سپورټ کرکټ

د اسټرالیا پر وړاندې هندوستان خپلې لوبډلې اعلان کړې

د هندوستان کرکټ لوبډله له اسټرالیا سره د اسټرالیا په کوربتوب څلور ټېسټ او درې یو ورځنیو لوبو لړۍ د ډېسمبر په ۳ مه پېلوي.

د دغو لوبو لپاره هندوستان لوبډلې اعلان کړې.

په ټېسټ لوبو کې ۱۸ لوبغاړي انتخاب شوي او یو ورځنیو لوبو لپاره بیا پنځلس لوبغاړي غوره شوي دي.

په دې دواړو نوملړونو کې د روهېټ شرما نوم نشته.

روهېټ شرما د هندوستان کرکټ لوبډلې مرستیال لوبډلمشر دی؛ خو د اسټرالیا پر وړاندې ټېسټ لوبه کې د کولي مرستیال اجېنکیا رهانی ټاکل شوی او په یو ورځنیو لوبو کې یې مرستیال لوبډلمشر کی اېل راهول دی.

ښایي د روهېټ شرما د نوم نشتون لامل د هغه اوټ فومي ده.

د آی پي اېل په لوبو کې یې هم ډېره پورې خونده نه وه او په څو لوبوکې یې لوبډلمشري کېرن پولارډ ته پرېښوده.

د هندوستان ټېسټ لوبډله

ویرات کولي لوبډلمشر، اجېنکیا رهانی مرستیال لوبډلمشر، میانک اګروال، پرېتوي شاو، کی اېل راهول، چېټېشور پوجارا، هنوم وېهاري، شوبمن ګېل، ریډيمن ساحا، رېشاب پنټ، جسپرېت بومرا، محمد شمي، امېش یداف، نافدیپ سیني، کلډیپ یداف، روېندرا جدیجا، ریوي چندران اشوېن او محمد سراج.

د یو ورځنیو لوبو سکواډ

ویرات کولي لوبډلمشر، کی اېل راهول مرستیال لوبډلمشر، شېکردوان، شوبمن ګېل، شېریاس ایر، منېش پانډی، هارډېک پانډیا، میانک اګروال، جدیجا، چهل، کلډیپ یداف، جسپرېټ بومرا، محمد شمیي، نافدیپ سیني او شاردول تاکور.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ