افغانستان سوله سیاست

اتمر څه غواړي؛ له سولې جرګې خوابدی سړی په سولې پسې ماسکو ته تلی

لیکنه: بشر درویش
اعلان

د ولسمشر غني مخکینی نیږدې ملګری او مامور حنیف اتمر، چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته هم نوماند دی، په کابل کې د سولې مشورتي لویې جرګې له جوړیدو سره تر مخالفت وروسته ماسکو ته تللی.

د اتمر مطبوعاتي دفتر د دغه سفر اصلي هدف د ماسکو په امنیتي کنفرانس کې ګډون ښودلی.

یاد شوي کنفرانس ته د ګډون لپاره مخکینی ولسمشر حامد کرزی هم ورغلی.

د ماسکو د سولې ناسته
د ماسکو له دغه امنیتي کنفرانس سره په لږ زماني توپير د نړۍ دغه زبرځواکه پلازمېنه د افغان سولې په تړاو د څو زبرځواکونو( امریکا متحده ایالاتو، چین او روسیې) د یوې ګډې ناستې کوربه هم دی.

د ماسکو امنیتي کنفرانس او د افغان سولې په اړه ناسته له شک پرته، چې له یو بل سره بې رابطې نه دي.

د سولې د ناستې زیات جزیات نه دي رسنیز شوي، خو ویل شوي چې د امریکا په استازیتوب د افغان سولې لپاره د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، د روسیې له لورې د افغانستان او پاکستان لپاره د ولسمشر پوتین ځانګړی استازی ضمیر کابلوف او د چین له اړخه هم غالباً د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی برخه اخلي.

له دغه کنفرانس سره هم مهاله ماسکو ته د حنیف اتمر او حامد کرزي سفرونه بې څه نه دي.

دوی حتماً یا په دغه ناسته کې رسماً برخه اخلي، یا د پردې ترشا د ناستې له ګډونوالو سره راز ونیاز او مشترکې اجنډاوې لري.

په ټوله کې اصلي اجنډا دا ښکاري، چې د قطر ځنډیدلي مذاکرات زر بیا پيل او په دغه حساس وخت کې د ولسمشر غني په ګټه د کابل د سولې لویه جرګه کم ارزښته شي.

حنیف اتمر د ولسمشر غني د ملي امنیت شورا سلاکار و او د ښاغلي غني نیږدې ملګری بلل کیده

اتمر څه غواړي؟
اتمر له ولسمشر غني څخه وروسته ظاهراً د افغانستان لوی ټولواک و، خو ویل کیږي چې په واقعیت کې یې د ملي امنیت د سلاکارۍ پر وخت له هغه څخه هم واک و ځواک زیات و.

اتمر ته د غني پلویان د لستوڼي مار وایي. د دوی په وینا ده غني ته د ترټولو باوري ملګري په جامه کې داسې غلطې مشورې ورکړې، چې ګړنګونو ته یې برابر او له ډېرو سره یې دښمنۍ ته کیناوه.

هغه له پيله د ولسمشرۍ خوبونه لیدل، د همدې لپاره یې په حکومت کې ځانته بېل حکومت جوړ کړی او له هر ډول ممکنه امکاناتو یې د ځان د تبلیغ او ښه ښودلو لپاره کار اخیست.
اتمر هم په کور دننه، هم په سیمه ییزه کچه او هم په نړیواله کچه د ولسمشر غني پښې ووهلې څو د هغه له بدنامیدو او بې اعتباره کیدو سره خپلې ولسمشرۍ ته لاره هواره کړي.

حنیف اتمر، چې پخوانی خادیست او ورسره د انګریزانو په نیږدې انډیوالۍ تورن دی، د افغانستان په کچه د سیاسي او نورو دسیسو لوی طراح ګڼل کیږي.

دی توانیدلی، چې غني په نړیواله کچه هم کم باوره او د لویو قدرتونو له پامه بد راولي.

اوس یې د حامد کرزي سره هم خوږه انډیوالي جوړه کړې او غواړي د ده او نورو مخکینیو جنګسالارانو او له واکه ایسته شویو سیاسي ډلو په مرسته ځان ولسمشرۍ ته ورسوي.

اتمر په دې برخه کې هم له سیمې سره د معاملې په چل پوهیږي، هم د نړۍ د قانع کولو چلونه ور زده دي او هم د کور دننه سیاستوالو د خپلولو لپاره امکانات لري.

سوله او د اتمر لوبه
لکه څنګه چې ولسمشر غني له سولې سره خپله سیاسي لوبه روانه کړې، په مخالف اړخ کې یې اتمر هم د یوې بلې لوبې مخکښ لوبغاړی ښکاري.

اتمر غواړي د امریکا، روسیې، پاکستان، ایران او چین په همغږۍ د امریکا د سولې پلان تطبیق او د بین الافغاني مذاکراتو په پایله کې د غني حکومت ایسته شي.

دی تمه لري، چې د غني له بې واکه کیدو سره به دی یا د موقت حکومت مشر او یا تر لنډ مهاله حکومت وروسته د ټولو خواوو په ملاتړ د ولسمشرۍ څوکۍ ته ورسیږي.

د اتمر پوره هڅه دا ده، چې افغان حکومت د سولې له مذاکراتو یوې ډډې ته شي او پرځای یې د ده پر محور را ټولې سیاسي ډلې له طالبانو او نړیوالو سره د افغانستان پر راتلونکي سیاسي برخلیک هوکړې ته ورسیږي.

د غني لوی سرخوږی
دا چې حنیف اتمر به دغو هیلو ته ورسیږي کنه، له وخته لیرې خبره ده.
خو څه چې واضح دي، هغه دا ده چې اتمر د غني لپاره په یوه لوی سرخوږي بدل شوی.
همدا وجه ده، چې غني او ټیم یې په ۱۷ ولسمشریزو نوماندانو کې تر هر چا ډېر د اتمر ډلې ته ګواښیږي او له هرې ممکنې لارې یې ځپل او بدنامول غواړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي