د حنیف اتمر مرکې ته یوه کتنه؛ بحث زېږونکي ټکي یې کوم دي؟

 

د ملي امنیت مخکینی سلاکار محمد حنیف اتمر له دندې تر استعفا څو میاشتې وروسته په یوه مرکه کې څرګند او ځینو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

له اتمر سره دا مرکه طلوع نیوز خبري شبکې وکړه، چې ځینو ټکیو یې عام بحثونه رامنځته کړي.

ولسمشرۍ ته نوماندي

حنیف اتمر په دغه مرکه کې تایید کړه، چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند دی.

ده هغه تبصرې هم رد کړې، چې بیرته به د ولسمشرغني له ټاکنیز ټیم سره ملګری کیږي.

د اتمر په وینا ولسمشرغني یې د حکومت په څلورم کال مشورې نه اوریدې او ده له دې کبله، چې د ملي یووالي او سیاسي اجماع د تامین لپاره د دولت هڅې کافي نه وې له دندې استعفا وکړه.

ښاغلي اتمر د دې پوښتنې په ځواب کې چې دی له ولسمشر غني څخه د کومو ښیګڼو په ډاډ ځان د ولسمشرۍ وړ ګڼي؟ وویل: په دې اړه به خلک قضاوت کوي.

د کاري مودې وضاحت

حنیف اتمر، چې د دندې پر وخت یې د ملي امنیت شورا دفتر تر پخوا ډېرمهم، پراخ او د بحثونو وړ شو، د طلوع نیوز په مرکه کې هم د پام وړ و.
اتمر وپوښتل شو، چې ده ته تر ولسمشر وروسته د حکومت د ټولواک په سترګه کتل کیدل. خو هغه دا خبره رد کړه او وویل، چې د خپلو قانوني مسولیتونو تر حده یې واک و صلاحیت و.

هغه دغه راز د ملي امنیت شورا دفتر د تشکیلاتي پراختیا او فعالیتونو زیاتیدل فردي پریکړه نه؛ بلکې د ولسمشر په مشرۍ د ملي امنیت د شورا او کابینې لخوا تصویب شوې پریکړه وګڼله.

د حکومت راتلونکی جوړښت

په دې مرکه کې اتمر د حکومت د راتلونکي جوړښت په اړه څو خبرې لرلې:

– د دوه سري حکومت( هغه اصطلاح چې د ولسمشرغني شریک لرونکي حکومت ته کارول کیږي) مخالف دی.

– اساسي قانون به تعدیل او په واک کي د ټولو قومونو د حضور لپاره د اجرایوي صدارت او د ولسمشر د درېیم معاونیت بستونه رامنځته کوي.

له طالبانو سره سوله

حنیف اتمر د سولې ملاتړ وښود، خو شرطونه یي دا وو چې دا ډله به په افغانستان کي موجوده اساسي حقونه او د نظام جمهورٍي بڼه مني.

اتمر ټینګار درلود، چې د اسلامي امارت په نوم د طالبانو له بیا راګرځیدو سره په هیڅ ډول موافق نه دی.

هغه د سولي لپاره د حکومت پر وروستي ټاکل شوي بورډ هم نیوکه لرله او دلیل یي دا و، چې ګواکې د ټولو سیاسي او ولسي بهیرونو نظر پکي نه دی اخیستل شوی.

اتمر له طالبانو وغوښتل، چې له افغان دولت سره خبرو ته حاضر شي.
همدا شان یې د افغان سولې اړوند د ټولو هغو ناستو مخالفت وکړ، چې د افغان دولت له ګډون پرته ترسره کیږي.

امنیتي تړون او سیمه ییزې اړیکې

د حنیف اتمر د مرکې یو بل اړخ د ده په لاس له امریکا متحده ایالاتو سره د امنیتي تړون لاسلیکول و.

ده د یاد شوي تړون د لاسلیک دفاع وکړه او ویې ویل که له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتو پر وخت دا تړون لاسلیک شوی نه وای، افغانستان د خپلو ځواکونو د تمویل لپاره د امریکا مالی مرستې نه شوې ترلاسه کولای.

د دې ترڅنګ اتمر له سیمه ییزو هيوادونو سره پر ښو اړیکو هم ټینګار درلود.
د سیمي په مسئلو کې دی په خاصه توګه په افغانستان کې د ایران د رول په اړه وپوښتل شو، چې ځواب یې محتاط و.

اتمر وویل: د ایران په دوستۍ شک نه لرم، خو ځینې مسایل شته چې باید حل وفصل شي.

ده دا مسایل روښانه نه کړل، خو دلیل یې دا و چې پر هغو مسئلو د افغان دولت د استازي په توګه له ایراني چارواکو سره غږیدلی او د دولتی رازونو په توګه یې نه غواړي افشا کړي.

ترهګرې ډلې

د داعش ډلې په اړه هم حنیف اتمر په دې مرکه کې وپوښل شو. هغه چې مخکې سیاسي مخالفینو یي له دغې ډلې څخه په ملاتړ تورن کړی و، د ځان د سپیناوي لپاره وویل چې تراوسه پرې څوک د دغې ادعا يه ثابتولو نه دی بریالی شوی.
د ایران شیعه محوره فاطمیون ډله، چې وېل کیږي افغانستان ته یي هم ظاهرآ له داعش ډلې سره د مبارزې او د مذهبي تفرقو د خورولو لپاره سرایت کړی، د اتمر د مرکې یو بحث و.

د اتمر ځواب د دغې ډلې په اړه دا و، چې د افغانستان د نظام له اډانې د باندې کومه وسله واله ډله نه مني.

غبرګونونه

د ښاغلي اتمر دې مرکې مختلف غبرګونونه لرل. مخالفینو یې دی د حکومت د یوه لوړپوړي کس په توګه د حکومت په ناکامیو کې شریک ګڼلی.

د ښاغلي غني یوه ډله پلویانو هم اتمر د حکومت د ټولو ملامتیو مسول بللی او ویلي چې ده ولسمشرغني انحصار کړی او په ناسمو مشورو له سیاسي قشر او خلکو څخه لیرې کړی و.

ځینو نورو بیا د اشرف غني د دویمې دورې ولسمشرۍ له پای ته رسیدو وروسته اتمر د بلې دورې مناسب ولسمشر ګڼلی.

خو د حنیف اتمر پلویانو ولسمشرغني د عمر، صحت او حوصلې له مخې د ولسمشرۍ د دوام وړ نه دی ګڼلی.

هغوی اتمر د ښاغلي غني وړ او موثر بدیل یاد کړی.

په ټوله کې د منتقدینو له لورې د ښاغلي اتمر پر څرګندونو څو نیوکې زیاتې مطرح شوې:

– اتمر د اساسي قانون د حکم خلاف د جمهوري ریاست د درېیم معاونیت او اجرایه صدارت له رامنځته کیدو سره موافقه وکړه.

– اتمر د ایران او فاطمیون ډلې په اړه یې توند دریځ نه درلود.

– اتمر د خپلې شخصي شتمنۍ ارقام ونه ښودل.

د پلویانو دریځ

د اتمر پلویانو بیا دې نیوکو ته په عام ډول داسې ځوابونه ویلي:

– که احیانا اتمر ولسمشرغني څو کاله انحصار کړی و، دا د اتمر نه؛ بلکې د ولسمشر ضعف ښیي.

– که حکومتولي اتمر ناکامه کړې وي، له استعفا ۳ میاشتې وروسته یې ولې په وضعیت کې کوم لوی مثبت بدلون نه لیدل کیږي؟

– له اتمر څخه مخکې د اساسي قانون د تعدیل او په دې ډول د جمهوري ریاست د درېیم معاونیت او اجرایه صدارت طرحه د تېرو ولسمشریزو ټاکنو پر مهال ښاغلي غني له ښاغلي ضیا مسعود سره لاسلیک کړې وه.

– د ایران او فاطمیون ډلې په اړه د اتمر خبرې د یوه سیاسي مشر په توګه په همدې کچه کافي وي. منتقدین باید د ده د کړو خبرو د درک او تحلیل قوه ولري.

– د خپلې شخصي شتمنۍ په اړه هم د اتمر عمومي ځواب کفایت ځکه کوي، چې هغه د حکومت د یوه لوړپوړي چارواکي په توګه خپله شتمني ثبت کړې او د خپل کاري مسولیت له مخې به د فساد پرضد ادارې د انټرنیټ په وسیله د دې شتمنۍ معلومات له خلکو سره شریک کړي.

About ارشاد رغاند 89 Articles
ارشاد رغاند ځوان لیکوال، څیړونکی او فعال دی چې د یاران لپاره په روانو سیاسي او ټولنیزو چارو لیکنې کوي.