عراقيانو د دجلې ټلويزيون ودانۍ ته اور اچولی

خبريال: مدثر دعوت
د عراق خلکو پر ځايي تلويزيوني شبکې “الدجله” حمله کړې او ودانۍ ته يې اور اچولی.
د مالوماتو له مخې د دجلې ټلويزيون په ځينو خپرونو کې د عاشورا په ورځ سندري نشر سوي وې نو ځکه يې خلک په خښم کړي.
عامو خلکو رسنيو ته ويلي چې دې ټلويزيوني شبکې د عاشورا د ورځې حرمت ته هيڅ درناوی ندی کړی او د سندرو ترڅنګ يې د فحشا خپرونې هم وړاندي کړي.
لاريون کوونکو ددې ټلوېزيون ټول وسايل مات کړي او ودانۍ يې سوځولې ده.

ددې شبکې رئيس ليث الجزائري هم د خپلو نورو لسو همکارانو سره يوځای استعفا کړې.
ويل کېږي دا ټلوېزيون د عراق د پارلمان د يو غړي محمد الکربولې په ورور جمال الکربولې پوري اړه لري چې خلکو ورته مذهبي بڼه ورکړې.
محمد الکربولې او د عراق د پارلمان رئيس محمد الحلبوسي دواړه سني مذهبه دي.

که څه هم د ټلوېزيون مشر خپل ملامتيا منلې او بخښنه يې غوښتې خو ځايي محکمې دا کړنه په شدت غندلې او د جمال الکربولې د نيولو حکم يې صادر کړيدی.

په عراق کې د ټولنيزو رسنيو ټولو فعالانو غوښتنه کړې چې ددې مشهور ټلوېزيون ټولې څانګې دې وتړل سي پداسې حال کې چې د عراق په کربلا، نجف، بابل، ذی‌قار او میسان کې د “الدجله” ټلوېزيون څانګو نشرات درول سوي دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.