فبروري 25, 2021

سندرغاړی عاطف اسلم: بیت الله شريف کې آذان کول مې ستر ارمان دی

د “جیو نیوز ” تلویزونې چینل ” کپیټل ټاک ” پروګرام سره په مرکه کې مشهور سندرغاړی عاطف اسلم د یوې پوښتنې په ځواب وایي، د ژوند تر ټولو ستر آرمان مې په بیت الله شریف کې آذان کول دي، که چا زما واسطه وکړه او دغه آرمان مې پوره شو، نو ټول عمر به یې خدمت کوم.
پدې نږدې ورځو کې عاطف اسلم یوه ویډیو خپره کړې، چې آذان یې پکې کړی دی. دا ویډیو ډېره زیاته مشهوره او پر ټولنیزو رسنیو شریکه شوې ده، د همدې ویډیو په اړه عاطم اسلم وایي، ما اورېدلي چې د محمد صلی الله علیه وسلم په عهد به خلک بامونو ته ختل او آذان به یې کاوه، نو ماته هم دا فکر راولوېده، پرته له ښه فکر کولو مې عمل پرې وکړ.
دۀ زیاته کړې:

«له ثبت کولو یوۀ ورځ مخکې ټوله شپه ویدۀ نه شوم، چې زه مې هغه جذبه اوس په الفاظو کې هېڅ بیانولای نشم، ما هېڅ کله هم دا فکر نه و کړی چې د الله تعالی په مهربانۍ به داسې یوه موقع پیدا کړم.»

له نوموړي چې کله وپوښتل شو چې مینوال دې فکر کوي چې تۀ لۀ دې وروسته د موسیقۍ نړۍ سره خدای پاماني کوي؟
نو په ځواب کې عاطف اسلم وایي، د موسیقۍ صنعت پرېښودل زما شخصي موضوع ده، اما زه د نړۍ سره د مذهب تر څنګ تلل غواړم، (یعني دین و دنیا دواړه کوم)، زه دا نه وایم چې زه به سندري ویل په بشپړه توګه پریږدم، خو زه ضرور دا وایم چې زه به مهم دیني څه لکه د الله تعالی اسماء حسنی او  “تاجدار حرام ” وایمه.

تاجدار حرام د ښاغلي اسلم د یوه نعت چې ویلي دی، عنوان دی.
هغه وایي:

«زه پدې خوشاله یم چې ځوانان نه یوازې زما له سندرو سره مینه لري، بلکې دې شیانو ته یې هم فکر دی، خو د سندرو پرېښودلو اراده فی الحال نه لرم.»

عاطف اسلم وویل ، په ژوند کې مونږ ډېر څه کوو، ځینې یې ښه کارونه، ځینې یې بد کارونه، خو زه بختور یم، چې د ” تاجدار حرم” کار مې ترسره کړی دی، زه ځان ډېر بختور ګڼم، چې ماته د اسماء حسنی ویلو موقع راکړل شوه، زه د هغو احساساتو وضاحت په الفاظو کې نه شم بیانولای، کوم چې ما د الله تعالی په نومونو کې احساسول.
د یادوني وړ ده، چې تیره میاشت د “کوک سټوډیو ” د مشهور سندرغاړي عاطف اسلم په غږ کې د اسماء حسنی ویډیو هم جوړه کړې ده.
“کوک سټوډیو” له دې نه مخکې هم د عاطف اسلم په څېر د ځینو نورو سندرغاړو په غږونو کې  نه یوازې د حمد باری تعالی جوړ کړي، بلکې په بیلابیلو اندازونو نور نعتونه یې هم جوړ کړي دي، چې د ډېر زیاتو خلکو زړونه یې ګټلي دي.
تیر کال “کوک سټوډیو” د دولسمې کلېزي پیل د عاطف اسلم په غږ په ښکلې حمد “وہی خدا ہے ” وکړ.
په ۲۰۱۵ کې د “کوک سټوډیو” په اتمه کلیزه هم د عاطف اسلم قوالي” تاجدار حرم” د ګڼو مینوالو زړونه ګټلي ول او په دې وروستیو کې خورا ډېر مشهور شوی دی .
اوس د عاطف اسلم د “آذان” کولو هېلې هم صفتونه کېږي. د دې سندرغاړي د آذان ویډیو په ۲۰۲۰ آپریل کې راغلې ده.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*