانو ته تلاشي ورکړه

لیکنه: بهار سمسور

هغوی چې په ټولنه یا نړۍ کې د شهرت پر آس سپاره دي،تر هغوی ډېر باید دې ته متوجې وي،تر څو تېروتنه ترې ونه شي،که څه هم اصطلاح ده،چې سهوه له ژوندیو کیږي؛ولې ځینې کسان بیا په بې غورۍ سره داسې کار وکړي چې هغه یې سالم شهرت ته ضربه ورسوي او د خلکو تر نظر بد راشي.

اسټرالیاوی ډیوېډ وارنر،سټیون سمېت او بینکرافټ هغه نومونه دي چې د کریکټ په نړۍ کې هر مینوال یې اوري او پیژني یې هم.

دوی کال مخکې د جنوبي افریقا خلاف په ټېسټ (ازمایښتي)پینځه ورځینۍ لوبه کې د کریکټ نړیوالې شورا دریم مهم کوډ مات کړ او د توپ خرابونې (بال ټیمپیرېنګ)په قضیه کې مجرم وګڼل شول.

سمېت او وارنر ځوان لوبغاړی بینکرافټ دې ته اماده کړی و، تر څو د لوبې پر وخت په خاص اله باندې د توپ یوه څنډه وګروي ،چې دا بیا د توپ اچونکو سره مرسته کوي،تر څو توپ وهونکي ژر وسوځوي.

images.jpeg-30.jpg
دا صحنه کمیرو ثبت او بار بار تکرار خپره شوه،د لوبې لوبڅار پوښتنه وکړه،دا موضوع تر څیړنې لاندې ونیول شوه او دری سره مجرم وګڼل شول.

د کال زیات کریکټ بندیز او نغدي جرمې وروسته مشهورو کریکټ ستورو سمېت او وارنر د بار،بار بښنې غوښتو سره بیا هم څوک پیدا نه کړل تر څو بښنه یې ومني.

کم و زیات دوه دری ځلې په خبري کنفرانسونو او ناستو کې دوی وژړل او بښنه یې وغوښته،خو اسټرالیاوي ولس/کریکټ مینوالو یې بښنې ته منفي ځواب ورکړ،ځکه دوی نه یوازې دا چې،قانون یې مات کړی و،بلکې د اسټرالیاوي ملت پر احساساتو یې لوبې هم کړې وې.

په هر صورت دوی باندې قانون جاري شو،پرې وضعه شوی قانوني بندیز پای ته ورسیده او یو ځل بیا یې د اسټرالیا د کریکټ ملي لباس پر تن او د ملت په استازوالۍ د سیالۍ ډګر ته د خپل سیال په ماتولو پسې کښته شول.

images.jpeg-32.jpg
د ۲۰۱۹ کال کریکټ نړیوال جام کې د هند او اسټرالیا تر منځ لوبه روانه وه،د لوبې په لړ کې سټیو سمېت یو ښه فیلډېنګ وکړ،خو د لوبغالي له یوې څنډې،چې اکثریت یې هندي مینوال و سمېت ته د غدار او کم اصل خطاب وشو، دا غږ د لوبغالي په نورو برخو کې هم بدرګه شو او شور ځوګ یې جوړ کړ.هندي لوبډلمشر ویرات کوهلي چې توپ وهنه یې کوله په جدي ایشارو سره له مینوالو وغوښتل،تر څو غلي شي او دوی ته یې د لاس په ایشارې سره وویل، چې سمېت ته چکچکې ووهي،همداسې وشول،چې سمېت سمدستي له ویرات کوهلي مننه هم وکړه.

images.jpeg-34.jpg
په دې ورځو کې د کریکټ معتبر سیریز (ایشېز)چې هر کال د انګلستان او اسټرالیا تر منځ کیږي لومړۍ لوبه یې روانه ده،د دې لوبې په جریان کې ډیوېډ وارنر د بونډرۍ لور ته ښکته خوا کې توپ نیونې(فیلډېنګ)ته ولاړ و، خو په لوبغالي کې ناستو تمشچیانو له بد برخورد سره مخ شو.

images.jpeg-28.jpg
مینوالو د وارنر لاسونو ته کتل،چې د توپ خرابونې اله ورسره ده،هغوی په یو ډول غوښتل وارنر تحقیر او وننګوي،په دې توګه وارنر خپل دواړه لاسونه خلاص کړل، تر څو د تمشچیانو لپاره ځان سپین ثابت کړي،خو دا کار ونه شو او اخېر مجبور شو، تر څو د خپل پتلون دواړه جیبونه را بهر کړي،مینوالو ته یې تلاشي ورکړه او په دې توګه یې مینوالو ته په مسکا سره وویل،له ده سره داسې هیڅ هم نشته چې بیا نوموړی له ګواښ سره مخ کړي.

images.jpeg-31.jpg
د مینوالو د تور او تحقیر د غږ سره،سره وارنر هغوی په خپلو دې سپورتي اخلاقو قانع کړل او د خندا صحنه یې رامنځ ته کړه.
په دغه لوبه کې ډیوېډ وارنر ښه توپ وهنه ونه کړه،خو سټیون سمېت بیا د سلیزو په جوړولو بریالی شو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بهار سمسور - خوست کې د یاران ټیم غړی