افغانستان سرسکالو سوله سیاست

اروپايي ټولنه: طالبانو ته مو ویلي چې زموږ ملاتړ په جمهوریت ساتنې پورې اړه لري

لیکنه: بشر درویش
راپور: بشر درویش

افغان ولسمش محمد اشرف غني د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسئول جوزپ بوریل سره ټلیفوني خبرې وکړې.

دا خبرې پرون دوشنبه شوي دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په دې ټلیفوني مکالمه کې جمهوررئیس غني له سولې پروسې، د جمهوریت ارزښتونو او سرتاسري اوربند څخه د اروپايي ټولنې د ملاتړ د اصولي دریځ، مننه وکړه.

دې خبرو کې د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسئول جوزپ بوریل د جمهوري ریاست پر لومړي مرستیال امرالله صالح د تروریستي برید د قربانیانو له کورنیو سره خپله غمشریکي څرګنده کړه.

Turkmenistan wants special relations with Afghanistan | Pajhwok Afghan News

هغه زیاته کړه، د جمهوریت د ارزښتونو د ساتنې او پیاوړتیا او مطلوب هدف لپاره به چې خپلواک، متحد او ډیموکراتیک افغانستان دی، د اروپایي ټولنې دوامداره ملاتړ دوام لري.

سرچینې لیکلي؛ د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسئول وویل:

«موږ خپل دغه پیغام د طالبانو لوري ته هم ویلی چې له افغانستان څخه د اروپایي ټولنې د راتلونکي ملاتړ ډول په دې هیواد کې د جمهوریت د ارزښتونو ساتنې پورې اړه لري.»

هغه زیاته کړه، په پام کې لري له جمهوریت سره د پیوستون اعلانولو او د افغانستان د ملاتړ په موخه په یو مناسب فرصت کې دې هېواد ته سفر وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ