سپورټ کرکټ

ګنګولي ویرات کولي ته: اسټرالیا ته ماتې ورکړه

یاران سپورټ

د هندوستان پخواني لوبډلمشر او د کرکټ بورډ اوسني مشر سورف ګنګولي د هندوستان کرکټ لوبډلې اوسني لوبډلمشر ویرات کولي ته ویلي، چې نه یوازې دا ښه لوبه وکړي، بلکې اسټرالیا دې ماته کړي.

هندوستان د روان کال اکټوبر میاشت کې اسټرالیا ته د درې شل اوریزو، څلورو ټېسټ او درې یو ورځنیو لوبو لپاره سفر کوي.

د ویرات کولي لوبډلمشري او اسټرالیا کې ستره لاسته‌راوړنه

هندوستان د ۲۰۱۸م وروستیو کې اسټرالیا ته د څلورو ټېسټ لوبو لپاره سفر کړی و، چې ویرات کولي لوبډلمشر و.

دواړو لوبډلو له څلورو لوبو څخه درې ټېسټ لوبې ترسره کړې، چې یوه لوبه باران بې پایلې کړه او درې لوبو کې دوه یې هندوستان او یوه یې اسټرالیا وګټله.

د کرکټ په تاریخ کې دا لومړی ځل و، چې هندوستان له اسټرالیا څخه په اسټرالیا کې د ټېسټ لوبو لړۍ وګټله او دا ویاړ د ویرات کولي په برخه شوو چې د ده په لوبډلمشرۍ کې اسټرالیا په خپل کورکې ماتې شوه.

اوس ګنګولي له ویرات کولي غوښتي، چې بله لوبلړۍ هم په اسټرالیا کې له یادې لوبډلې وګټي.

د ګنګولي ټینګار او هیله:

“زه له ویرات کولي هیله کوم او ټینګار مې دا دی، چې لوبلړۍ وګټي؛ ځکه ته چې کله لوبډلې سره یې، ته چې کله لوبغاړو سره لوبه کوې او ته چې کله د احساس له مخې لوبېږې، نو د بریا هیله درڅخه کېږي، ته د نړۍ یو غوره لوبغاړی یې.”

د اسټرالیا لوبډله اوس وخت کې خورا خطرناکه او نه ماتېدونکې لوبډله ده، اېرون فېنچ، سټیف سمېت، ټېم پېن، مېرنیوس لبوس شېن، ډېوېډ وارنر، مېچل سټارک، پټ کمېنس، جاش هزل ووډ هغه لوبغاړي دي، چې د اسټرالیا د ملا تیر بلل کېږي او کارکرده ګي یې په توپ اچونه او توپوهنه کې د لمر په څېر روښانه ده.

خو هندوستان کې ویرات کولي، روهېټ شرما، کی اېل راهول، شېکردوان، میانک اګروال، پوجارا، بومرا، شمي او نور لوبغاړي شته، چې ملا پرې تړل کېږي.

62918-vdsbjkrimt-1499846768.jpg

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ