اپریل 14, 2021

جذاب نارینه؛ څه ډول نارینه مېرمنو ته جذاب ښکاري؟

Advertisements
ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري

ډېرې داسې نجونې شته چې تر واده یو څه وخت وروسته دا اندېښنه ورسره مل شي چې ګڼې خاوند یې ورته مناسب نه و او دا پرې تېروتې ده. هره نجلۍ غواړي چې خاوند یې سم/ غوره شخصیت ولري. جالبه دا ده چې د ښځو جذابیت له پېغلتوبه تر زړښته ادامه لري؛ خو د نارینه‌وو بیا جذابیت په پخه ځوانۍ کې پیلېږي. په دې لیکنه کې مو د مېرمنو په اند د جذاب شخصیت لرونکي نارینه‌وو ځينې ځانګړنې راخیستي.

۱-هڅاند نارینه:

هغه نارینه ښځو ته جذاب وي چې پیسې ولري او شتمن وي؛ خو دا شتمني که پلار ګټلې وي، بیا کوم جذابیت نه لري. ښايي پوه شوي یاست چې موخه مو څه ده. هغه نارینه زړه‌راښکونکی شخصیت لري چې د خپلو مټو په زور یې ځان شتمن کړی وي؛ ځکه دا ډول نارینه د ژوند په مدیریت پوهېږي، ژوند ته مناسبې تګلارې/برنامې لري. دا ډول نارینه زړه‌راښکونکي دي؛ ځکه ښځې پر هغو ډاډه وي.

۲-مرموز نه وي:

هغه نارینه چې د ژوند ځينې خبرې له خپلې مېرمنې پټوي، د بې باورۍ فضا رامینځته کوي. ښه او زړه‌راښکونکی نارینه/خاوند هغه وي چې د ژوند چارو کې له مېرمنې سره مشوره وکړي او څه ترې پټ نه کړي. بالعکس مېرمنې ته هم دومره زړه ورکړي چې هغه هم خپلې مشورې ورسره وکړي، رازونه ورته ووايي. هغه نارینه چې مرموز وي، د چارو سُر یې مالوم/معلوم نه وي، د مېرمنو ښه نه اېسي.

۳-ظاهري ښکلا او جذابیت ولري:

د دېریو ښځو او نجونو هغه نارینه خوښ وي چې قد یې تر ۱۸۰ سانتي متره وي. ويښتان یې تور/موشکي وي. ږیره او سر یې اصلاح/منظم وي.

۴-کورنۍ سره مینه ولري:

هغه نارینه چې د کورنۍ اخلاقي قوانین ساتي او پرې ولاړ وي، پر اصولو یې عمل کوي، ښځو ته زړه‌راښکونکي وي. که چېرې خدای اولاد ورکړي، پرې خوشحاله شي، داسې نه چې وچویلی یې تروش نیولی وي.

۵-نرم خویه وي:

د ښځو هغه نارینه خوښېږي چې وچ خوی ونه لري او دوی سره سم چلن وکړي. لوده‌ګي او بېځایه شوخي نه، مناسبه او پر ځای ښه چلن ولري، ښځه په تنګ‌توب ته پرې نه ږدي.

۶-زړه‌راښکونکي نارینه سیده درېږي:

سیده درېدل د نارینه‌وو د جذابیت لامل کېږي. د ښځو پر وړاندې له کوپ او خم درېدلو څخه ډډه وکړئ؛ ځکه ستومانه او ذیله ښکارئ. کله چې نارینه سیده ودرېږي، ځواکمنتیا یې څرګندوي.

۷-مغرور نه وي:

هغه نارینه چې بېخایه غرور لري، هغوی زړه‌راښکونکي شخصیتونه نه لري. سمه ده چې باید په سیده درېدو خپل ځواک ښکاره کړي؛ خو کبر او غرور دې نه ورسره ملګری کوي. اعتدال مناسبه تګلاره ده. هغه نارینه چې ارامه خبرې کوي، سمې خبرې کوي، پر ځان بارو ولري، مهربانه او په هممهاله سخت دریځی وي، تر نورو نارینه‌وو زړه‌راښکونکی او جذاب شخصیت لري.

۸-ټولنیزې اړیکې ولري:

کوم نارینه چې ګوښی ګرځي، ټولنیزو اړیکو ته پام نه کوي، د مېرمنو د پام وړ نه وي. هغه کسان چې پراخې ټولنیزې اړیکې ولري او یې وپالي، جذابیت یې له نورو ځانګړنو سره دوه چنده کېږي. درون او مودب وي. مطالعه وکړي، له کتاب سره مینه ولري. د مور او مېرمنې تر مينځ په حقوقي توپیر پوه وي. د خپلې مېرمنې/مقابل لوري فکرونو ته درناوی ولري.

 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




سرور دانش: د مصالحې شورا طرحه باید لغوه شي، کنه نفاق او ناندرۍ په جوړې کړي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

Advertisements د ولسمشر دویم مرستیال وایي د ملي مصالحې عالي شورا له لوري د ترکیې کنفرانس لپاره توحید شوې طرحه د منلو نه ده. نوموړي پر خپله رسمي فیسبوک پاڼه په خپره کړې کتنه کې ... نور ولولئ