په ماشومانو کې د اتیسم اروایي_مغزي ګډوډي!- مرکه صدیقه پوپلزۍ

 

ښایي په کلیو او بانډو، لرې پرتو سیمو او حتا ښارونو کې مو اورېدلي وي چې ځیني خلک وایي د فلاني ماشوم لېونی دی، هېڅ عادي نه دي، خبرې نشي کولای، تل ناعادي کړنې ترسره کوي، خبره نه اوري او داسې چارې ترسره کوي چې په هېڅ ماشوم کې نشته. په ډېری سیمو کې بیا یاد ماشومان په بېلابېلو نومونو یادیږي چې لېونی، بی سده او بې سوره یې تر ټولو مشهور نومونه دي.

یوه ورځ مې په انټرنټ کې د ماشوم په اړوند کومه موضوع لټوله، چې د اتیسم له نوم سره مخ شوم، کنجکاوه شوم سایټ مې پرانیست، موضوع مې ولوستله دا چې په انګلیسي ژبه وه نو پوره مطلب مې ورڅخه وانه خیسته، بیا مې فکر وکړ چې په افغانستان کې ښایي داسې کوم ځای وي چې د یادې ګډوډۍ په اړوند معلومات راکړي بالاخره په کابل کې د مشاورې او اروا درملنې یوه مرکز ته ورغلم تر څو پوره مالومات لاسته راوړم بالاخره مې د همدې دفتر له ارواپوه عبدالجلیل امرخېل سره د لنډې مرکې وخت ونیوه هیله ده چې تر پایه یې راسره ولولئ.

پوپلزۍ: سلام استاد په دې هیله چې د روغتیا او صحت جامې په تن ولرئ، لومړی غواړم په ماشومانو کې د اتیسم په اړوند لوستونکو ته معلومات ورکړئ دا څه ډول ګډوډي ده؟

امرخېل: سلام تاسو، درنو همکارانو او قدرمنو لیدونکو ته، خوښ یم چې د هېواد د یوې پرمختللې رسنۍ له لارې درنو هېوادوالو ته د یوې ناپېژندل شوې ګډوډۍ په اړوند معلومات ورکوم. اتیسم په ماشومانو کې اروایي مغزي ګډوډي ده چې په تکراري کړنو (بیا بیا ځلي د یوې لوبې تر سره کول) تکراري خبرو (د یوې جملې، عبارت یا کلیمې بیا بیاځلي او پرلپسې تکرار) د ځانګړو خوړو خوړلو، د سترګو ارتباط  نه ساتلو (له سترګې په سترګو کېدو څخه ډډه کولو) د ژبې په زده کړه کې تاخیر (ژر ژبه نه زده کولو) د ټولنیزو اړیکو په محدودیت او ډېر زیات فعالیت سره پېژندل کیږي، د دې ماشومانو مغز داسې جوړ شوی چې نړۍ له بلې زاویې ګوري، د هغوی لپاره هماغه کړنې عادي دي چې کوي یې د بېلګې په توګه مغز یې هماغسې جوړ شوی چې بیا بیا ځلي یوه کړنه تر سره کړي، قصدا کومه غیر عادي کړنه نه ترسره کوي بلکې مغز یې ورځنۍ کړنې مدیریت کوي، بل دا چې پر یاده ګډوډۍ اخته ماشومان ډېره زیاته انرژي تولیدوي چې همدا انرژي هغه دې ته اړباسي چې ډېر او تکراري فعالیتونه تر سره کړي. باید ووایم چې د اتیسم ګډوډي یوه ځانګړې ګډوډي نه ده بلکې د ګډوډیو یوه ټولګه ده یاني د ماشوم په شرایطو سره فرق کوي، په دې مانا چې په ځینو ماشومانو کې د سترګو ارتباط ضعیف وي نورې ټولې کړنې یې تر یوه حده جوړې وي، په ځینو ماشومانو کې بیا تکراري کړنې ډېرې وي، په داسې حال کې چې نورې کړنې ډېرې ستونزې نه لري.

پوپلزۍ: استاد په دې اړوند څېړنې څه وایي او په افغانستان کې هم د یادې ګډوډۍ څرک لیدل شوی دی؟

امرخېل: اول باید هغو څېړنو ته اشاره وکړم چې په دې وروستیو کې ددې ګډوډۍ په اړوند د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي ادارې یا (CDC) ترسره کړي او د تېرو کلونو په پرتله یې په اخته کېدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، په امریکا کې د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي یاده اداره وایي چې په ۲۰۰۲م کال ټوله نړۍ کې په هرو ۱۵۰ زېږېدلیو ماشومانو کې یو یې پر اتیسم اخته وو، له ۲۰۰۴ نه تر ۲۰۰۶ کال پورې په ۱۱۰ ماشومانو کې یو ته پورته شول، په ۲۰۰۸ کال کې بیا په هرو ۸۸ نویو زېږېدلیو ماشومانو کې یو پر اتیسم اخته وو، په ۲۰۱۶ کې په هرو ۶۸ ماشومانو کې یو ته لوړ شول، او د ۲۰۱۸م د څېړنو له مخې په هرو ۵۹ ماشومانو کې یو یې پر دې ګډوډۍ اخته پېژندل شوی یاني هر کال یې په شمېر کې زیاتوالی راځي، افغانستان کې هم د دې ګډوډۍ پېښې شته او هره میاشت په لسګونه ماشومان زموږ مرکز ته راوړل کیږي او موږ یې د وړتیا بښنې او رفتار درملنې لپاره په کابل ښار کې زموږ تر نظر لاندې ځانګړي وړکتون ته لېږو هلته هره ورځ د ګڼ شمېر ارواپوهانو له لوري د ځانګړو تګلارو او له وړاندې جوړې شوې طرحې له لارې کار ورسره کیږي.

 پوپلزۍ: استاد د دې ګډوډۍ لاملونه څه دي؟

امرخېل: د څېړنو له مخې د دې ګډوډۍ دقیق لامل لا هم نه دی څرګند شوی خو په خپلوانو کې ودونه یا همخوني، له زېږون مخکې، د زېږون پر مهال، او له زېږونه وروسته لاملونه یاني له زېږون وړاندې اروایي فشارونه د خپلسرو درملو خوړل، اېکس رې، سیټي سکن، سخت زېږون، له زېږون وروسته ضربې، د مور د عمر لوړوالی او د ګل خانه اي غازونو تنفس کول هغه لاملونه دي چې احتمالا پر دې ګډوډۍ اخته کېدو کې ونډه لري.

پوپلزۍ: استاد یاده ستونزه په نجونو کې ډېره ده او که په هلکانو کې؟

امرخېل: د څېړنو له مخې په هلکانو کې د نوجونو په پرتله ډېره او شدیده ده لامل یې هم دا دی چې د نجونو مغزي جوړښت د هلکانو په پرتله توپیر کوي د نجونو د چپې او ښۍ نیم کړې ترمنځ ښې او پراخې اړیکې شتون لري خو په هلکانو کې بیا یادې اړیکې کمزورې او یا بیخي نه وي له همدې امله نه یوازې د اتیسم، بلکې د ټولو مغزي ګډوډیو کچه په هلکانو کې ډېره او شدیده ده.

پوپلزۍ: استاد اتیسم ارثي هم کېدای شي؟

امرخېل: لکه څرنګه مو چې مخکې اشاره ورته وکړه دا چې ددې ګډوډۍ لامل لا هم ندی څرګند نو نشو کولای ووایو چې ارثي ریښه لري، خو د احتمالي لاملونو په ټولګه کې یې یو لامل شمېرلی شو، د کورنۍ سلسله کې د اتیسم ګډوډي لرل احمالا د کورنۍ په نورو ماشومانو کې د یادې ګډوډۍ پر شتون دلالت کوي.

پوپلزۍ: استاد د اتیسم مخنیوی هم کېدای شي؟

امرخېل: بلې د دې ګډوډۍ د مخنیوي لپاره که احتمالي لاملونه کنټرول شي نو ښایي تر ۶۰ سلنو پورې یاده ګډوډي هم ورسره کنټرول شي، په دې مانا چې که په خپلوانو کې ودونه، له زېږون وړاندې ایکس رې، او د امیندوارۍ پر مهال د خپلسرو درملو خوړل له منځه ولاړ شي او ورسره له زېږون وړاندې اروایي او بدني ګډوډۍ کنټرول شي، له ماشوم سره احتیاط وشي، له صنعتي پارکونو څخه لري ژوند غوره شي نو د یادې کډوډۍ په انتشار کې به د پام وړ کموالی راشي.

پوپلزۍ: استاد د وروستۍ پوښتنې په توګه که راته ووایاست چې تاسو له اتیسمي ماشومانو سره څه کوئ آیا د درملنې وړ دي؟

امرخېل: باید ووایم چې له اتیسم لرونکو ماشومانو سره د ځانګړو رفتاري لارو له لارې پر هغو وړتیاوو کار کیږي چې لا هم پټې دي یاني په چلند کې یې بدلون راوړل کیږي، هغه وړتیاوې یې غوړول کیږي چې لا هم خبر نه ترې لري.

موږ یې لومړی له بدني مهارتونو پیلوو ګرځېدل یې او په ګوتو نیول یې رغوو وروسته یې پر ټولنیزو کړنو او ژبه کار کوو دا چې څنګه له نورو سره مرسته وکړي له نورو مرسته وغواړي، خبرې وکړي او مخته ولاړ شي. ورو ورو یې نوې کړنې د چلند برخه ګرځوو فعالیتونه ورته دلچسپ ښیو، له بېلابېلو رنګونو کار اخلو او همداسې مخته ځو زموږ طرحه له وړاندې جوړه شې خو د ماشوم د د شرایطو اړوند بدلون پکې راوړو، له نېکه مرغه مو تر دې دمه لویې بریاوې لاسته راوړي او د ډېری میندو په خوله مو خندا راوستلې.

خو له بده مرغه ډېری میندې او پلرونه د خپلو اتیسمي ماشومانو د ژر رغېدو هیله لري هغوی طبي فکر له ځان سره لري، فکر کوي چې رفتار درملنه هم پیچکارۍ ده او باید ماشوم یې په یوه اونۍ یا میاشت کې پرې ورغیږي، نه! داسې نه ده! یاد ماشومان اوږدمهاله وړتیا بښنې ته اړتیا لري او عجله د یادې درملنې پروسه له کړکېچونو سره مخ کوي.

 پوپلزۍ: استاد یوه نړۍ منننه چې وخت مو راکړ او په دې اړوند مو مالومات راکړل خوښ او خوشاله اوسئ.

امرخېل: هیله کوم! له تاسو او د یاران له همکارانو مننه چې زموږ غږ د هېواد ګوټ ګوټ ته رسوئ، بریالي اوسئ!

زموږ په اړوند د نورو مالوماتو او ویډیو ګانو لپاره لاندې لېنک ته ور دننه شئ.

https://youtube.com/channel/UCOlrydbxr3PcKe6HZxXqzrA

 

وروستي مطالب