ټولنیز ژوند ژوند بڼه طبیعت کلتور او هنر

شموخ، د نړۍ ګرانبیه عطر

ژباړه: عایشه حیدري

انسانان په ټولیز ډول د سینګار او ښکلا شوقیان دي او غواړي نورو ته ځانونه ښکلي، متفاوت او زړه‌راښکوونکي څرګند کړي. له همدې کبله د سینګار د نورو توکو ترڅنګ له عطر څخه هم کار اخلي او هڅه کوي چې هغه عطر وټاکي چې تر نورو ښه او ځانګړی بوی ولري، چې یو ښکلی احساس ولري.

څېړونکي وايي یوازې د عطر څو څاڅکي کولای شي پر عصابو، احساساتو او ان په جسمي او روحي شرایطو باندې ښه اغېزه وکړي، عطر د عصري توکو په ډلې کې شمېرل کېږي، ځکه چې عطر ګرانبیه او لږ موندل کېدونکو توکو څخه جوړېږي، ځینې وختونه عطرونه له داسې کم موندل کېدونو غوړیو، لکه د هوسۍ د نارینه جنس د نامه له غوټې او یا د ونو له ریښې او ګلانو څخه جوړېږي.

د نړۍ د عطرو تولیدونکي لوړ برانډونه هڅه کوي، چې خلکو ته د خپلو تولیداتو د ور پېژندلو لپاره له سوداګریزو تبلیغاتو کار واخلي او په بازار کې ځان ته ځانګړی ځای پیدا کړي، په دغو اعلانونو کې ځانته د پیرېدونکو د پام را اړولو لپاره له مشهورو څېرو او شخصیتونو غواړي چې د هغوی په اعلانونو کې برخه واخلي، چې تولیدات یې مشهور شي.

خو د عطرو ځينې برانډونه داسې دي چې اوس نو سوداګریزو تبلیغاتو ته اړتیا نه لري او ډېر مشهور شوي دي. په دې لیکنه کې غواړو تاسو ته د نړۍ تر ټولو ګرانبیه عطر په اړه مالومات درکړم، ملتیا مې مه هېروئ!

د نړۍ تر ټولو ګرانبیه عطر شموخ Shumukh په نامه یادېږي. هو د نړۍ تر ټولو لوړه بیه لرونکی عطر شموخ دی، نوموړی عطر د Spirit of Dubai کمپنۍ تولید دی، د شموخ عطر د مېرمنو او د نارینه‌وو لپاره جلا، جلا تولیدات لري.

Lf14-MAR-shumukh.jpg
د دغه عطر بیه ۱.۲۹ میلیون ډالره ده او د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال د مارچ په ۱۲ د دوبۍ په خلیفه برج کې د خرڅولو لپاره نندارې ته وړاندې شو، دغه عطر اوس مهال د نړۍ تر ټولو ګرانبیه عطر دی.

Shumukh-main.jpg
۲۴۷۹ ګرامه سره زر، ۵۸۹۲ ګرامه سپین زر ۳۵۷۱ قیراطه الماس د دغه عطر په بوتل، پوښ او ښيښې کې کارول شوي دي، یاد عطر نه یوازې د دې لپاره دومره لوړه بیه لري چې د پوښ په جوړلو کې یې له سرو زرو او الماسو څخه کار اخیستل شوی، بلکې د دې لپاره هم لوړه بیه لري چې دا عطر ښکلی او ځانګړی بوی لري. شموخ عطر د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ډېر مینه‌وال لري او د نړۍ ډېر وګړي هیله لري چې یاد عطر وکاروي.

شموخ عطر له عمبر، یلانګ یلانګ Ylang Ylang ونې، هندي نعناع Patchouli، مشکو، سنډل لرګیو، نایابه هندي اګارلرګیو او ترکي ګلابو څخه جوړ شوی دی او خورا ځانګړی بوی لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عایشه حیدري ، کابل

تبصره مو ولیکئ