بریا او پرمختګ خوندیتوب ځوانان او زده کړې ژوند بڼه کورنی ژوند

که د خپلو مېرمنو پر وړاندې اتل اوسېدل غواړئ، نو دا لس ټکي په پام کې ونیسئ

Couple holding hands
ژباړه: عطا محمد میاخېل

هر هغه څه چې تاسو په خپلې مېرمنې باندې ګران وساتي، ستاسو په چلند کې نغښتي دي. ظاهر، مادي شرایط یا ټولنیز مقام، له دې وو څخه هېڅ یو یې د دې ضمانت نه شي کولای، چې مېرمن مو تاسو ته د خپلې کورنۍ او ژوند د اتل په سترګه وګوري، په دې باندې باور ولرئ، چې پاک انساني عواطف له تاسو څخه یو ښه شخصیت جوړوي.

۱ ـــ د هغې په لاسرسي کې واوسئ. اروایي آرامتیا او هوساینه تر ټولو مهم ټکي دي، د خوندیتوب احساس په دویمه درجه کې قرار لري. تاسو کولای شئ هغه څوک واوسئ، چې مېرمنې ته مو د خوندیتوب احساس ورکوئ، که پښه یې ښویېږي، نو مرسته ورسره وکړئ، چې را پورته شي، که بده ورځ یې تېره کړې ده، غوږ ورته ونیسئ او په څېره یې مُسکا خپره کړئ.

۲ ـــ ډېره زیاته مینه ورکړئ، د یوه نارینه او یوه خاوند په توګه له خپلې مېرمنې سره مینه وکړئ او ور په یاد یې کړئ، چې څنګه پرې مئین شوئ، پرېږده پوه شي، چې درباندې ګرانه ده، زړه او ذهن یې تل د همدې ټکي اورېدو ته اړتیا لري. د دې احساس څرګندونه، ستاسو مینه هم لا پسې ژوره کوي.

۳ ـــ په کور کې مو یو بېلګه‌ییز لارښوونکی و اوسئ، د خپلې مېرمنې او ماشومانو لپاره مذهبي لارښود واوسئ، په ګډه د الله (ج) د صفاتو په اړه خبرې وکړئ، لمونځ او دعا وکړئ، مذهبي ځایونو ته لاړ شئ، داسې یو کار وکړئ، چې ماشومان مو د الله (ج) بنده‌ګي ستاسو په چلند کې وویني. هرڅومره چې تاسو او مېرمن مو خدای (ج) ته نږدې کېږئ په هماغه اندازه مو ترمنځ صمیمیت زیاتېږي.

۴ ـــ ملاتړ ترې وکړئ. هر څوک په ژوند کې له ځینو مسایلو سره مخ کېږي. له خپلې مېرمنې سره ملتیا وکړئ، کله چې له ستونزې سره مخامخ کېږي، له هغې څخه د ملاتړ لپاره ترڅنګ یې و اوسئ، ښایي ونه شئ کولای په هغو شرایطو کې مرسته ورسره وکړئ، خو لږ ترلږه په څنګ کې یې ودرېږئ، په دې صورت کې به هم اتل واوسئ.

۵ ـــ هغې ته غوږ ونیسئ، د یوه خاوند په توګه، د اوښکو لپاره یې اوږه واوسئ، هغه څوک چې کولای شي، ترڅنګ یې پنا واخلي، هغه له تاسو سره خواله کوي، ځکه چې له تاسو سره مینه لري. اړینه نه ده، تر کله یې چې نه وي غوښتي، ستونزې یې حل کړئ. یوازې ښه غوږ ورته ونیسئ.

۶ ـــ یو بل ته وخت ورکړئ، یو بل ته وخت ورکول، د یوې سالمې کورنۍ او د یوه سالم ګډ ژوند ضمانت کوي، په ګډه د کارونو له ترسره کولو څخه خوند واخلئ، له یوبل څخه د ملتیا له کبله مننه وکړئ، خپل وختونه او خاطرې د یوې جوړې او یوې کورنۍ په توګه تل پاتې کړئ. دا په خپلې مېرمنې باندې ستاسو د ګرانښت لپاره یو زرین فرصت دی.

۷ ـــ جزئیاتو ته پام وکړئ، هڅه وکړئ، چې حتا کوچنیو ټکو ته دقت وکړئ، د وېښتانو د ډول بدلون او د نویو جامو همغږي کول وګورئ. حسونه یې په مخ او ظاهر کې درک کړئ. پام مو مهمو موقعیتونو لکه کلیزو او رخصتیو ته وي. د یوې مناسبې ډالۍ د چمتو کولو لپاره پروګرام جوړ کړئ. دا د دې ښکارندویي کوي، چې پرې پام کوئ.

۸ ـــ استراحت ته یې ارزښت ورکړئ، کله چې د ماشوم مور کېږي، شرایط بدلون کوي. مېرمن مو کله وخت استراحت ته اړتیا لري، ښایي اړینه وي له هر څه څخه لږ لرې شي. تاسو کولای شئ په ماشومانو باندې د پام کولو لپاره داوطلب شئ، ترڅو خپل ځان ته د رسیده‌ګۍ لپاره وخت ولري، نه دا چې هغه خپله د دې غوښتنه وکړي. که څه هم هغه ماشومانو ته د وخت په پام کې نیولو له امله شکایت نه لري، خو خپله هم د جسمي او روحي انرژۍ د نوي کېدو لپاره اړتیا لري.

۹ ـــ زړه‌بایلونکی و اوسئ، د دې لپاره، چې په هغې باندې ګران و اوسئ، یوازې مینه بسنه نه کوي، له هغې سره یو شئ، چې خپله مینه څرګنده کړئ، تر ټولو مهم څیز دا دی، چې په اړین وخت کې حاضر و اوسئ، په هماغه ځای کې، کوم چې هغه یې غواړي. کله چې په ژوند یا اړیکه کې مو اوضاع لږ ستونزمنېږي، تښتئ مه. له یوبل سره حرکت وکړئ، په ګډه له خنډونو څخه تېرېدل، ګډ ژوند ته مو ټینګښت او پایښت وربښي. یو محبوب نارینه ستونزې نه پټوي، حل کوي یې، البته د خپلې مېرمنې په مرسته.

۱۰ ـــ منندوی و اوسئ. پرېږدئ، چې مېرمن مو په دې باندې پوه شي، چې په ارزښت یې پوهېږئ. تر ټولو کوچنۍ مهربانۍ یې یاددښت کړئ او لپاره یې مننه وکړئ. هغې ته ووایئ، چې پوه شي څومره درته مهمه ده، تر ټولو مهمه دا چې له الله (ج) څخه مننه وکړئ او د هغه (ج) ډېر شکرونه پرځای کړئ، چې تاسو ته یې مېرمن درکړې ده، چې خپل پاتې عمر د هغې ترڅنګ په مینې سره تېر کړئ.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل

تبصره مو ولیکئ