مارچ 6, 2021

د پاکستان کرکټ بورډ د آسیا جام په کوربتوب ټینګار کړی

Advertisements

یاران سپورټس
د پاکستان کرکټ بورډ ویلي چې دوی به د آسیا جام کوربتوب په پاکستان کې کوي، نه دوبۍ کې!
د پاکستان د کرکټ بورډ چېئرمېن یا مشر ویلي، چې تر اوسه په پاکستان کې د آسیا جام کېدل یقیني دي او دوی چمتو دي، چې د دې جام کوربتوب په بریالیتوب سره وکړي.
احسان ماني زیاته کړې چې د هندوستان لخوا په پاکستان کې د آسیا جام ردول دوی اندېښمن کړي.
د هند او پاکستان ترمنځ د کرکټ په کوربتوب په داسې حال کې د نظر اختلاف دوام لري، چې نږدې یوه لسیزه کېږي، چې په پاکستان کې کرکټ نه و او لس کاله وروسته پاکستان ته کرکټ په نسبي ډول ستون شوی دی.
پاکستان د ۲۰۱۹م په اوږدو کې په پاکستان کې د کرکټ ترسره کولو لپاره هڅې خورا چټکې کړې او پایله یې هم ورکړې ده.
سریلانکا، بنګله‌دېش، زِمبابوې، د نړۍ یوولس کسیزې او د ویسټ انډیز لوبډلو له ۲۰۱۷م څخه پاکستان ته سفرونه کړي او سختو امنیتي تدابیرو کې یې له ستونزو پرته بریالۍ لوبې وکړې.
د پاکستان د کرکټ بورډ مشر احسان مانی په داسې حال کې پاکستان کې د آسیا جام کوربتوب خبره کوي، چې څو ورځې وړاندې د هندوستان د کرکټ بورډ رییس سوراف ګنګولي وویل، چې راتلونکی آسیا جام چې د سپټمبر په میاشت کې ترسره کېږي، کوربتوب به یې دوبۍ او یا هم له پاکستان پرته بل هېواد کوي.
احسان ماني ویلي: “پاکستان چې د آسیا جام کوربتوب کوي، د کرکټ نړۍ ته ښه خبر دی، خو د هندوستان مهرباني په دې برخه کې ډېره مهمه ده.”
پاکستان ظاهراً د آسیا جام لپاره شرایط برابر کړي، ځکه چې د پاکستان سوداګریزې کرکټ لوبو اوس په پاکستان کې روانې دي، چې د نړۍ له ګوټ، ګوټ څخه پکې لوبغاړو برخه اخیستې ده.
د پي ایس ایل سیالۍ د مارچ میاشت په ۲۲مه پایته رسېږي.
په ۲۰۰۹م کال په پاکستان کې د سریلانکا په لوبډله وسله‌وال برید وشو، چې له هغې وروسته په پاکستان کې نړیوالې کرکټ لوبې بندې شوې او اوس پکې نړیوالو لوبو ته تیاری روان دی.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د سويلي افريقا کريکټ بورډ دوه نوي لوبډلمشران وټاکل

لیکوال: مدثر دعوت - برخه : سپورټ

Advertisements د سويلي کريکټ بورډ اعلان وکړ چې د ټيسټ،يو ورځنيو او شل اووریزو لوبو لپاره يې لوبډلمشران ټاکلي. د سويلي افريقا کريکټ لوبډلې مخکنی لوبډلمشر کوينټن ډيکوک وو خو په يوې نوې پرېکړه کې ... نور ولولئ