سپورټ کرکټ

اسټرالیا په شل اوریزو لوبو کې له انګلستان څخه بیا مخکې وه

سپورټ یاران

د انګلستان کرکټ لوبډله له تېرې یکشنبې راهیسې تر سه شنبې پورې د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې په لومړي مقام کې وه، خو له درې ورځنۍ پاچاهۍ وروسته د لومړي مقام له تخت څخه ولوېده او اسټرالیا بېرته لومړی مقام خپل کړ.

د اسټرالیا کرکټ لوبډله د مارچ میاشت په درجه بندۍ لومړۍ اعلان شوه او پاکستان څلورم مقام ته وروسته شو.

د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې اوس اسټرالیا لومړی مقام لري، انګلستان دویم، هندوستان درېیم، پاکستان څلورم، افریقا پنځم، نیوزیلېنډ شپږم، سریلانکا اووم، بنګله دېش اتم، ویسټ انډیز نهم او افغانستان لسم مقام لري.

د شل اوریزو لوبو لومړی مقام د اسټرالیا او انګلستان برخلیک ټاکونکې لوبه

انګلستان کرکټ لوبډلې د دوو لومړیو شل اوریزو لوبو په بري سره نه یوازې دا چې سیریز یا لوبلړۍ یې وګټله، بلکې پر دې سربېره یې لومړی مقام هم کراس کړ.

د انګلستان او اسټرالیا رېټېنګ نومرې مساوي شوې، دواړو لوبډلو نومرې ۲۶۳ او ۲۶۳ وې.

د کرکټ نړیوالې شورا د سه شنبې په ورځ ولیکل چې د دواړو لوبډلو لومړي مقام حاصلولو لپاره برخلیک ټاکونکې لوبه درېیمه شل اوریزه لوبه ده، چې هره لوبډله یې وګټي لومړی مقام ترلاسه کوي.

د چهارشنبې په شپه د دواړو لوبډلو ترمنځ وروستۍ شل اوریزه لوبه ترسره شوه.

انګلستان په شل اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره د جنتن بېرسټو د ۵۴ منډو په مرسته ۱۴۵ منډې جوړې کړې.

اسټرالیا یاد هدف پوره کړ او په ۵ وېکټو یې اسټرالیا ته ماته ورکړه.

سیریز انګلستان وګاټه، خو د وروستۍ لوبې په بري سره لومړی مقام اسټرالیا واخیست.


 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ