سپورټ کرکټ

اسټرالیا په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې بريالۍ شوه

سپورټ یاران

د اسټرالیا او انګلستان کرکټ لوبډلو ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ کرکټ لوبه تېره شپه په اولډ ټرافورډ لوبغالي کې، چې مانچسټرښار کې موقیعت لري، ترسره شوه.

اسټرالیا په ۵۰ اورونوکې د ۹ وېکټو په نقصان سره د مېچل مارش د ۷۳ منډو او د ګلېن مکسوېل د ۷۷ منډو په مرسته ۲۹۴ منډې وکړې.

جوفرا ارچر او مارک ووډ د انګلستان په ملاتړ درې، درې وېکټې واخیستې.

انګلستان په ۵۰ اورونوکې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره د جنتن بېرسټو د ۸۴ منډو او د سام بېلېنګز د ۱۱۸ منډو پرمټ ۲۷۵ منډې وکړې او لوبه ترې اسټرالیا په ۱۹ منډو وګټله.

جاش هزل ووډ ۳ او ادم زمپا ۴ وېکټې ترلاسه کړې.

د لوبې غوره لوبغاړی جاش هزل ووډ وپېژندل شو.

دواړه لوبډلې دویمه یو ورځنۍ لوبه د یکشنبې په ورځ د افغانستان پر وخت مازیګر ۴ نیمې بجې پېلوي.

د اسټرالیا او انګلستان یو ورځنۍ لوبې او د لوبډلو بریاوې

اسټرالیا او انګلستان له ۱۹۷۱ م راهیسې ۱۴۵ یو ورځنیو لوبو کې سره مخ شوي دي، چې ۸۲ لوبې اسټرالیا ګټلي او ۶۲ لوبو کې انګلستان بری حاصل کړی دی.

دوې لوبې یې مساوي شوي او درې لوبې یې بې پایلې شوي دي.

د سلنې له مخې اسټرالیا ۵۶ اعشاریه ۸۴ سلنه لوبې ګټلي او انګلستان ۴۳ اعشاریه ۱۵ سلنه لوبې خپلې کړي دي.

د یو ورځنیو لوبو لومړۍ تاریخي سیالي یې د ۱۹۷۱ د جنوري په ۵ مه نېټه کړې وه.

دواړه لوبډلې د ۲۰۱۹ د جولای له ۱۱ مې راپدېخوا خپلو کې نه وې لوبېدلې او دا یې نږدې تېر یو کال کې لومړۍ یو ورځنۍ لوبه وه.

د یو ورځنیو لوبو درجه بندۍ کې د لوبډلو مقامونه

انګلستان په دې وروسیتو کې ۴۲ یو ورځنۍ لوبې کړي، چې لاسته راوړنه یې ښه وه، د درجه بندۍ په جدول کې یې نومرې ۵ زره ۱۸۸ دي، رېټېنګ یې ۱۲۴ دی او یو ورځنیو لوبو کې لومړی مقام لري.

اسټرالیا په یو ورځنیو لوبو کې څلورم نمبر لوبډله ده، ۳۴ لوبو کې یې ۳ زره ۶۹۳ نومرې ترلاسه کړي او رېټېنګ یې ۱۰۹ دی.

که چېري دویمه یو ورځنۍ لوبه اسټرالیا وګټي، د یو ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې مخ پر وړاندې قدمونه اخلي او نیوزیلېنډ له درېیم مقام څخه لرې کولای شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ