ځوانان او زده کړې ژوند بڼه طبیعت

د نړۍ دوه ښکلي آتشفشانونه؛ شیرچايي او اسماني

ژباړه: ملیحه ناصري

آتشفشان په خپل ذات کې خطرناک دی؛ خو سره له هومره بدبختیو چې خلکو ته یې پنځولی شي، طبیعت ته ښکلا هم وربښي. دلته دوه ستر ښایسته آتشفشانونه درپېژنو:

لومړی: د اندونیزیا اسماني رنګی آتشفشان

کاوا لژن نومېږي، په اندونیزیا کې دي او د سلفر د زیاتوالي له امله د شپې اسماني رنګ خپلوي. کله چې دننني مواد او توکي یې دباندې راووځي او خپل یون پیلوي، د همدې موادو د ډېرښت له امله چې مخکې مو یې یادونه وکړه، اسماني رنګ اخلي او ځلېږي.

د دې لپاره چې د لارې په اوږدو کې تیګې ورسره اوبه کېږي، سخت زهري او تېزابي چاپېریال رامنځته کوي. د دې آتشفشان له شتونه ډېر کلونه تېر شوي؛ خو دې وروستیو کې یې د سیلانیانو پام ځان ته اړولی. دوی هڅه کوي چې د شپې مهال د آتشفشان خولې ته نږدې ورشي چې انځورونه یې واخلي. امریکايي عکاس روبېن وو هم له دې منظرې نه ښکلي عکسونه ثبت کړي دي.

دویم: په چک کې دی؛ شیرچايي رنګ لري

په چک کې داسې آتشفشان دی چې شیرچايي لوګی ترې پورته کېږي. هغه ځانګړي کیمیاوي مواد چې په دې سیمه کې شته، کله چې له آکسیجن او د آتشفشاني موادو له نورو ګازونو سره ترکیب شي، شیرچايي رنګ ورکوي او د آتشفشان تر خولې وځي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ