اسټرالیا وایي، په نړیوال جام کې باید د باراني ورځو جبران لپاره ریزرف ورځې موجودې وي

یاران سپورټس
د اسټرالیا کرکټ بورډ ویلي، چې د نړیوال جام پلی اف سیالیو کې باید ریزرف یا چمتو ورځې وي، چې د باراني ورځو جبران وکړي.
د اسټرالیا کرکټ بورډ هیله ښودلې چې د کرکټ نړیواله شورا د نړیوال جام دوو نیمه پایلوبو ته چې لومړۍ هغه یې د نومبر په ۱۱مه د اسټرالیا په اډیلایډ ښار کې ترسره کېږي او دویمه یې د اسټرالیا په مېلبورن ښار کې ترسره کېږي، ریزرف یا چمتو ورځې وي.
د ۲۰۱۹م نړیوال پنځوس اوریز جام چې په انګلستان کې ترسره شو، پکې ډېر بارانونه وشول، چې ځینې لوبې یې لغوه کړې او په نیمه پایلوبو یې منفي اغېز وغورځاوه، نو له دې وروسته د نړۍ د هېوادونو کرکټ بورډونه په دې لټه کې شول، چې د باران په مرسته لغوه شوې لوبې د ریرزف یا چمتو ورځو په مرسته جبران کړي.
په اسټرالیا کې هم بحري هواګانې د دې لامل کېږي، چې چټک بارانونه و اوري او پایله کې یې لوبې ګډوډې شي.
سږ کال د نړیوال جام د شل اوریزو لوبو لپاره په داسې حال کې د ریزرف ډیز یا اضافي چمتو ورځو غوښتنه کېږي، چې د ښځینه‌وو نړیوال شل اوریز جام پر مهال د هندوستان او انګلستان ښځينه کرکټ لوبډلو ترمنځ لومړۍ نیمه پایلوبه باران لغوه کړه او د ریزرف یا چمتو ورځو په نشتون کې د انګلستان کرکټ لوبډله له سیالیو بهر شوه او د هندوستان ښځينه کرکټ لوبډله په مستقیم ډول پایلوبې ته ورسېده.
د لوبو دا خارق‌العاده حادثه د اسټرالیا په سېډني کرکټ لوبغالي کې پېښه شوه.
تر اوسه کرکټ نړیوالې شورا له پایلوبې پرته نورو لوبو لپاره ریرزف ورځې نه لري او نه یې هم داسې کوم اصول جوړ کړي دي.
خو د اسټرالیا کرکټ بورډ او د سیالیو ترتیبوونکي بیا د ریرزف ورځو غوښتونکي دي.
د کرکټ مسئولې سرچینې، لکه د کرکټ نړیواله شورا، د هند کرکټ بورډ، د استرالیا کرکټ بورډ او نور به سږ کال په دې اړه له نړیوال شل اوریز کرکټ جام وړاندې ناسته وکړي.
د اسټرالیا د کرکټ بورډ غړي رابرټس ویلي: “چې که نړیوال جام کې نیمه پایلوبې د باران په وسیله اغېزمنې شي، تاسې ورته څه حل لاره لرئ؟.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي