زړه‌راښکونکي شخصیتونه؛ ولې ځينې کسان د خلکو په راخپلولو کې بریالي وي؟

ښايي تاسو هم زما غوندې ځينې داسې کسان پېژنئ چې ډېر ژر خلک ورسره ملګري کېږي او پرې ګرانېږي. داسې خلک چې خپل کارونه لا نه شي منظمولی؛ خو ټول له هغوی سره ځان راحته احساسوي.
دوی څنګه داسې یو کار کوي؟
ایا مورزادي همداسې پیدا شوي؟
کوم ځانکړی تخنیک یې چېرته زده کړی، که څه چل دی؟!
دې لیکنې کې مو د دغو کسانو په اړه لیکلي چې څنګه خلک ځان کوي.
۱-په هغو ځایونو کې چې باید با ادبه واوسي، سم چلن کوي:
د ( هیله کوم!) او ( منننه!) کلیمې هر ځای نه کارول کېږي؛ خو تاسو کولی شئ د دې لپاره چې باشخصیته ښکاره شئ، دا کلیمات ډېر؛ خو پر ځای یې وکاروئ.

۲-وړې وړې ښېګڼې او مینې ستایي:

کله چې څوک له چاسره نیکي وکړي، که څومره وړه هم وي د هغه کس منننه راباندې حق دی. باید یې د دې ښېګڼې مننندوی شو. که چېرې وړه نیکي او لنډه مینه‌ناکه خبره بابېزه وګڼو، یوازې محبوبیت نه بایلو، د بیا نېکۍ چانس هم بایلو؛ ځکه هېڅوک اړ نه دي چې په زور چاته کار وکړي.

۳-چاپړوسي/غوړه مالي نه کوي:

ځيرک خلک او هغه خلک چې ژر پر نورو ګرانېږي، یوه ښېګڼه یې دا هم ده چې څه ویني هغه درته وايي. نه غوړه‌مال وي، نه چاپړوس. داسې کسان چې چاپړوس وي، د هغوی محبوبیت لنډمهاله وي؛ ځکه عادت یې نه دی چې تل رښتینی واوسي.

۴-خپل مالومات نورو ته لېږدوي:

ځينې کسان هڅه کوي چې خپله پوهه د وسلې په توګه وکاروي؛ خو دغه کسان چې ژر ګرانېږي، یوه ځانګړنه یې همدا ده چې خپله پوهه نورو سره ګډوي، او نورو ته یې لېږدوي. ښه کسان تل هڅه کوي له نورو سره د پوهې په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.

۵-نورو ته د مرستې وړاندیز کوي:

دا ډول خلک شاوخوا ګوري چې څوک مرستې ته اړتیا لري. کله چې مرستې ته اړتیا وي، خپله انساني دنده پر ځای کوي.

۶-خلکو ته په خورا درناوي غږ کوي:

دوی یوه بله ځانګړنه هم لري چې هغه د خلکو د مسلکي لقبونو یادول دي. تل یې دې ته پام وي چې  چا ته باید په کوم ځای کې څه ډول نوم واخلي؛ مثلاً: روغتیاپال ته ( ډاکټر/ې) او استاد/ادیب ته( تخلص یا استاد ) نوم اخلي.

۷-پر باوري خلکو اعتبار کوي:

دوی خلکو ته د بې باوري حس نه ورکوي. ډاډه کوي یې چې پر هغوی باور لري. دا چې څوک یې باور زیانمنوي، هغه بیا د هغوی خپل دریځ ته تاوان حسابېږي.

۸-د ( ته) او ( تاسو) په کارونه بلد وي:

ځينې خلک پر ټولنیزو پاڼو باندې نوي سره اشنا کېږي. بیا په همدې نوې اشنايۍ کې یو بل ته ( ته) کلیمه کاروي. ځيرک او جذبوونکي کسان پوهېږي چې تر هغو به چاته ( ته) نه وايي چې نږدې ملګری/ې یې نه وي شوی او یا یې صمیمیت نه وي ډېر شوی. عموماً رییس/مدیر ته ( تاسو ) کارول مناسب کار دی. هغو کسانو ته چې په عمري لحاظ یا په دریځ کې تر موږ لوړ وي، باید (تاسو) وویل شي. داسې نه چې په پوښتنه کې ورته ووایاست: ( ته څنګه یې؟). باید وویل شي: ( تاسو څنګه یاست؟).

۹-هره خبره کې چېلک/تار نه اچوي:

په غونډو او مجلسونو کې چوپ ناست وي یا په خپل وار مناسبه خبره کوي. له اړتیا پرته مجلسونه نه تودوي. تل باید رسمي غونډې او د ملګرتیا اړیکې توپیر سره ولري. دا توپیر ځینو ته د درک وړ وي؛ خو ځينې بیا د عادت له مخې کله کله خبره خطا کوي بیا هر څه ترې ګډ وډ شي.

۱۰-ښکنځل/کنځا یې عادت نه وي:

هغه کسان چې ټولمنلي وي، یو ښه عادت یې دا هم وي چې په خبرو خبرو کې کنځا نه کوي. ځينې خلک عادت وي، فکر کوي چې کنځا عادي کار دی، دومره تاوان نه لري؛ خو وړه کنځا هم خلک درنه لرې کولی شي. بیا وايي: ځه هغه به څه شی وي، پر خپله خبره لا نه پوهېږي. سربېره پر دې د خبرو عفت ته پاملرنه له دیني پلوه هم ښه کار دی.
 
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي